استخباراتي جګړه
يوه مستنده انګېرنه،
۳برخه
شهسوار سنګروال
لنډيز: د يوې تتې څارګريزې جګړې له مخې يو شمېر څېړونکو په خپلو هڅو (Documentary: Intelligence war) پلو پورته کړی دی.
د طالبانو يوه وياند «عثماني» ډاګيزه کړې ده چې د طالبانو يو شمېر مشران پدې خبر ول چې په امريکا يو مهم بريد ترسره کېږي. په ۱۹۹۶ ز کال په نوامبر کې C.I.A خبر ترلاسه کړ چې اسامه سټاليټ Satellite تيلفون استعمالوي او مرکز يې په کندهار کې دی.
په ۱۹۹۸ کال د اګست په اوومې (۷) نېټې په کينيا او تانزانيا کې چې د امريکې په سفارتونو بريد وشو.
د نايروبي پوليسو د «داود رشيد» په نوم يو تن ونيو او ترې وې پوښتل چې څنګه ژوندی پاتې شوی؟
ده وويل: زه چې ژوندی پاتې شوم نو بيا مې يوې نومرې ته زنګ وواهه چې د يمن د هېواد «سنا» ښار کې وه، د احمد الهدا کور و، چې د القاعدې مرکز ګڼل کېده.
C.I.A وويل: دغه مرکز ته دوه تنو ډېر تيلفونونه کړي ول، يو د فلسطين «ابو زبيده» او بل يې مختار و.
هغه مهال چې په ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱ نېټه د امريکې په سوداګريز مرکز کوم بريدونه ترسره شول، د جلال اباد يو تن اوسېدونکي سيد عارف وويل:
پدغه وخت کې اسامه بن لادن لما سره و.
د C.I.A يو تن چارواکي Robert Grenier چې له ۱۹۹۷ کال نه يې تر ۲۰۰۶ کال پورې له سي آی اې سره کار کاوه وويل:
موږ ملا عثماني ته په هغه وخت کې وويل: که اسامه موږ ته و نه سپارل شي، په تاسو به بريد وشي.
د بن لادن وصیت ( له ډیوس نه ترپنيټا ) ،
ده خپل وروستی لیک د ډسمبر په ۱۴ مه لیکلی وه، چې ما خپل ژوند له جهاد سره او د الله په لاره کې وژل کېدو ته وقف کړیدی او د جګړې سندرې زما زړه ته لاره کړې… ده له خپلو اولادونو بښنه غوښتې ده میرمنو ته وصیت کړی وه چې له ده وروسته مېړه و نه کړي… ده دا لیک پاکستان ته تر تګ یوه ورځ وروسته لیکلی وه…
دده دژوند وروستۍ شېبې هغه وې ، چې امریکا ددوه څرخي الوتکوپرمټ دشپې ناوخته دپاکستان یوې پوځي اډې ته څېرمه دده په استوکنځي برید وکړاوځاې پر خاې یې وواژه اوبیا یې مړی په سمندر کې وغورځاوو.
ولې اسامه بن لادن دالقاعدې دټینګښت اوپايښت لپاره دومره بنسټیز کارونه کړیدي ،چې داستخباراتو په تاریخ کې دپام وړ ګڼلی کېږي … دمثال په ډول د« ډیوس » اواسامه بن لادن داستان دبېلګې په توګه یا دولی شو .
په ۲۰۱۱ کال د جنوري په ۲۷ مه ډیوس له خپل استوګنځي نه مخ په لاهور وخوځېد او د یوه موټرسیکل له خوا چې دوه پرې سپاره وه څارل کېده او په لاره کې پرې برید وشو.
ډیوس چې په یوه هونډا ګاډي کې سپور وه، پر موټرسیکل ډز وکړ یو تن ووژل او یو تن بل ټپي شو.
له دې کیسې وروسته، بیا له یوې بلې ورته کیسې سره مخ شو ،خوداځل نوموړی په انارکلي کې ونیول شو.
