جمعه, فبروري 6, 2026
Home+چین د جي ۶ په لور ګامونه اخلي

چین د جي ۶ په لور ګامونه اخلي

تاند- په داسې حال کې چې د انترنیټ جي ۵ نسل لا هم په ټوله نړۍ کې عام شوی نه دی، چین غواړي چې جي ۶ وازمويي.

که څه هم جي ۵ د انترنیټ تر نورو نسلونو خورا پرمختللې ټکنالوژي ګڼل کېږي او په ډیرو هیوادونو کې یې د بې چلوونکي موټر په شان د پرمختللیو ټکنالوژیو کارولو ته لار هواره کړې ده، خو اټکل کېږي چې جي ۶ به تر جي ۵ هم انترنیټ چټک کړي او د مصنوعي ذهانت له لا پرمختګ سره به مرسته وکړي.

د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې پر جي ۶ کار روان دی. په دغو هیوادونو کې یو هم چین دی چې پر جي ۶ کار کوي او غواړي چې ازمېښت یې کړي.

د دې بې سیمه او خورا چټک انترنیټ د ډاونلوډ سرعت به په هره ثانیه کې ۳۰۰ ګېګابایټه وي.

خو د چین د هوا- فضا د ساینس او ټکنالوژۍ د علومو دوهمه اکاډیمي، چې په پنځه ویشتم انستیتیوت مشهور دی، وايي چې په لومړي وار یې په هره ثانیه کې د ۱۰۰ ګیګابایټه ډاونلوډ سرعت ممکن کړی دی.

دې ته په پام چې اټکل کېږي چې جي ۶ تر ۲۰۳۰ پورې بازار ته وړاندې شي، دا ټکنالوژي ډیره مهمه ده او په موټر جوړولو، طبي خدماتو او تفریحي برخو کې زیاته کارېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...