تاند:( سې شنبه ، د غویي ۱۲ ) په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب جوړه شوې غونډه نن په داسې مهال پای ته ورسیده، چې ځینې څارونکي یې بې پایلې بولي او ملامتي یې د طالبانو پر رژیم اچوی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د یادې غونډې د پای پر مهال، په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه سازمان به ډېر ژر د افغانستان په اړه بله غونډه وکړي.
انتونیو ګوتریش د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له طالبانو سره به خبرې وکړي، وویل چې په مناسب وخت کې به دا احتمال رد نه کړي، خو اوس له طالبانو سره د خبرو لپاره مناسب وخت نه دی.
ښاغلي ګوتیریس څرګنده نه کړه چې دا غونډه به کله او په کوم هېواد کې کېږي.
په تېرو دوو ورځو کې ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د څه باندې شلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو کوربه توب وکړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په نننۍ خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت زیات شوی، ټولمنلی حکومت نشته، د ښځو وضعیت خراب دی، بشري ناورین او د نیشه یي توکیو قاچاق په جدي ننګونو بدل شوي او نړیوال له شته وضعیته ناراضه دي.
د ملګروملتونو سرمنشي ټینګار وکړ چې دا ټولې ننګونې د ملګرو ملتونو لپاره لومړیتوب دی او د هغه په وینا اصلي مسله د یو لومړیتوب پر ځای د بل له پامه غورځول نه دي، بلکې د یوې همغږې او منسجمې تګلارې غوره کول دي.
هغه زیاته کړه، چې نړيواله ټولنه دې ټولو ستونزو ته د حل لار پيدا کړي.
ښاغلی ګوتریش وايي، ملګري ملتونه افغان ولس ته لومړیتوب ورکوي او پر همدې بنسټ به خپل ټول نوښتونه ترسره کړي. هغه په کابل کې د یوناما کار ته په اشارې سره وویل، تر هغه چې ملګري ملتونه توان ولري، په افغانستان کې به خپل حضور ته دوام ورکړي.
انتونیو ګوتریش د دې په منلو سره چې له طالبانو سره ستراتیژیک تعامل خپل مخالفین لري، وویل چې ملګري ملتونه باید د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.
خو ده څرګنده نه کړه چې دا خبرې اترې به په کومه کچه ترسره شي او ایا دا تعامل به د بشري مرستو رسولو لپاره وي او که نورې سیمې هم پکې شاملې وي.
طالبانو وار د مخه د افغانستان د وضعیت د بحراني والي او پکې د خپلو ملامتیو اړوند څرګندونې رد کړي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال او د جمهوري غوښتونکو سیاسي خوځښت ویاند شاه محمد میاخېل نننۍ غونډې ته په اشارې ویلي:(( د دوحی کنفرانس وښودله چې امنیت، دمخدره مواد توسعه، دبشر حقونو نه دطالبانو سرغړونه، غیرمشروع حکومتولي او دافراطي ډلو شتون، افغانانو، سیمې او نړیوالو لپاره جدي خطر دی. دګډونوالو متضاد نظرونه د دې سبب شول چې خاصې پریکړې ونه کړي او یو ځل بیا د ملګرو ملتونو لخوا بله غونډه راوغوښتل شي.))
څارونکي باور لري، چې که طالبانو پر افراطي دریځونو یې د ټینګار پرځای، د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنې منلې او په خپلو دریځونو کې عاجل اصلاحات راوستي وای، ممکنه وه چې په دوحې غونډه کې افغانستان سره د نړیوال تعامل په برخه کې پرمختګ شوی وای.
د دوی په باور، د طالبانو افراطي دریځونه هم د دوی او هم د افغانستان د منزوي کیدو او د خلکو د ژوند د وضعیت د خرابیدو سبب شوي دي.