C.I.A کوښښ کاوه هغه له بنده ازاد کړي ،خوآی اس آی له یوې خوا پټ او ښکاره خپل استازي ساتل او له بلې خوا ایبټ اباد تر څارنې لاندې وه چې اسامه وڅاري ، چې دغه کار دمخه ډیوس کاو.
سره ددې، چې پنیټا په ځغرده ونه ویل چې ډیوس ، سي آی اې ته کار کوي، ولې احمدپاشا ډېر ژر پوه شو چې نوموړی C.I.A ته کار کوي.
پاشا هم له سي آی اې سره پټه جګړه کوله او هم یې له طالب اوداسامه بن لادن له ملګرواوپه ټوله کې له القاعدې سره پټې اړیکې پاللې…
هلته طیب آغا د ملاعمر په استازیتوب په مونیخ او جرمني کې د سي آی اې له استازو سره خبرې کولې.
حامد کرزي نه وپوښتل شول، چې طیب آغا پېژنی؟ هغه ورته وویل، هو هغه ملاعمر ته نږدې کس دی.
پنیټا هلته پاکستان د ډیوس د خوشي کولوپه پلمه مصروف کړی وه، طیب آغا سره یې پټې خبرې روانې کړې وې او کرزي ته یې وښودله چې د دوئ هڅې د افغانستان د سولې لپاره روانې دي…
ولې هلته یې « ویلیم مک ریون »ته سپارښتنه وکړه، سره ددې چې په بشپړه توګه ډاډه نه ول، چې اسامه به په ایبټ اباد کې وی… خو باید عملیات وشي.
ددې په څنګ دا خبره هم کېده، که چېرې دغه برید ترسره شي، ښايي “ډیوس” د پاکستان له خوا ووژل شي. !؟
ولې هغه وخت راورسېده چې د اسامه بن لادن پر وړاندې عملیات پيل شي.
په داسې حال کې چې کیاني سیګار لګولی وه او پخپل کټ کې ډډه لګولې وه، د یوې بجې (۱) په شاوخوا کې، جنرال اشفاق ندیم، د تیلیفون په لیکه وویل، یوه چورلکه په ایبټ اباد کې لویدلې ده.
کیاني ترې وپوښتل ، الوتکه زموږ ده؟ ولې دا معلومه نشوه، نو بیا یې له « مارشال راوقمر سلیمان » د هوایی ځواکونو قومندان سره خبرې وکړې او بیا يې د ایبټ اباد I.S.I ته زنګ وواهه هغه وویل، چې په چورلکه کې سپاره امریکایان ول او په کوم کور کې چې عملیات شوي هغه د اسامه پټنځای وه .
کله چې پاکستانې F16 الوتکې هواته جګې شوې، خو امریکايي الوتکه چې د اسامه مړۍ ورسره وه افغانستان ته اوښتې وې.
د اسامه لپاره په پاکستان کې مرستې راټولېدلې ، د کور د ساتنې لپاره یې ساتونکي درلودل اوله ټولو موهمه دا د هغه ترټولو ځوانې میرمنې “امل” نومې له ۲۰۰۲ نه را په دیخوا څلور ماشومان د پاکستان په روغتون کې نړۍ ته را وړي ول .
“امل” یو وار په الوتکې کې بهرنۍ هېواد ته سفر هم کړی وه. اسامه په یوه لیک کې خپل زوی خالد ته په ۲۰۱۰ کال لیکلې ول چې بلوچستان ته ځې، نو پولیسو سره تماس مه نیسه ، دا ځکه چې دپاکستان پولیس ډېربریده د باور وړ نه دي
په یوه بل لیک کې د خپل زوی حمزه او د هغه د مور د انتقال په باب غږېدلي ول، چې ایبټ اباد ته راوستل شي.
امریکا یا نو د بن لادن د سر قیمت ۲۵ میلونه ډالر ایښې وه.
