دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د کرکترونو بدلون او د واک جنون مو ارزښتونه بدنام کړل

د کرکترونو بدلون او د واک جنون مو ارزښتونه بدنام کړل

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

زموږ په هېواد کې له څو لسیزو راهیسې د بحرانونو او ناورينونه د تسلسل په نتیجه کې رامنځته شوى عجيب او غريب صورت حال دا دى چې  په شخړو کې د ښکېلو کورنيو  ډلو د وخت په تيريدو د ظالم او مظلوم، جنګي جنايتکارانو او د جنګي جنايتونو ښکار شويو، د بشري حقونو ماتوونکي او د ظلمونو د ښکار او د امریکا په سياستونو کې د دوست او دښمن،  د مجاهد او ترهګر کريکترونه له يو بل سره رد او بدل شوي دي. يعنې  د تيرې ورځې ظالم بله ورځ مظلوم پرونى جنايتکار نن د جنايت ښکار، په پرونۍ جګړه کې د بشري حقونو په نقض باندي تورن په نننۍ جګړه کې مظلوم ګرځيدلى دى.

په افغانستان د افراطي ذهنيت په جوړولو، د ستونځو په پيچلتيا او د حساسیتونو په را پارولو کې د نړيوالو او ګاونډيانو دمه مخې تګلارې هم رول لري. د شوروي ځواکونو د يرغل په مهال لويديځوالو او ګاونډيانو د شوروي ځواکونو په وړاندې جنګيدونکي افغانان د مجاهدینو، غازيانو، اتلانو او د ازادي د جګړې د قهرمانانو القاب او عنوانونه کارول خو د شوروي له ماتولو وروسته لويديځ افغانستان هير کړ، مجاهدين يې د بنسټپالو او سخت دريځو  په نومونو يادول.

په کورنۍ خوسا جګړه کې ښکېل افغانان هم د واک د حرص په موخه د هر چا ډول ته ونڅيدل او نيابتي جنګياليو په توګه چا يو اړخ او چا هم بل اړخ څخه وسلې او پيسې ترلاسه کړې،

 د لويديزوالو لخوا پرونيو دوستانو ته بله ورځ د دښمن لقب ورکړل شو،  پروني د ازادي جنګیالی ترهګر شوو او د امریکا او د نورو اشرباڼو د يرغل په مهال په معکوس ډول افغان جنګسالارانو ته د ازادي د جنګیالیو عنوانونه کارول شوي او تبادله کړاى شوي دي.

د ځينو  پرمختګونو  په تړاو  زموږ د سرونه د خلاصيدو لپاره شل کاله او د ځينو نورو لپاره شايد څو نورې لسيزې وخت ونیسي. که دوه ويشت شل کاله وړاندي د طالبانو امارت د ترهګرو په وړاندې د نن په شان دريز خپل کړى واى او يا هم نړيوالو له امارت سره اوسنى تعامل کړى واى، نو څومره انسانان به له وژلو کيدو، څومره کورونه به له نړيدلو،  څومره ماشومان به له يتيم کيدو، څومره فاميلونه له سرپرست څخه له محرميدو او څومره زړونه به له ويجاړيدو څخه ژغورل شوي واى.

که د ترهګري په وړاندي د جګړې لګښتونو شل سلنه د افغانستان په بيا رغونه په شفاف ډول او له فساد څخه د پاکې ادارې لخوا لګيدلې واى نو دغه هېواد به اوس داسې وران ويجاړ نه وو، دوه نوي سلنه افغانان به اوس نړيوالو مرستو ته محتاج او د نړيوالې ټولنې د اوږو بار نه وو. تر ټولو مهمه دا چې نړئ به د اوس په شان له امنیتي ګواښونو سره مخ نه وه.

دلته د کريکترونو د بدلون له امله له مظلوم سره د خواخوږي او له ظالم څخه د کرکې جنګي مجرم ته د سزا غوښتلو او د جنګي جرمونو ښکار شويو انسانانو ته د عدالت غوښتنې، له مجاهد څخه د ملاتړ او له ترهګرۍ څخه د نفرت کولو داعيه له ستونځو سره مخ کيږي او د عدالت د تحقق لپاره مبارزه پيچلتيا مومي .البته د افغانستان ولسونه  د تل لپاره مظلوم محکوم او مجبور پاتې شوى دى.

د پرديو يرغلګرو ځواکونو په وړاندې د مبارزې  په سپيڅلتيا او تقدس باندي ايمان درلودل د هر مومن فريضه ګڼم، خو زموږ ستونځه داده چې زموږ جنګي ډلې متأسفانه له يرغل او له اشغال څخه مخکې او وروسته هم د واک لپاره خپلمنځي جګړو، شخړو ځورولو تري تم کولو او د يو بل  وژلو ته څوک د ديني فتواو او څوک هم د وطنپالنې په نوم په جګړو کې لتاړ پاتې شوي دي.  کله چې واک ترلاسه کړي نو سوله فرض شي او کله چې له واک څخه لرې شي نو جګړه مقدسه ګڼي.له همدغه امله  د اشغال او يرغل په وړاندي د جهاد تقدس او د هيواد لپاره د قرباني ورکولو اصل ته سخت زيانونه واوښتل او دغه لړۍ لاهم دوام لري.

نورو ته د پړې ګوته له نيولو څخه وړاندي اړينه ده چې په خپلو نيمګړتياو او ستونځو باندې د غور کولو لپاره لږ شان تم شم.  خپل ځان او خپله ټولنه پړه ګڼم چې موږ د کومې نيمګړتيا له مخې د نيابتي جګړو  نوښتګر، هر يرغلګر او اشغالګرو لپاره خام توکي ګرزو، د دين وطنپالنې په نوم او يا هم د تعصباتو په شعارونو يې موږ د خپلو شومو موخو ښکار ګرزولي يو؟  کله يې له دين، کله له هيواد څخه د دفاع تر عنوان لاند او کله يې د قومي سمتي او ژبنيو تعصباتو اور ته د لمن وهلو له لارې خپلمنځي جګړو ته هڅولي يو. جګړه مو کړې ده. د اسلامي نظام د نفاذ او هيواد پالنې په شعارونو مو نور خلک وژلي او خپله هم وژل شوي يو، خو د جګړو په ډګر کې له بريا وروسته د مشرانو ټول شعارونه، ژمنې او دعوې هوايي ډزې ثابتې شوې او يوازې واک يې د توجه محراق او محور ګرځيدلى دى. خپلوان ياران او انډيوالان يې له ملي شتمنيو څخه په امتیازاتو باندې نازولي دي او  پرديو ته يې د پړې ګوتې په نيولو خپل ولس ته په حکومتولي کې په شته عيبونو تشو او نيمګړتياو باندي د سترګو پټولو او د صبر کولو تلقین کړى دى.

زه د افغانستان د څو لسيزو په دوران کې د ناخوالو تراژيديو او ناورينونو په تړاو پرديو زبرځواکونو يرغلګرو او د نيابتي جګړو اړخونو ته د پړې له ګوتو نيولو مخکې خپلې ټولنې ته هم برائت نه ورکوم چې چي ولې يې له مسلسلو ماتو او ناکاميو وروسته د تيرو سهوو اشتباهاتو او غلطيانو په تړاو ارزونه ونکړه او ولې په موږ کې د خپلو اندونو او دريزونو د سمون په موخه د بدلون راوستلو استعداد له منځه تللى دى.

البته دا خبره راته له لمر څخه روښانه ده چې د افغانستان د ښېرازه ليد لیدلوري په هکله د سياستوالو ترمنځ تلپاتې مخالفتونو دغه هېواد د بيوسي او دغه ولس د بې وزلي موجوده کچې ته ورساوه.  افغان مشران په پرله پسې ډول په قومي هویت باندي بيځايه ناندرئ وهي، د واک پر محور راڅرخپدونکى سیاست يې خپل کړى دى، د جنګي جرمونو په تورونو او فساد کې ښکيل دي، ملي اجنډا نه لري،  ملي ګټو ته د لمړيتوب ورکولو پرځاى خپلې شخصي ګټې په پرلپسې ډول پر مخ وړي او يادې نيمګړتياوې په افغانستان کې د بحران د حل لپاره له طالبانو سره تعامل د یوازینۍ حقیقي تګلاره په ګوته کوي.

د حيرت خبره ده چې موږ په يويشتمه پيړئ کې ژوند کوو خو  لاهم د اتلسمې پېړۍ د اوسيدونکو په شان فکر کوو. له معاصرو پرمختګونو او د ساينسي علومو په برخه کې له پرمختګونو څخه د محرومیت له امله همدغو پرمختګونو ته د دين تر عنوان د کفارو د دسيسو ګرزولو لپاره فتواوې لټوو، خو څو لسيزې وروسته کله چې همدغه پرمختګونه عام شي نو لکه د تلويزوني خپرونو په شان به يې شريکول ثواب ګڼو.

