پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکندهار: د شونډو، پزې او تالو د ارثي سوشکل لرونکو وړیا عملیاتونه...

کندهار: د شونډو، پزې او تالو د ارثي سوشکل لرونکو وړیا عملیاتونه پيل شول

تاند:( چار شنبه ، د غویي ۱۳ )  د کندهار په مهمند نړیوال ۲۰۰ بستریز روغتون کې یوه افغان ډاکټر له لوري د هغو سو شکل ناروغانو جراحي عملیات په وړیا ډول پيل شول، چې شونډې، پزه او تالو یې سره نښتي دي.

د کندهار لپاره د طالبانو د رژیم ولایتي ادارې ویلي، چې دغه عملیاتونه له ترکیې څخه د یوه راغلي افغان ډاکټر عبدالغفار غیور له لوري پيل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړي سره یو متخصص ټیم هم ملګری دی.

دا نه ده روښانه شوې، چې یوازې دغه ډاکټر له ناروغانو پیسې نه اخلي که د روغتون خدمات هم په وړیا ډول دي.

طالبانو ویلي، چې مخکې دا ډول عملیاتونه په زیاتو پیسو په ایران، پاکستان او نورو هېوادونو کې کیدل او افغان ناروغان هغلته ورتلل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...