جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د دوحې کنفرانس| شاه محمود میاخیل

د دوحې کنفرانس| شاه محمود میاخیل

د دوحی کنفرانس وښودله چې امنیت، د مخدره مواد توسعه، د بشر حقونو نه د طالبانو سرغړونه، غیرمشروع حکومتولي او په افغانستان کې د افراطي ډلو شتون، افغانانو، سیمې او نړیوالو لپاره جدي خطر دی.
د هیوادونو د استازو تر منځ متضاد نظرونه او تګلاره د دې سبب شوله چې د کنفرانس ګډون کوونکي مشخصو پریکړو ته ونه رسیدل او یو ځل بیا به د ملګرو ملتونو لخوا بله غونډه راوغوښتل شي.
زما په اند دغه مبهم حالت د افغانانو لپاره ښه زیرې نه دی ځکه هر هیواد به خپلې ځانګړې پروژې د ځانګړو افرادو له لارې عملي کوي او افغانستان به د دوامداره نیابتي جګړو او رقابتونو مرکز وي.
د افغانستان ثبات یوازې د مشروع حاکمیت او حکومت له لارې چې د ولس په حمایت او خوښه حکومت رامنځته شي، تر سره کیدلې شي. د مشروع او قانونمند حکومت په چوکاټ کې افغانان په شریکه سره ژوند کولې شي او هم د جنګ او نیابتي رقابتونو  او جګړو مخه نیول کیدلې شي.
د مشروع حکومت د جوړیدو لپاره طالب مهم رول لوبولې شي په دی شرط چې په افغانستان کې د ثبات او د ولس د ارامې لپاره اراده ولري. متاسفانه طالبان د مشروع حکومت راوستلو ته لیواله نه دي. پدیتوګه د راتلونکو جګړو او ګډوډیو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی.

2 COMMENTS

  1. میاخیل دولسولی خوب لیدلی خو کوم ملګری او کوم خطر؟ ته هم دهمدې لوبې یو مجرم ملګری وې هغه وخت مشروعیت چېرته وه اوڅه ډول دکومې ارادې خبره کوې؟ لږ شرم او حیا په کارده خیر دی که شبه تیاره هم ده! دغه صبور، بیوزلی ، وږی اوتږی ، شهید او لالهاند ولس چا دې ناوړو لوبو ته برابر کړ ما او که تا ستا اند پېچلی نه بریښی؟ بیدل وایی رنګ یو دی خو اختلاف دانسانانو رنګونه رامنځ ته کړل . ته هسې ګنګس اوساده میا یې چېرې نظر اوچېرې متضاد . ستا تمه له پردیو ملتو څخه دمشروع حکومت وړاندیز دا راښیی لکه سوی/خرګوش چې په رڼو سترګو خوب وینې.
    ملګری ملتونه ستا په څیر اتڼ نه کوی هغوی ماهر دی او پوهیږی چې څوک موږ ته لا ره برابروی او څه باید وکړو تو میایی خو هغوی نه راځی ولې وایی چې پهلوان زنده خوش است. موږ هر څوک چې یو باید لږ ژور سوچ وکړو او دملت ملی او اسلامی مقدراتو ته په تیت نظر ونه ګورو چې اهانت دی .

  2. MIAKHIL SAHIB;
    100 %SECURITY IS BETTER FROM ASHRAF GHANI. &KARZAI TIME.
    MANY REFORMS IS COME NOW IN KABUL JALAL ABAAD/&KANDAHAR.
    TALIBS ARE CORRUPTION FREE & HONEST SONS OF THIS COUNTRY.
    I AM WITNESS FROM NANGARHAR MUCH BETTER RIGHT NOW..
    I KNOWS YOU FROM KABUL UNIVERSITY, YOU DONOT HAVE CAPACITY OF POST,
    HOW MUCH ASHRAF GHANI GIVE IT TO YOU.
    BEST EXAMPLE OF TALIBS ARE PULE SOKHTAH,TREATMENT OF ADDICTIVE AND QUEESH TAPEY KANAL,
    ZENDAH BAAD EMARAT ISLAMIC
    razmohammed kamawal newyork

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب