یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین د افغانستان په اړه د حنا رباني خبرو ته توند...

منظور پښتین د افغانستان په اړه د حنا رباني خبرو ته توند غبرګون ښودلی

تاند:( سې شنبه ، د غویي ۱۲ ) د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې  حنا رباني کهر وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی.

حنا رباني پرون په قطر کې د افغانستان په اړه د غونډې په څنډه کې وویل، چې د افغانستان د رژیم څرنګوالی مهم نه دی، بلکې دا مهم دی چې د دغه هېواد اقتصاد له خطر سره مخ دی او باید وژغورل شي.

 منظور پښتین بیا ویلي چې حنا رباني او نور پاکستاني چارواکي په (پاکستان) کې افغانان لوټ کوي، ځوروي او بیا وايي چې دوی په مصیبت کې دي.

ښاغلي پښتین حنا رباني ته په خطاب کې وویل چې د پاکستان ویزې په ګرانه بیه پر افغانانو پلورل کېږي او د کراچۍ په زندان کې له افغانانو سره د انسانیت له چوکاټه بهر ناوړه چلند کېږي.

 پښتین د حنا رباني د دې خبرې په ځواب کې چې ۴۰ میلیونه خلک باید د سیاست قرباني نه شي، وویل، د افغانستان ستونزه سیاسي ده.

 د حنا رباني څرګندونو ته یو شمېر افغانانو هم توند غبرګون ښودلی او ویلي، چې پاکستان ته به د اوسني رژیم څرنګوالی ظاهراً مهم نه وي، ځکه د پاکستان په اشاره روان دی او د دغه هېواد ګټې خوندي کوي، خو افغانانو ته دا مهم دی، چې څوک، د چا په ملاتړ او د کوم هدف لپاره پرې حاکم دی او د اوسنۍ بدبختۍ سبب شوی یې دی.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    مشر منظور پشتین د لر او بر پښتنو/افغانانو د زړه خبرې کوي ، ایکاش ټول ولسونه ې په حقیقت پوه شي.
    د رباني هنا ګکه څه کاره ده چې په دوحه کې د افغان په نمایندګي غږیږي؟، دا د ط بیکفایتی ښيي.
    پنجابیانو د ط دلالانو په ضلالي اول د زغال سنګ په چور؛ بیآ د ۴۰ملیوني ډالرو خلتو له کرښې اخوا اړولو؛ په دا اواخرو کې د ترکمنستان د طاپي ګاز پوک اسټین ته چلول پیل کړل.. دا چې د خ.زات او نورو ضلالانو د پټو دروازو شاته نورې ګُړې ماتې کړي او پاریسي-پنجابي-کولابي-زینبي … داعشیانو او امثالهم ګروه ګانې ې بیا د افغان ولس کومو بد بختیو ته ساتلي دي؛ الله سبحانه و تعالی دې (صم بکم عمی )کړي او (في طغیانهم یعمهون. الله یستهزی بهم…) /البقره دوهمه رکوع
    الله دې لراو بر پښتنو/افغانانو، بلوڅانو؛بلتیستانو، کشمیریانو ا.د.ن. ولسونو ته د پي ټي ایم د زعامت لارښوونې لاندې د خودارادیت روحیه او عمل ورکړي تر څو دا جنت نښان وطن د هیرا مڼډهي له هرمونو او د انګریز او هندو اولادې له خباثتو وژغوري.آمین.ثم..

  2. افغانستان ولې دسیمې او نړۍوالې سیالۍ قرباني شو؟
    https://taand.net/?p=222855
    القاعده څرنګه او چېرته جوړه شوه؟
    https://taand.net/?p=223065
    https://taand.net/?p=223219
    استخباراتي جګړه؛ ایا القاعده د حسن البنا له فکري بهیر سره تړاو لري؟
    https://taand.net/?p=223409
    استخباراتي جګړه; طالبان په اول وارڅرنګه واک ته ورسېدل ؟
    https://taand.net/?p=223734
    افغانستان ولې دسیمې اونړۍ والې سیالۍ قرباني شو؟
    https://taand.net/?p=223947
    ټول لیکوالان دې پورتنې د تاند صفحی لینکونه وګوری او بیا دې ووایی چې پاکستان او امریکا، برتانیی او فرانسه او عربستان د افغانستان په اړه څه کړی او څه کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب