شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال سازمان: شدیده لوږه د ۱۵ میلیونه افغانانو ژوند ګواښي

د خوړو نړیوال سازمان: شدیده لوږه د ۱۵ میلیونه افغانانو ژوند ګواښي

تاند:( چار شنبه ، د غویي ۱۳ ) د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د لوږې له امله د ۱۵ میلیونه خلکو ژوند له خطر سره مخامخ ګڼلی.

دغه سازمان ویلي، چې د عاجلو مرستو لپاره ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري او له نړیوالو څخه یې په تامینولو کې مرسته غواړي.

د طالبانو رژیم مني، چې افغانستان کې اقتصادي ستونزې شته، خو منتقدان یې تور پورې کوي، چې دغه رژیم د لوږې او اقتصادي ناورین پر موجودیت سترګې پټوي او دا ستونزې د خپل رژیم د ناکامیو د پټولو لپاره کمرنګه ښيي.

له دې سره، ځینې منتقدان د ملګرو ملتونو له لوري افغان بشري ناورین ته شوې پاملرنه هم د نیوکو وړ بولي او وایي، چې افغانستان د بشري مرستو د جزیرې په توګه نه شي پاییدلای.

د دوی په باور، نړیوال باید له اوسني بې برخلیکه او وضعیت او تیاره راتلونکي د افغانانو د ژغورنې لپاره پریکنده ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو په کوربه توب قطر کې  د افغانستان په اړه جوړه شوې غونډه بې پایلې پای ته ورسیده.

د څارونکو په باور، نړیوال او سیمه ییز قدرتونه په افغانستان کې د خپلو لویو لوبو لپاره د اوسني وضعیت عاملان دي.

دوی د پرزول شوي جمهوري نظام د چارواکو ترڅنګ، طالب رژیم او د دوی مخالفان نقدوي، چې بهرنیو تړاوونو او ولس ته له نه پاملرنې سره یې خلک خیر او د لوږې مرګ ته کینولي او لا هم د بهرنیانو په اشاره د افغان ناورین د حل لپاره نه سره ټولیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب