Homeخبرونهد پکتیا په ۵ ولسوالیو کې د څښاک اوبو پروژې پيلیږي

د پکتیا په ۵ ولسوالیو کې د څښاک اوبو پروژې پيلیږي

تاند:( چار شنبه ، د غویي ۱۳ ) د پکتيا ولايت په احمد آبا، ميرزکې، اريوب ځاځي، احمد خېلو او څمکنيو ولسواليو کې د نږدې ۶ ميليونو افغانيو په لګښت د اوبو شپږ شبکې جوړېږي.

د طالبانو د رژیم ځایي چارواکو ویلي، چې د دغو پروژو له بشپړیدو سره به ۱۹۱۰ کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

 د يادو ولسواليو اوسېدونکي وايي، په زياتره سيمو کې خلک د څښاک د پاکو اوبو نشتون له امله له ککړې اوبو استفاده کوي او د څښلو پرمهال يې خلک په بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي.

طالبانو د یادو پروژو د تمویل سرچینې نه دي په ډاګه کړي، خو په افغانستان کې د زیاتو داسې پروژو تمویلونکی د ملګرو ملتونو یونیسف اداره ښودل کیږي.

د يادونې وړ ده، چې د هيواد ډېري سيمې په تېرو څو کلونو کې وچکاليو سختې ځپلې دي او د کرکيلې د پيکه کېدو تر څنګ يې د څښاک اوبو ته لاسرسي هم ستونزمن کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...