Homeخبرونههلمند کې د ۱۰ نویو روغتیایي مرکزونو د جوړیدو خبر ورکړل شو

هلمند کې د ۱۰ نویو روغتیایي مرکزونو د جوړیدو خبر ورکړل شو

تاند:( چار شنبه ، د غویي ۱۳ )   د عامې روغتيا وزارت لپاره د طالبانو په هلمند کې د ۱۰ نويو روغتيايي مرکزونو د پرانيستلو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغه وزارت لپاره د طالبانو د رژیم مالي او اداري مرستيال، مولوي محمد اسحق صاحبزاده هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولايت کې د لسو نويو روغتيايي مرکزونو پرانيسته ترسره کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې مالي او اداري مرستيال د دې روغتيايي مرکزونو د پرانيستلو مراسمو ته په وينا کې ويلي، چې د دې مرکزونو په پرانيستو سره به هلمند کې د ولسونو روغتيايي ستونزې حل او دوي به له معياري روغتيايي خدمتونو څخه برخمن شي.

طالبانو نه دي ویلي، چې دغه روغتیایي مرکزونه د جمهوري نظام له وخته د جوړیدو په حال کې وو، كه اوس جوړ شوي او څومره لګښت پرې شوی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...