جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونههلمند کې څه باندې ۳ زره ملایانو نه د پوهنتوني اسنادو لپاره...

هلمند کې څه باندې ۳ زره ملایانو نه د پوهنتوني اسنادو لپاره امتحان واخیستل شو

تاند:( چار شنبه ، د غویي ۱۳ )  د طالبانو رژیم په هلمند کې څه باندې درې زره ملایان ټول کړي او ظاهراً امتحان یې ورڅخه اخیستی، څو د پوهنتوني زده کړو اسناد ورکړي.

په دې اړه مراسمو ته له کابله د ازموینو د ملي ادارې لپاره د طالبانو د رژیم واکمن مولوي عبدالباقي حقاني هم ورغلی و.

هغه د ازموینې په شفافیت ټینګار کړی، خو د طالبانو منتقدین دا پروسه له لویه سره د شفافیت او علمي ارزښتونو د تمسخر هڅه ګڼي.

د دوی په باور، طالبان په داسې کړنو هڅه کوي خپل پلویان او ملایان د پوهنتوني زده کړو د اسنادو څښتن او د مختلفو ادارو د مسلکي کادرونو پر ځای وګماري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم وار د مخه ویلي وو، چې دوی ته د پوهنتوني زده کړو د اسنادو د ورکړې معیار د جمهوري نظام خلاف جګړه کې د ماینونو د الوزولو اندازه ده.

5 COMMENTS

  1. عجیبه ده چه ملایان صاحبان افغانستان کی ډیر دی ، خو فوتواګانی له سعودی او پاکستان څخه راځی ، پدی کی باید خپل مشکل وګورو چه چیری دی .

  2. ما شاالله
    داسی اتکل کیژی چی زمونژ در بدر او فقیر صرف ملایانوته ضرورت لری

  3. په اوسنۍ دويمه واکمنۍ کې رياض څرګند رول نه لرلو، بلکې په ښکاره سره ناباندې دي، خو له شک پرته چې فتواوې ټولې د اسلام په نوم له مضپوط سنګر (اسلام قلعه) څخه راوتلې چې د دغو فتواو تر شا هماغه زوړ ښکېلاک زور دی چې فتواوې يې څوک ننګولی نه شي.
    له پاچا خان چا پوښتنه وکړه چې ته خو مسلمان يې. پينځه وخته لمونځ کوې او بد نه کوې تل ښه کوې، خو بيا هم پر تا د کفر فتوی لګيږي، نو هغه ورته وويل چې پر ما داسې چا فتوی لګولی چې له هغه بل څوک اوچت مفتي نه شي. ويل يې هغه څوک دی؟
    باچا خان ورته وويل چې هغه فرنګی دی او د فرنګي فتوی څوګ ننګولی نه شي.
    دا اوس دلته په ګاونډ کې د هماغه زاړه ښکېلاک يو پاتې شوی ميراثخور پاتې دی چې د هيرا نوموتې بدنامې منډي سره سره يې څوک فتوی په سيمه کې ننګولی نه شي.

  4. 🤣🤣🤣کلیوالي متل ده وائي د چرګې یا چرګ یې د مالګې له څټلو سره څه؟ اوس د ملا او د پوهنتون ریاضي فزیک او نورو علمي مضمونونو یې سره څه. قدري بوستان ګلیستان پنجابستان ازموینه به ورکوي د لوطي مدرسو . بس الله ددغه جاهل ملت ته ښوونه وکړي سي خبیث فاسد ملا یې د حکومت سرکار سو 😡☹️😭

  5. افغانستان ملا انجنیر ته ضرورت لری نه کافر انجنیر ته. همدی دوهم ډول خلکو افغانستان خراب کړ.
    اوس طالبانو همدا ټکی جدی نیولی. خدای دی وکړی چی نه ملایی ورکه سی او نه انجینیری. که طالبان کامیاب سی نو دا به دمسلمانانو لپاره یو بل افغانی مثال وی. اوس ډیر کم ملا انجنیران سته.
    دکافرو او منافقینو دی نور هم دمالخولیا مرض زیات سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب