تاند:( چار شنبه ، د غویي ۱۳ ) د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د افغانستان په بدخشان ولایت کې د زلزلې د محسوسیدو خبر ورکړی.
یادې ادارې ویلي، چې د دغې زلزلې شدت د ریختر په کچه ۵،۳ درجې و.
د له مخې، دغه زلزله د بدخشان په «جرم» ښار کې د ۱۹۳ کیلومترو په ژوروالی کې شوې ده.
تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
تر دې وړاندې هم په بدخشان کې څو ځلې زلزلې شوې دي.