القاعدې په یوه لیک کې پاکستان ته ویلې ول، که موږ یوازې پرېږدئ، تاسو به یوازې پریږدو، خو کله چې دی په ۲۰۰۱ کال له تورې بوړې نه کونړ ته (ځنې کامه او ګرداو ښيي) ځي او له هغه ځایه پاکستان ته اوړي، ولې دده میرمنې ( امل) د خولې خبره ده چې په پېښور کې له اسامه سره یوځای شوه (۲۰۰۲کال) .
له هغه ځایه له ابراهیم سعید احمد (ابواحمد الکویټي) له خپلې ۱۵ کلنې میرمنې مریم سره دوئ سوات ته لاړل او ۸ میاشتو پورې هلته پاتې شول او په شانګله کې دغه کور د مریمې د پلار وه، مېړه او ښځه دواړه پښتانه ول، خو په کوېټه کې اوسېدل.
کله چې ۲۰۰۳ کال خالد شیخ محمد په راولپنډی کې ونیول شو، نو بیا اسامه له خپلو درې میرمنو سره له هغه ځایه ووت او له میرمن امل سره چې ابراهیم او ابرار هم ورسره ول په نسیم ټاون کې اوسېدل او په ۲۰۰۴ کال کې یې د سپتمبر د ۱۱مې نېټې (۲۰۰۱کال ) پړه ومنله.
ابراهیم او ابرار په ایبټ اباد کې هغه کور جوړ کړ او ۲۰۰۵ کال هلته لاړل چې بیا په همدې کور کې ووژل شو.
د ۳ شنبې ورځ په څلورمه دده د مرګ اعلان وشو، چې دده ځوانه مېرمن « امل » په دغه برید کې زخمي شوې وه ، خو اسامه پخوا په یوه وصیت نامه کې لیکلې ول، چې میرمنې به یې مېړونه نه کوي.
ده دا ومنله چې د سپتمبر ۱۱ مې کې د دوئ لاس وو، ولې طیب آغا هغه وخت وویل، چې د سپتمبر ۱۱ مې نېټې سره دوی کومه اړیکه نه لري.
د اسامه له وژلو وروسته، امریکا یان په پاکستان دومره بې باوره شوي ول، چې « ډان لین » خپل سیال جنرال « کیاني » ته اختار ورکړ او ان میرمن کلنټن حامد کرزي ته وویل، جګړه باید پاکستان ته وغځول شي.
ولې کرزی چې له وروستیو ټاکنو وروسته امریکا ته ښه نیت نه درلود« ګروسمن » ته یې وویل، زموږ استاد برها ن الدین رباني د د سپتمبر په ۳ مه تاسو وواژه… ولې ګروسمن په ځغرده ځواب ورکړ، تاسو نشی کولی ماسره داسې خبرې وکړئ.
نواز شریف په دې پوه شوی وو،چې داسامه له وزلو وروسته امریکا کې ددوۍ پر وړاندې کرکې موجدې دي ،نو غوره یې وګڼله ،چې امریکا ته سفر وکړي .
نوموړي د اکتوبر په ۲۴ نېټې (۲۰۱۵ز کال)،چې امریکا ته رسمي سفرکړی وو، په یوه مطبوعاتې کنفرانس کې په ډېرې سپین سترګۍ وویل: پاکستان نشي کولی چې هم له طالب سره وجنګېږي او هم یې سولې ته کېنوي.
له بده مرغه چې هېڅ یوافغان وګړی د شریف په وړاندې ونه درېداونه یې کوم سخت غبرګون وښود ، خو یو بلوچ ورته په امریکا کې پورته شو، د بلوڅانو د خپلواکۍ ناره یې پورته کړه اوغږ یې وکړموږ به خپلواکي اخلو… ته یې مني اوکنه ؟
ولې نواز شریف پخپل سیاسي ژوند کې په دې ویاړي ،چې دافغانستان اردویې ړنګه کړه ، چې نه افغان ولس غبرګون وښوداونه هم دډیورنډ پورې غاړې پښتنو مشرانو… افسوس چې موږتل دتاریخ په اوږدوکې دسیاسي شرایطوقرباني یو.!؟
سره ددې خبروبیا هم کرزي لا دمخه ، کله چې د بریتانیا صدراعظم کامرون،د افغانستان جمهورریس کرزی او د پاکستان صدراعظم زرداری دسیمې دسیاسي حالاتوپه تړاوسره کېناستل ، په ځغرده یې دافغانستان ددریځ پخلی ونه کړ، دوئ له اوږدوخبرو اترو وروسته ،ووېل چې په افغانستان کې به په راتلونکو ۶ میاشتو کې سوله راځي ، ولې بیا هم پدې کې پاکستان خپل غرض درلود:
– د پاکستان چارواکو ویل چې له افغانستان سره به لومړی اوږدمهال سترا تیژیک تړون لاسلیک کېږي ، نو په لومړی ماده کې راغلي ول چې دواړه هېوادونه به یو د بل سرحد مني، چې دا پخپله د ډیورنډ کرښی منل وو.
– ولې کرزي وېل او په دې یې ټینګار کاوو،لومړی باید سوله راشي او بیا ستراژیک او اوږ مهاله تړون لاسلیک شي.
– دا خبرې په داسې مهال کېدې چې پاکستان دسوداګریزو چارودلېږد او رالېږ دپه برخه کې افغانستان ته ستونزې پیداکولې ، چې موږدواګې بندر دساري په توګه یادولی شو .
د واګې بندرپه تړاو، چې د پاکستان، تاجکستان او افغانتسان ترمنځ خبرې وځنډېدي ، لامل یې دا وه چې افغان حکومت غوښتل چې هند هم باید پدغه سوداګریز تړون کې راګډ شي ، پاکستان ونه منله او وې وېل چې افغان لارۍ یوازې حق لري چې د “واګه” بندر ته چې د لاهور په ۳۰ دیرش کیلومتري کې پروت دی (د وچې لارې بندر)
خپلې لارۍ ورسوي. . . دوی نشي کولی چې د هند بندر (اتاري) ته لاړ شي، خو هغه د ګوادر بندر چې بیا د بلوچستان په سیمه کې یو سمندرېز بندر دی هغه ځانګړی ارزښت لري.
افغانستان نه یوازې سیاسي اوپوځي ستونزې درلودې ،بلکې اقتصادي ستونزې هم دپام وړ وې ، سره ددې ،چې دمتبادلې لارې په لټه کې ول ، نو ځکه یې غوره وګڼله چې له ایران سره د« چا بهاربندر» له لارې دلېږد اورالېږد ، د راکړې ورکړې سوداګریزو چاروته پراختیا اوپرمختیا ورکړي .
پاکستان له موږ سره هراړخیزه لوبه کوله اودنورولوبو په لړکې یوه موهمه لوبه دترهګرۍ او جاسوسۍ لوبه وه په تېره، هغه وخت ، چې د القاعدې سیمه ییزه څانګه له پاکستاني اورپکو او ترهګرو جوړه شوه، چې د “عاصم عمر” په نامه یې جګړه کوله، موږله یوه بل کړکېچ سره مخ سو .
دده نوم ثناالحق او په اصل کې د هند اتراپردیش اوسېدونکی وه، چې په ۱۹۹۰ کال پاکستان ته راغی.
ده لومړی د “حرکت المجاهدین” سره کار پیل کړ او دا چې د کومو ترهګریزو بریدونو جوګه شو څو بېلګې داسې دي:
۱ – عاصم عمر په ۲۰۱۴ کال له « رفیق او جاکراني » سره ولیدل، دوئ دواړو یو وخت د “ذوالفقار PNS” سمندرې ځواک په سترې بېړۍ کې کار کاوه، چې ددغې بېړۍ ستره موخه د هستوي وسلو جوړول وه.
۲ – ذوالفقار PNS بېړۍ په چین کې جوړه شوې وه، چې د ۳۰۰ په شاوخوا کې سمندری سرتېري لېړدول، په راکټونو کې هستوي سرګلولې هم شتون لري.
۳ – له یادو کسانو سره القاعدې اړیکې ټینګې کړې، پاکستاني غړو په سر کې، دوئ فکر کاوه چې د هند پر وړاندې عملیات کوي، خو د القاعدې غړو لومړی پلان هند، ولې د دویم پلان برخه یې دا وه، چې کروز میزایل به کله چې د ذوالفقار بېړۍ امنیتي او پوځي سیستم ولکه کړي د امریکا په لور به یی وتوغوي.
۴ – په ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په ۶ مه کراچۍ کې رفیق او جاکراني د خپلو کارتونو او یونیفورم په ښودلو د ذوالفقار سمندرې ځواک ته ورننوتل… خو بري ته ونه رسېدل، رفیق او ملګري ووژل شول.
۵ – سره ددې چې په پاکستان کې د القاعدې نوې څانګه جوړه شوې وه، چې اصلي موخه يې په هند او جنوبی اسیا بریدونه ول او په دې هڅه کې آی اس آی هم مرسته کوله ، ولې د القاعدې یو غړي حسن یوسف د نوي څانګې جوړول تر ډېره بریده په افغانستان کې د امریکا ماته وه.
۶ – په افغانستان او سیمه کې یو بل ستر بدلون رامنځته شو، چې هغه په ۲۰۱۵ کال د جولای په وروستیو کې عثمان غازي د ازبکستان د اسلامي حرکت مشر اعلان وکړ، چې ملاعمر مړ شوی دی او ډېر زر طالبانو او آی اس آی ومنله چې دوه کاله مخکې ملاعمر مړشوی دی… هغه خبرې چې طیب آغا امریکا سره کولې هم خنډ او ځنډ سره مخ شواوطیب اغا استعفا وکړه .
دلته یوا زې دامساله نه وه ، چې دطالبانو رهبر ملاعمر اخون ومړنوهرڅه پایته ورسېدل،ولې بیا هم بنسټیزې ستونزې پخپل ځاې وې اودالقاعدې غړو،دبېلګې په توګه عبدالله عزام اواسامه بن لاد ن دداسې یوه نړیوال خوځښت اساس ایښی وو،چې نړۍ یې اندېښمنه کړې وه .
د بن لادن په جهادي ملګرو کې عبدالله عزام او ايمن الظواهري ډېر نامتو ول. عبدالله عزام نه يوازې په عمر کې له ده نه مشر وه [په ۱۹۴۱ فلسطين کې زېږېدلی] بلکې دی چې دکوم خوځښت مشر وه اسامه بن لادن يې مرستيال وه.
ولې ايمن الظواهري بيا د اسامه مرستيال وه چې د خپل تنظيم ټولې چارې د ده په سلاکارۍ سرته رسولې.
عزام هغه څوک وه چې د ډېورنډ کرښې څېرمه يې روزنيز کمپونه جوړ کړل او هم يې د وسلوالو او پیسه والو رضا کارانو لپاره کمپونه اباد کړل.
د اخوان المسلمين ټولو غړو په مينځني ختيځ او خليجي هېوادونو کې د عزام په سپارښتنه پيسې او وسلې راټولولې او بيا به يې خپل مشر ته لېږلې.
ده هم په لسګونو ځله عربي او غربي هېوادونو ته سفرونه وکړل چې افغان جهاديانو ته بسپنه راټوله کړي.
يوازې د سعودي عربستان لخوا په ۱۹۸۹ ز کال د تنظيمونو د لنډ مهالې ادارې د جوړېدو په وياړ چې سياف يې د صدراعظم په توګه ټاکل شوی وه شپږويشت (۲۶) ميلونه ډالره د آی – اس – آی له لارې په تنظيمي مشرانو ووېشل شول. د سي آی اې د مشر هاورډهارټ په اند سعودي عربستان په ځانګړې توګه له «سياف» سره په پټه د وسلو او پیسو مرسته کوله.
عزام او اسامه د پوځي روزنځايونو تر څنګ د عربو رضا کارانو لپاره پوهنځايونه هم ورغول، کتابتونونه يې هم ورته جوړ کړل او يوه ستره لېوا يې هم را مينځته کړه چې نېغ په نېغه به يې له افغان حکومت سره جګړه کوله .
له دې سربېره يې دغه جنګيالي په ډول ډول پوځي وسلو هم سنبال کړي ول ، خو بيا هم د استاد «عزام» او شاګرد «بن لادن» تر مينځ يو شمېر کړکېچنې ناخوالې را مينځته شوې.
اسامه بن لادن، الظواهري، ابو عبيده البشيري او نورو د خپل استاد عزام په سپارښتنه په پاکستان کې د القاعدې [۱۹۸۸ – ۸۹ ۱۹کال] په نوم بنسټ او خوځښت تنظيم کړ ، چې مشر يې ابو ايوب عراقي او بن لادن يې مرستيال وټاکل شو.
په پای کې د اسامه بن لادن او عبدالله عزام تر مينځ سياسي اخ و ډب دې کچې ته ورسېد چې له يو بل نه يې لارې بېلې کړې اواسامه بن لادن د يو شمېر نورو ملګرو په ملاتړ غوښتل چې القاعده د نړيوالې ترهګرۍ لپاره چمتو کړي، خو عبدالله عزام ورسره و نه منله ، نو د لاملونو يو لامل دا و چې لادن بېل شو.
عزام په ۱۹۸۹ کال د نوامبر په ۱۴ نېټې د يوې بمي چاودنې له کبله په خپل موټر کې ووژل شو، چې ترډېره بریده دده دوژلوپړه په اسامه بن لادن اچول کېده .
د القاعدې د لومړۍ غونډۍ نامتو غړي دا وو:
ډاکټر فضل مصري، ابو عبيده، محمد هاتف، ډاکټر ايمن الظواهري (مصري) او نور. پدې لړ کې ظواهري هغه څوک و چې (۱۹۴۷ ز کال زوکړه) د لادن له ډېرو خواخوږو ملګرو څخه ګڼل کېده. دی د مصر د ولسمشر انورالسادات په وژلوهم تورن وګڼل شو او په ۱۹۸۴ کال لکه د نورو رضا کارانو په څېر پېښور ته لاړ چې د افغانستان په جهاد کې برخه واخلي.
اسامه بن لادن د عبدالله عزام د وژلو په مهال په سعودي عربستان کې و، ده له خپلو خواخوږو پلويانو سره داسې يو سياسي خوځښت پيل کړی و چې د امريکې پوځونه بايد له عربستان څخه ووځي.
که څه هم سلطنتي کورني داسې ګڼله، نه چې د «کوېټ» په څېر په سعودي عربستان هم بريد وشي ، نو دوی دا بېلګې وړاندې کولې چې وموليدل عراق په ۱۹۹۰ ز کال کوېټ تر بريد لاندې ونيو… ځکه پاچا فهد د عبدالعزيز بن باز او يو شمېر ديني پوهانو په سلا شل (۲۰) زره امريکايي پوځيانو ته اجازه ورکړه چې په عربستان کې مېشت شي.
سعودي چارواکي، په دې خبر شول چې د اسامه بن لادن نيت د سلطنتي کورنۍ په هکله بدل شوی دی، نو ځکه خو يې دی هم تر څارنې لاندې ونيوه.
اسامه بن لادن چې په لومړي سر کې د ترکي الفيصل تر څارنې لاندې کار کاو، خو د دوی تر مينځ هم کرښې راکښل شوې، ترکي هم له مجاهدينو سره په ميلونونو ډالره مرسته وکړه. ( نوربیا )