تعجب دى چې موږ لاهم ملي وثیقه يعنې اساسي قانون نلرو. هغه څه نلرو چې د هېواد لپاره بنسټیز اصول ټاکي او له مخې یې مملکت اداره کیږي، د دولت اصلي بنسټونه راپيژني او د بنسټونو (اجرائیه مقننه عدليه) ترمنځ اړیکې تنظيموي.  هغه ارزښتناک سند نلرو چې د واک د ويشلو تګلاره او کړنلاره تعينوي، د واک کارولو په برخه محدودیتونه رامنځته کوي او مطلق العنانيت ختموي،  د وګړو حقونه او مسئوليتونه ټاکي. د حکومت او خلکو ترمنځ باور او همغږي رامنځته کوي. د یو هیواد لپاره د حکومت ډول مشخص کوي. له بده مرغه په اوس وخت کې د ولس او حکومت ترمنځ واټن او له نړيوالې ټولنې سره تقابل د همدغې نيمګړتيا له امله رامنځته شوى دى.

2 COMMENTS

  1. سلام
    تر هرڅه دمخه ستاتیر کمکی اختر دې هم مبارک شی زه دې ناغه کړم کور ودان.
    ستا دهراړخیزې لیکنې عنوان روان پېژندنی ته خی ما نا دا چې کرکتر اوشخصیت ،جنون اولېونتوب او بالاخره ارزښت را څېړی. ستر عنوان دی او دیرمهم فکتورونه لری. یو فیلسوف په دې باور دی چې وایی:Go up and never stop هغه یو کتاب لیکلی او دبریالیتوب رازونه یې کې څېړلی. هغه له مهاتما ګاندی له« پرځېدلو »وېره لری خو دبریا لباره سوچ باندې تاکید کوی وایی سم تخم سم محصول راوړی.
    self confidence
    self esteem
    self efficacy
    دقیق فهم ،اعتماد بنفس او کرکتر جوړوی څومره اعتماد لری، څومره دکار فهم او اهلیت لری او څومره دیوه لامل کمی او کیفی حالت تر اغیز لاندې راخی او کوم هورمون دلته رول لری. اعتماد په کاذب نفس باندې دبحث بل اړخ دی. زه دسیاسی علومو، ساینسی علومو پراخ اهمیت ته اوس نه خم چې خبره اوږدیږی اوبحث پېچلی!
    دکتور ویلیام جیمز وایی:تاسې هغه څه چی وینی باور ورباندې نه کوی، تاسې په هغه څه چې باور لر هغه وینی نو خکه جیمز وایی باور حقیقت رامنځ ته کوی.
    نتیجه : موږ داکثریت بیسوادی تر څنګ روانی تکلیف هم لرو هر چاته ګواښ کوو اوحتی بهر کې یې وژنو او په هرمسلک کې مهارت لرو خو موږ اسلام به غیرمستقیم ډول اهانت کوو بل لوری ته په منډه کې یو ، نړۍ موږ نړیوال دسیمینارو او کنفرانسونو په کچه ترهګر اوقاچاق بر بولی خکه موږ قانون نه لرو، اسلامی اصولو او عدالت ته غاړه نه ږدو، کار اهل کار ته نه سپارو ښوونځی تړو،[ دلیل او پلمه نه منی] پوهنتون بی اهمیته کوو، دهستی جهان یوڅه وایی ،د انسانی جبر او اختیار بل څه، ثبات اوذهنی تصور بل څه. دابه څنګه بدلون راوړی چې ډله ایزه وسایل او ابزار هم نه لری موږ دولسولی واتن اهمیت ورځ تربلې خپله کته راولو. نظام هم چا د انډیوالی په اړیکو جور کړی اوهغه هم دشبږم اونهم په فارغانو؟

    • سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
      الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره .
      تير اختر مو مبارک شه.
      يقيناً موږ د کاذب غرور له امله نه دين خپل کړ نه مو هم مادي پرمختګ په نصیب شو. نړئ مو ويني چې څومره بدبخته وروسته پاتې او وږي مخلوق يو، خو موږ ځانونه نه وينو او يايې هم د ليدلو وړتیا نلرو. له دين څخه مو چاقو جوړ کړى چې ځان ته خربوزه پرى څيروو او د نورو خلکو خيټې ورباندې څيروو .
      دا ستا د خبرې په تأئيد رواني او عصبي تکلیف دى چې موږ ورباندي اخته يو.
      په هر حال به د سمون او بدلون لپاره مبارزه نه پريږدو .
      انشاالله يوه ورځ به مبارزه نتیجه ورکوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب