جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+ د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته دریم پرانیستی لیک

 د افغانستان د اسلامي اِمارت مشرانو ته دریم پرانیستی لیک

        بسم الله الرحمن الرحیم.

د اسلامي اِمارت قدرمنو مشرانو السلام علیکم.

پوهېږم چي زما دغه لیک به یا تاسي ته ونه رسیږي او که درته ورسیږي نو چنداني اغېزه به ونه کړي؛ خو زه د یوه تعلیم یافته، بوډا او مهاجر افغان په حیث، د خپل وجداني مسوولیت د رفع کولو لپاره دا څو کرښی درته لیکم:

درنو مشرانو! تاسي له یوې خوا د لېسو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ بندي کړي او هغه ښځینه ماموریني مو په کورونو کي کښېنولي دي چي د خپل اولاد لپاره د نفقې برابرولو مسوولیت یې درلود. په دې توګه مو په هیواد کي دننه او له هیواد څخه بهر ټول تعلیم یافته کسان له ځان څخه خوابدي کړي دي.

د بیان د آزادۍ پر ضد مو جهاد اعلان کړی او هر څوک چي ستاسي پر کړنو باندي د انتقاد کولو جرأت کوي هغه د مطیع الله ویسا په څېر په زندان ننه باسی او د زنداني کېدلو لپاره یې داسي دلایل راوړی چي نه په داخل او نه په بهر کي د چا د قناعت وړ دي. د دې ترڅنګ لا ، د پخواني رژیم د طرفدارانو او قوماناندانو، په مرموز شکل قتلونه روان دي چي ټول خلک یې ستاسي څخه بولي او په دې اړه ستاسي د بې خبری اعلامیو ته هیڅ څوک غوږ نه ایږدي اوباور نه په کوي.

درنو مشرانو! په زور د قدرت نیول ممکن دي خو په زور ساتل یې، تاریخ ثابته کړې ده چي، غیر ممکن دي. دې ټکي ته باید ستاسي توجه را واړوم چي نه پښتانه او نه د افغانستان هیڅ قوم دا حق لري چي قدرت انحصار کړي او نور قومونه، چي د پښتنو په څېر، له سل هاوو او حتی زرهاوو کلونو راهیسي په دې خاوره کي اوسیږي له قدرت څخه محروم او تجرید کړي. ستاسي د نظام اوسنی قدرت نه یوازي د پښتنو بلکه په خاصه توګه د جنوب غرب د حوزې د طالبانو، یا په اصطلاح لوی کندهار، په لاس کي دی. په دې توګه مو د هیواد ټول اقوام، تاجک، هزاره، اوزبیک، ترکمن او نور واړه قومونه، او حتی غیر کندهاري پښتانه، له ځان څخه خوابدي کړي او ټولو پښتنو ته، په تېره بیا د جنوب غرب د حوزې اوسېدونکو ته، بد بین کړي دي. که خدای مه کړه کومه بده پېښه کیږي ( چي حوادث، لکه څرنګه چي ومو لیدل، په هیڅ توګه د اعتبار وړ نه دي) نو بیا به ټول پښتانه، چي ستاسي سره په هیڅ ډول ګټه کي شریک نه ول په ټول تاوان کي درسره شریک وي.

زما دا خبري ټوکي مه ګڼۍ. دلته، زموږ مخي ته، د شوروي اتحاد سرو لښکرو شرمونکې ماته وکړه. د پاکستاني مجاهدینو د وحشت نظام ستاسي په مقابل کي، چي له هغوی څخه د خلکو نارضاییت مو اصلي ملګری وو، سقوط وکړ. ستاسي لومړني نظام له وهابیانو سره د دوستی او له خپلو خلکو سره د دښمنۍ کولو سزا ولیده. د امریکا او ټولي ناټو قواوو په دې خاوره کي ماته وکړه. تاسي څه فکر کوی؟ تاسي له فولادو جوړ سوي یاست؟ زه دا منم چي امریکا به تاسي ته د ډالرو څلوېښت میلیوني بستې را استوي. مګر د ا بستې هم تر قیامته دوام نه کوي. امریکا چي د حامد کرزي او اشرف غني له سره وفا ونه کړه ستاسي سره یې هم انډیوالي تر مطلبه ده.

یوه ورځ به نه امریکا او نه به یې د ډالرو بستې وي او بیا به تاسي او دغه ناراض او خښمېدلی اولس سره پاته یاست. لکه تاسي چي د امریکا ټانکونه او هاموې زره پوښونه په موټرسیکلونو ونیول د دې وطن ناراضي اولسونه به ستاسي  څخه موټر سیکلونه په تش لاس او بایسکلونو واخلي. خو بیا هم وایم چي له بده مرغه ، د ټولو راتلونکو بدو پیښو، تر ټولو لوی تاوان به پښتنو ته رسیږي؛ ځکه چي تاسي ټول پښتانه یاست او د افغانستان د نورو ټولو اوسېدونکو شریفو قومونو پر حقوقو مو پښه ایښې او تجرید کړي مو دي.

د نړۍ هر وګړی چي ستاسي نوم اوري په ښه سترګه نه درته ګوري. په خارج کي اوسېدونکي افغانان، ستاسي د اعمالو له امله، د پښتانه په نامه شرمیږي. ملګري ملتونه ستاسي له ټولو پالیسیو سره مخالفت لري. په نړۍ کي هیڅ هیواد، حتی پاکستان، په رسمیت نه یاست پېژندلي. دا حالت تر قیامته دوام نه سي کولای. په داخل کي له ټولو غیر پښتون قومونو، منورو پښتنو او په بهر کي له ټولي نړۍ سره مقابله تر قیامته ممکنه نه ده. تاسي به د قدرت نشې اخیستي یاست ځکه مو سترګي ړندې او غوږونه کاڼه دي. خو موږ چي په قدرت کي شریک نه یو او له دې نشې څخه لیري پراته یو هم مو سترګي کار کوي او هم مو غوږونه اوري. که تاسي نه وینی او نه اوری نو زموږ او د خپلو ناراضو اولسونو له سترګو او غوږونو څخه کار واخلی. په جرأت درته ویلای سم چي په هیواد کي دننه، لکه ستاسي د لومړني طالباني نظام په څېر، چي مایې پخپله ملامحمدعمر ته یادونه وکړه، په سلو کي سل خلک درڅخه ناراض دي. او د تاریخ په حافظه کي داسي قدرت نسته چي پر دښمن او ناراض اولس یې تر ابده په زور حکومت کړی وي.

و ما علینا الّا البلاغ المبین.

23 COMMENTS

  1. دروند جهانی صیب اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته، الله ج د وکړی چی د روغتیا او سوکالۍ جامې د په تن وی آمین.! اما را به شو دی خبری ته کوم څه چی ستاسو په پرانیستی لیک کی لیکلی دی هغه د ټول افغان اولس د زړه خبری دي، سره لدی چی هغه د پیر محمد کاکړ شعر (نصیحت په سنګین دلو اثر نکړی…..بیهوده پیرمحمد دًر وایی په سنګ) د دوی (طالبانو) د اوسنیو کړنو هینداره ده خو بیا هم هغه هماغه حدیث او که قول دۍ چی وایی: د ظالم حاکم په وړاندی د حق د کلیمی ویل د پیاوړی ایمان نښه ده، پدی ترتیب سره و قلم او پوهی د خاوندانو همدا وسیله ده او پهمدی لاره کی الله ج ته مسول دی چی هر یو د پوهی خاوند به د خپل توان (استطاعت) په اندازه دغه هیوادنۍ او الهی مسولیت ادا کوی چی زه هم خپل ځان د نوموړی لاری لاروۍ ګڼم. زه دطالبانو د مخکینۍ دورې او اوسني پيیر تجربه لرم، د دوی د مخکینی پيير نیږدی ټول وخت ما هلته په کندهار کی د نړیوالی موسسی په چوکاټ کی تیر کړیدۍ، د دوی د راتګ په مهال هغه د خلکو تودی ولولي،ښه راغلاست او هیلی می ټولی په یاد دی، همداراز هغه د ملامحمد عمر آخوند د حکومت د اولو وختو خاکسری (پخپل لاس به یی میلمنو ته په پیالو کی چای اچولو) می هم په یاد دی او بیا لږ وروسته چی یی دموټرو په پلیټونو باندی د (لاتوقف) توری لیکلی وو هم می په یاد دی. د دی ټولو یادول ډیر وخت غواړی خو په لنډو کی د دوی هغه مخکینۍ راتګ او وروسته هغه د خلکو د ځوروني او ازردګۍ څخه ډک تګ ته هغه د احمد ظاهر د سندری د يوه بیت ډیر وړ بریښی او هغه داسی دۍ: چون ابر رحمت آمد و چو برف فتنه رفت…..دامن کشان بیامد و دامن کشیده رفت. او د دوی دتګ او نوی بدلون په راتګ سره د ټولو پښتنو برخلیک خوار شو او څنډی ته شول، په نړیواله کچه د نظره ولویدل او پایله یی هغه د پښتنو د سیمو ویجاړی او وروسته پاتی والی کی خلاصه شوه اوداسی حکومت او خلک په واک کی راغلل چی رډ بډ به درته ویل پارسی یاد نداری!؟ او د دولتی ادراو په کمپیوترونو کي د پښتو ژبی فونت (توری) بیخی چا انسټال کول نه، په دی اړوند به یوه خپله کیسه درته وکړم. د طالبانو د اوسنی واک په لومړیو کی (۲۰۲۱ لړم ) کی د افغانستان بانک د ګلبهار سنټر څانګی ته د خپلی لمسۍ د پاسپورت فیس جمع کولو په پار لاړم ،څرنګه چی زما د لمسۍ نوم پښتو توری لرل په کمپیوټر کی یی نه شوای لیکلۍ ،هغوی غوښتل چی فارسی ته یی معرب کړی ما ورسره مخالفت وکړ او ویل می چی دا په پاسپورت کی د نامه تغیر او جدی ستونځه راوړی خو لنډه یی دا چی خبره د بانک د اداری لخوا ماته د توهین تر حده ورسیده، دغه یوه بیلګه د طالبانو د مخکینیو کړنو منطقی انجام وو. اوس به راشو دیته چی د الله د کلام سره د دوی د کړنو پرتله کول ډیر څرګند واټن منځته راوړی: هغه داسی چی حکومتولی په اسلام کی په ښایسته سالارۍ ولاړه ده لکه سورت النساُ،آیت ۵۸-۶۲: ژباړه ای د ایما ن خاوندانو ! الله ج تاسو ته امر کوی چی وسپارۍ امانت یی خپل اهل ته او کچیری د خلکو په منځ کی پریکړه کوۍ نو پریکړه په نیاو سره وکړۍ. بله ډیره د غور او سوچ خبره دغه چی دغه د طالبانو پاڅون تل د جنوب غرب حوزی څخه ولی سر پورته کوی او دغلته یی ډینامیزم څه شۍ دۍ؟! هغه د ۱۳۳۸ م د بلوا کال ولي د هیواد په نورو ښارونو کی نه وو او یا هم لږ تر لږه دومره تند او تریخ نه وو؟! ددغی مسلي څیرنه او ځیرنه پکار ده! زما په اند دغلته د دین څخه ډیر دبرین تعبیر او تفسیر اخیستل شوی او هیڅ د اوسنۍ تکنالوژیکی ژوند سره اړیکه نده ورکول شوی. دوی د اولس د دنیایی ژوند په ښیرازۍ پسی نه ګرځی یوازی آخرت یی ور سموی چی هغه بیا د دوی مسولیت ندۍ.

  2. محترم جهاني صیب الله تعالی مو په دواړه جهانه سرلوړې او کامیاب لره. د هیواد او ولس سره ستا سو ریښتینی مینه د ستایلو وړ ده.

    اوسني حاکم ته مو د افغانستان د یو ریښتیني بچی او خواخوږي دوست په حیث په سپینو ټکو کی ډیره بهترینه مشوره ورکړیده.
    خدای دی وکړی چی ستاسو مشوری ته غوږ ونیسی او د زړه په غوږونو يی واوری.

    که څه هم اوسنې حاکم د قدرت په نشه کی د اسلام د سپیڅلو ارزښتونو نه نیولی تر پښتونولۍ او افغاني ارزښتونو پوری ټول په ډیره بی باکۍ د خپو لاندی کوی او پایمال کړی يی دی. او د ځانونو نه يی د ځمکی خدایان جوړ کړی چی هیچا ته ځان ځواب ویونکي نه ګڼي.

    بی له شکه همدا د خوابدۍ ځای دی چی هم د اسلام مقدس دین بدنامويي او عام ولس ورنه متنفره کوي او هم يی پښتولي وشرموله.

    مونږ هم له هغی ورځی ویریږو چی هغه خوار او بی وزله پښتون چی ددوۍ په ګټه کی هیڅ ډول شراکت نه لری ددوۍ د ناوړو کړنو تاوان به پریکوي. ځکه چی تالبان به لکه د پخوا په څیر خپلو اصلی مرکزونو ته تښتیدلی وی.

  3. جهانی صیب روغ او جوړ اوسې ! دا دمکې منافقین په خبرو کله پوهیږي نه آنسانيت لري او نه رحم ، ټول اعمال یې دقدرت لپاره دي ، قدرت ساتل زور او اعتناق غواړي ، سر بیره پر دې درواغ ، جهالت او چلبازي یې د حقیقتونو مخه نیسي ، رڼا ورکه شي انسان په تیاره کې ګرزي ! دوی په خبرو نه پوهیږي ! په الوتکو کې سفرونه کوي او په موټرونو کې ګرزي ، د خېټو عملیاتونه کوي خو دتعلیم او د ښځو دتعلیم مخې نیسي ! دا خوشې جاهله چنګیزې دوره ده چې دانسان او انسانیت خلاف کارونه کوي ! زه پر دې ډاریږم چې د پښتنو خلاف اشخاص او ډلې به د نورو خارجیانو په مرسته ددې حیواناتو جرړي و باسې او پښتون قام بیا بیخي له منځه ورک او ټول حقوق به ترې واخیستل شي لکه د رباني په دوره کې چې ټول پښتانه له شماله وشړل شول !

  4. طالب شل کاله پښتانه په فزیکی ډول تباه کړل اوس یی معنوی حیثبت ور ختم او دنیا ته یی په شرمو وشرمول، د نورو قومونو د پیغور وړ یی وګرځول . یووخت دمغل نوم بدو ، خدای مه کړه چی اوس د طالب له لاسه د پښتون نوم بد نشی. دا فتنه باید غلی شی. داد پاکستان او انګریز ډیره ماهرانه پروژه وه واحد افغانستان یی خطر سره مخ کړ او پښتون یی بیخی تباه کړ.

  5. جهانی سیب تاسی هم ځان ته افغان وایاست؟ دکفر او اشغال وزیر وی. تاسو رښتیا هم فکر کوی چی ځیره خورو نه سوا به څوک په تاسو باور وکړی؟ که مو هدف تبلیغات نوی نو لیږ په خپل ګریوان کی وګوری. تاسی باید دملت نه عفو وغواړی. ستاسو له مشورو تیر.
    ستاسو مشوره به څه وی؟ امریکا کی اوسیږی او دهغوی خیرات او یا ځیره دررسیږی. دامریکا تبلیغاتو مو مغز ګردجن کړی او یا په هغه خبرو پسی ګرځی چی ستا زړه باندی رڼا کیږی. نو ستاسو مشوری به یو منطقی کس څنګه دسپینو پښتنو په ګټه وبولی؟
    تاسو هلته اوسږی چی دوطن بچو هغوی ته شرم ور پربرخه کړی او افغان ناکامی یی جهانی فرعونیت ته درزونه ورکړی. ستاسو څیره هغوی ته دخپل شرم هنداره ده چی درد ورتازه کوی. ستاسو تګ او راتګ به له سم مسلمانانو سره نوی. او بیا که وی هم تاسو له اسلام نه تښتیدلی خلک یاست. سم مسلمان مو په ښه سترګه نګوری.
    ستا ټولی خبری دافغانانو نه، دکابل دشهرنو دخلکو خبری دی. تاسو کلی یا لیدلی ندی او یا یی په ژبه نه پوهیږی. افغانان دځیره خورو نه سوا ډیر خلک لری چی طالبان یی په سترګو منلی وو. اوس یی هم منی. لیږ دامریکایی مذهبه خلکو له تبلیغاتو نه آزادی ترلاسه کړی او بیا عینی مستند راپورونه وګوری. ګوندی دا بله سترګه مو هم رڼا ووینی.
    افغانستان لا دجنګ میدان دی او هغه کسان چی نیول کیږی هغه مشکوک خلک دی. ستاسو امریکا یی هم وژنی او یا یی له ژونده بیزاره کوی. هغه خلکو چی له عفو نه سوء استفاده کړی وی هغه باید مجازات سی. ستاسو له ټولګی نه سوا نور ټول مخلص افغانان دملی امنیت دافغان ملت لپاره غوښتونکی دی او دامارت په کړنو خوښ دی. که څوک بیا دافغانستان دتباهی لپاره کار نکوی هغه نه نیول کیږی. هغه کسان چی مړه کیږی هغوی به ګلان نه وی کرلی. هغه دپکتیکا پخوانی مجرم ټول اولس غوښت چی له مینځه ولاړ سی خو بیا هم امارت لا ساتلی دی.
    جهانی سیب! هیله ده نور مو امریکایی مفکوره په افغانستان ونه تپی. بوډا سړی یی په تیرو توبه اوباسه او کرار په ځای کینه. دا به ستاسو په خیر وی. بله لیاره پیدا کړه چی تښتیدلی خلک دی قدر وکړی. دافغانستان په چارو کی نور مه ګډیږه.

  6. جهانی صاحب سلام علیکم. وروسته له سلام څخه یو متل ده چی وایې د خره سر پوری یاسین ویل هیڅ فایده نلری دوی نه افغانان دی او نه دی افغان ملت خواخوږې دوی د افغانستان تباهی ته راغلی او انشالله چی ډیر زر به په خپله تباه کیږی دا ځل به چړی دی مسجد په روباه خانه هم پیدا نګړی او هغه چاپړوسان چی دی انسانیت کرامت په کی نه لیدل کیږی بیا به اول همدوی لکه بی ولسه ډمان اټن کوی ځکه دوی هغه بی ایمان اولاد لکه مردکی هری خواته روان ویې دا خلک له موره خطا دی تعلیم او تربیه نه پیژنې

    • د پنجابي له ځیره خوړو نه د ډیران کثافات غوره ګنړم. افسوس چې د ثابت په څیر خلک یې په ویاړ نوشي جان کوي. کوم څه چې ورسره حقانیه او بغدادیه مدرسو کې سوي د ویلو نه دي. اوس په اونۍ کې د ٤٠ میلیونو ډالرو په بدل د اته لکه انسانانو وینې خپل نوي لنډه ته ور اوبخښلي. کله چې تاسو ګیرې و خریلي او د پوستې په پاکت کې مو جوماتونو کې پریښودي له هغه سره بیا هم د نظار شورا ستاسو د جنګیالیو پرتوګونه دراویستل. تر تاسو بې غیرته او بې ضمیره خلک ما تر اوسه ندي لیدلي. کله چې شمال کې محاصره سوي همدا متقي، منصور، داد الله نږدي لس زره پښتانه دوستم ته د حلالو لپاره تسلیم او په خپله وتښتیدل. الله ج دی تاسو هلاک کړي چې بیا مو د کرلو لپاره تخم هم پیدا کیدل نا ممکنه سي. ستاسو ورځي لنډي دي او ستاسو څپ وهل او پرزول حتمي دي. اوس حالت کې ستاسو په وسیله د امریکا پروژه نیمګړي دي او ډیر ژر په تګمیلیدو دي. همدا امریکا تاسو باندې د حش اتو په څیر له هوا نه دوا پاشي. ارمان مې دا دي چې تاسو خو په تیښته کې تجربه لري خو دشمني به مونږ ته پاته کیږي.

  7. جهانی صیب همغه شعر او شاعرې د بس وه.
    یو دوه نفر خم درباندې راټول وو او څه نا څه ګټه د پښتنو ته رسیده.
    تاوانی هلته شوې چه د وزارت خوب د په مغزو کې لار جوړه کړه نور پسې ښکته هلته شوې چه دا مولی سرود د جوړ کړو او اوس د دا بله سپکه.
    لیکونه د خپل سر ته کیږده

  8. سورت البقره آیت ۱۱،۱۲: واذا قیل لهم لاتفسدو فی الارض قالوانما نحن مصلحون(۱۱) الا انهم هم المفسدون ولا کن الا یشعرون (۱۲).
    ژباړه: اوکله چې دوی ته وویل شی په ځمکه فساد مه کوۍ ،دوی وایی داسې نده مونږ اصلاح کوونکی یو(۱۱) او پوه شۍ چی دوی په حقیقت کښ تباه کاران (قساد کوونکی) دی مګر شعور یې نلری( ۱۲)
    سورت الفتح آیت ۲۹: محمد رسول الله والذین معه اشداُ علی الکفار رحماُ بینهم تراهم رکعا یبتغون فضلاُ من الله ورضوانً سیماهم فی وجوههم من الاثر السجود ط ذالک مثلهم فی التورات ومثلهم فی الانجیل کزرع اخرج شطاُ ه فآزره فاستغلظ فاستوی علی سوقه یعجب الزراع لیغیظ بهم الکفار وعدالله الذین آمنو و عملو الصلحت منهم ومغفرهً و اجراً کریم (۲۹) .
    ژباړه:- محمد (ص) د خدای رسول دۍ اوهغه څوک چې له هغوی سره دی سخت دی د کافرانو په وړاندې اوزړه سواندی(مهربانه) دی پخپلو منځو کې وینۍ به تاسوهغوی رکوع او سجده کوونکی او غواړی دوی پدی عبادت سره فضل اومهربانی له خدایه اوغواړی رضامندی د هغه (الله) او د دینداری نښې د دوی په څیرو (ټنډو) کی د سجدو له مخې ثابتې دی نوموړی صفتونه هغه صفات دی چې مثالونه ‌یې ذکر شویدي په تورات کښې او مثالونه یې ذکر شویدی په انجیل کښې لکه هغه کښت چې راوباسی څانګې بیا خپله تنه ټینګه کړی بیا کلکه شی دغه څانګه بیا ودریږی دغه څانګه پس له ضعیفۍ اونرمۍ نه پخپلو تنو باندې بیا به دغه کښت په تعجب کې واچوی بزګران ، دا پیاوړتیا (قوت) ددې لپاره دۍ چې په غوسه راولی کفار،وعده کړیده خدای پاک له هغه کسانو سره چې ایمان یې راوړی اونیک عملونه یی کړیدۍ دوی لره دۍ ډیر لوی اجراو بښنې.
    د خوارجو ځانګړنې د قرآن،احادیثو اوارشاداتو په رڼا کې
    • د خوارجواړوند حدیث شریف کې راغلی دی چی دوی به د جهنم سپی وی. (انهم کلاب النار ۳۱) ترمذی، کتاب تفسیر القرآن،رقم ۳۰۰۰ .
    • یُسییوُن الفعل – هغوی به د کړوړو له مخې ډیر ظالم،وینې څښونکی او بد خلک وی.(سنن ابوداود، کتاب السنه،رقم:۴۷۶۵).
    • هُم شرُ الخلق والخلیقه- هغوی به له ټول مخلوق نه بد ترین خلک وی. (مسلم،کتاب الزکات،الرقم۱۰۶۷)
    • یطعنون علی اُمرایٍهم ویشهدون لهم بالضلاله- هغوی به د وخت د چارواکو( امراُ) په ضد له طعنو (پیغورونو) ورکولو اوخپلواُمراووته په ګُمراهۍ او ضلالت شهادت (فتوا) ورکوی. (ابن ابی عاصم، السنه،۲ :۴۵۵ ،رقم یا شماره :۹۳۴/مجمع الزواید-هیثمی،۲۲۸:۶ وقال:رجاله رجال).
    • یخرجون علی حین فرقته من الناس – هغوی به هغه وخت منځته راخی چې د اولس ترمنځ اختلاف اونفاق پیداشوۍ وی. (بخاری،کتاب المناقب،رقم ۳۴۱۴/ مسلم،کتاب الزکات رقم:۱۰۶۴).
    • یقتلون اهل اسلام ویدعون اهل الاوثان – هغوی به مسلمانان وژنی اوبًت پرستان به پریږدی. (بخاری،کتاب التوحید رقم:۶۹۹۵/مسلم،کتاب الزکات،رقم: ۱۰۶۴)
    • یسفکون الدم الحرام – هغوی به په ناحقه وینې تویوی (یانی د مسلمان اوغیر مسلم وینه تویول به ورته روا ښکاری) مسلم ،کتاب الزکات رقم: ۱۰۶۶.
    • يَقْطَعُوْنَ السَّبِيْلَ وَيَسْفِکُوْنَ الدِّمَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ مِنَ اﷲِ وَيَسْتَحِلُّوْنَ أَهْلَ الذِّمَّةِ. (من کلام عائشة رضي اﷲ عنها ) حاکم، المستدرک، رقم : 2657- هغوی به لاره شکوونکی (قطاع الطریق) وی ،نا حقه وینه به تویوی کوم چې د الله حکم ندۍ کړۍ اود غیر مسلم لږکیو وژنه به ورته حلاله ښکاری.
    • یومنون بمحکمه ویهلکونه عند مُتشا بهه – هغوی به د قرآن به محکموآیاتونو ایمان راوړی خود متشابهاتو په وجه به دوی هلاک شی. (قول ابن عباس رض، تفسیر طبری،۱۸۱:۳ /فتح الباری،۳۰۰:۱۲).
    • یقولون الحق بالسنتهم لا یجاوز حلوقهم (قول حضرت علی رض) – هغوی به په ژبه اوکلام کې د حق وینا کوی،مګرد هغوی له حلق څخه د لاندی به نه ځي (یعنی یقین اوعمل به نه ورباندی کوی) .(مسلم ،کتاب الزکات، رقم ۱۰۶۶)
    • ینطلقون الی آیات نزلت فی الکفار فیجعلو ها علی المومنین.- (دحضرت عمر رض قول): هغوی به د کفارو په باره کې د نازل شویو آیاتونواطلاق پر مسلمانانوباندی کوی- همداسې به دوی نورو مسلمانانو ته ګمرا،کافر اومشرک وایی ترڅو د هغوی په ناجایزه قتل وکړای شی. ( بخاری،کتاب استتابته المرتدین والمعاندین وقتالهم،رقم۲۵۳۹).
    • یمرقون من الدین کما یمرق السهم من الرمیه – هغوی به له دین څخه داسې و وزی لکه غشۍ چې له ښکار نه و وزی. (بخاری، کتاب استتابته المرتدین والمعاندین وقتالهم،رقم ۶۵۳۱/ مسلم ،کتاب الزکات،رقم ۱۰۶۶) .
    • الاجر العظیم لمن قتلهم – د دوی په نزد به د دوی قاتلانو ته ستر اجر(ثواب ) وی. (مسلم،کتاب الزکات،رقم ۱۰۶۶).

  9. سخن عریان و سوزان؛
    یک عرض مختصر در مورد اظهار نظرهای جناب اقای عبدالباری جهانی و جناب اقای عبدالواحد حیدری:
    راستش فرمودۀ هر دوی این بزرگواران قابل قبول میباشند.
    ضد ونقیض؟
    ممکن بلی
    ممکن خیر
    زیرا
    تاریخ یکصد سال اخیر ما ( چی در سطح و بعد ملی و مردمی و چی در سطح و بعد منطقوی و جهانی بخصوص قدرت های بزرگِ درگیر در ارتباط ما) مملو از تناقض گوئی و تناقض کاری میباشد و این تناقض همچنان دوام دارد. نمونۀ کوچک ولی بارز این تناقض کاری اینست:
    ۱ – دولت چین اقلیت مسلمان را به غل و زنجیر کشیده ولی با اسلام متحجرانۀ طالب یارانۀ عاشقانه ایجاد نموده ( با اینهم در صورت حاکمیت صالح و مردمی ، سیاست های شرق مآبانۀ چین و روسیه به سود کشور ما و منطقه تلقی خواهد شد).
    ۲ – دنیای مدعی تمدن و مدعی رعایت حقوق بشر غرب نه اینکه افغانستان را دودستی به طالب تقدیم نمود بلکه در برابر آلام و مصائب مردم افغانستان بالکل بی اعتنائی بخرج داده و نظاره گر گشنگی و تشنگی مردم مظلوم افغانستان میباشد.
    و
    در بستر ملی:
    بعضی ( اکثراً ) افغانها فقط بخاطر حذف و نفی هزاره و ازبک و تاجک و ….. از گردنۀ قدرت سیاسی – فرهنگی و تسلط مطلق پشتون تبار ، به حاکمیت طالب خوش و راضی میباشند.
    امّا
    هم جمهوریت دارای محاسن و معایب مخصوص خودش بود و هم حاکمیت طالبی دارای محاسن و معایب مخصوص خودش میباشد ( غالباً تلۀ معایب ترازوی طالب سنگین تر از محاسن و خوبی های آن بنظر میرسد البته این امر بیشتر به کیفیت دیدگاهای احمد و محمود مربوط میباشد).
    رُب مسئله این است که ملت بیچاره به وسیلۀ زور و تزویر و خدعه در سِنۀ انتخابِ ” بد و بدتر ” قرار گرفته ( ارادۀ جمعی شان سلب شده ) ضمناً با توجه به احتمال وجود نقشه های سِرّی قدرت های بزرگ، طالب نیز همچو ملت از سرنوشت نامعلوم و مبهم آیندۀ خویش سخت دچار ترس و واهمه و وحشت میباشد زیرا افغانستان امروزی در ترسیم خط پیروزی ” شرق یا غرب ” از موقعیت حساس برخوردار میباشد و امیدواریم ” شرق جدید ” بیشتر به داد مردم ما برسد تا ” غرب کهنه و فرسوده و جفاکار “.
    امّا پیشنهاد بندۀ حقیر به اقای ” کاوه شفق “:
    کسب علم ” ژئوپولیتیک ” نیاز به هیچ مکتب و مدرسه و دانشگاه ندارد و فقط ” بصیرت ” می خواهد.
    تحلیلگران همچو ایشان در کنار شناخت ” ژئوپولیتیک ” باید په موضوع ” علت ” و ” معلول ” نیز بپردازد تا ادرس های صحیح را کشف نمایند.

  10. مستعار نوم ځکه کاروو چې پخپل نوم دلیکنو توان نلرو, طالب خپل حیا, عزت او دیني روایت کلونه وړاندې بایللی ده, دوي سره داسي څه نه دې پاتي چې له لاسه به یې ورکړې, دوه ورځې دغلا, فساد او عیاشي فرصت پلاس ورغلی ده, خپل کار کوې

  11. محترم محمد ربی اَماج صیب زمونږ سلامونه او نیکی هیلی قبول کړۍ. ډیره ښه لیکنه مو د قران او احادیثو په رڼا کی کړی. الله تعالی دی نور توان درکړی چی د حق بیانولو لپاره د خپل قلم نه لا زیات کار واخلۍ.
    بی له شکه چی نن سبا د مسلمان وینه تویول تر هرڅه ارزانه او بی قیمته ده. په افغانستان کی خو د یو مسلمان وژل ورته دومره اسانه شوی چی ته به وايی چی هیڅ خالق وجود نلری بلکه همدوۍ د ځمکی په سر خدایان دی او دژوند او مرګ اختیار ددوۍ په لاس کی دی.
    بیا هم ډیره مننه خوښ او اباد اوسی.

  12. دروند دردمن افغان صيب اسلام عليکم، الله د ښه لره د جهاني صيب د همدي ليکني اړوند زما لومړۍ تبصره کي ماهلته يادون کړۍ چي الله ج هر مسلمان د خپل توان په اندازه مسول ګرځولۍ دۍ زما هم دامسوليت دۍ او ستا د تبصري څخه يوه نړۍ مننه، يارهزموږ دعام اولس ټوله ستونځه په ناپوهۍ کې ده او هر څوک زموږ دناپوهي له وجي په موږ باندي د ظلم او تدا حکومت کوى، د فرخندى شهيدي د زجر ډک وژل اسلام او انسانيت ته پيغور دۍ چي د جاهلانو لخوا داسلام له له أدرسه ترسره شو. الله ج فرمايى: آيت شريف ان الله لا يغيرو بالقوم حتي يغيرو ما بانفسهم. ط،ژباړه: الله ج ديوه قوم په حالت کي ترهغو تغير نه راولي تر څو د هماغه قوم په سوچ کي بدلون نه وي راغلۍ

  13. جهاني صاحب،
    خوشحال خان بابا وایې :
    زه یې چا لره وهم قدر یې چا زده
    په اور اومنډه دا توري قلمونه
    ثابت او طالب جان د لیکنو له سیاق څخه به د طالب پوچه مفکو ره په لا ښه ډول جوته سوي وي.
    د طالب تیره دوره کې زمونږ د کلی طالب ملا د امریکا له لومړي بمبارد سره په ږیره چاړه را کش کړي او د خط په پاکت کې اچولي وو او په خپله غورځیدلي وو. نو دا خل هم داسې معامله کیدونکي ده او دوي به ټول لکه د ګیدړو تښتي او دښمني پشتنو ته ورپاتې کیږي.

  14. تښتیدلی ځیره خورو ته ډاډ
    اول خو دا فکر مه کوی چی ستاسی سپین آسان به ستاسو دبادارانو لخوا در وتړل سی او بیا به مو دنیمه اتومی ګولیو په باران کی کابل ته ور وننباسی. چی ستاسی دا خوب رښتیا کیږی ستاسو دکور جت به لویدلی وی او نوی دنیا به جوړه وی.
    که مو نوی بادار پیدا کړ کوم کی چی ملحدین ښه مهارت لری، نو طالبان به بیا ږیره وخروی او ستاسو دجنګ په خاطر به غرونو او بانډو ته لاړ سی. طالبان د بانډو خلک دی او هغه خلک یی تاییدوی.
    لیږ فکر وکړی. تاسو په رښتیا هم داسی عقیده لری چی بیا به راځی؟ په کومو سترګو؟ شرم ښه ده. طالبان چی داولی سختی دوری نه وروسته ملت ونازول بیا به هم نازول کیږی. په آرامه خپله ځیره وخوری او نور ترخه خوبونه مه وینی.

    • غنی خان بابا وایې:
      زه غني د ملا عقل ته حیران یم
      د دوزخ په لار روان او جنت غواړي
      په نړۍ کې انسانان په دوه ډوله دي، یو هغه چې د فرایضو او سنتو ترڅنګ خیر الناس وي. بله ډله د تیارو ملګري او په هر څه کې د افراط، غلو او اغراق تر څنګ په ځناورتوب تکیه کوي. جهل تري د افراط او تفریط تر څنګ د جرح او تعدیل وړتیا اخیستي او په تورو تیارو په سې منډي وهي.
      ستا په څیر ستا وارد سوي مشران تر غوږو جاهلان نا معلوم او مجهول الهویت کسان دي. هیبت الله د ای آیس ای ته د غلامي ثابتولو لپاره د خپل شل کلن زوى په سینې پوري له باروتو ډک واسکټ وتاړه او په هلمند کې خر مرګي تر سره کړی وو. ستا غلام مشر چې داسې وي نو له تاسو څخه هیڅ ګیله ندي په کار. په لویه پکتیا کې قومونه ډمانو ته خلیفه خطاب کوي. ستا حقاني او استاد ګلزمان د تره زامن او په قام مسلمان دي. د خپل ډمتوب د ثابتولو لپاره یې په ځان د خلیفه نوم ایښي. که زما خبره کې هرڅوک شک کوي نو حقانیانو ته د ورشي او د خپل نصب د ثابتولو لپاره دي په ځدراڼو کې خپل تربرونه خلکو ته وښایې؟ بس یو څو ډمان او د کمزوري نصب خلک ای آیس اي را ټول کړي یاست او د خپلو تشنابونو بد رفتونه درباندي صفا کوي. دا کار اصیل خلک نکوي.
      ما ته حوري غلمان مه څنډه نور بس دي ترلیب جانه
      سړیتوب په تا کې نسته، جهنم کې به خمار شي

  15. غنی خان بابا وایې:
    زه غني د ملا عقل ته حیران یم
    د دوزخ په لار روان او جنت غواړي
    په نړۍ کې انسانان په دوه ډوله دي، یو هغه چې د فرایضو او سنتو ترڅنګ خیر الناس وي. بله ډله د تیارو ملګري او په هر څه کې د افراط، غلو او اغراق تر څنګ په ځناورتوب تکیه کوي. جهل تري د افراط او تفریط تر څنګ د جرح او تعدیل وړتیا اخیستي او په تورو تیارو په سې منډي وهي.
    ستا په څیر ستا وارد سوي مشران تر غوږو جاهلان نا معلوم او مجهول الهویت کسان دي. هیبت الله د ای آیس ای ته د غلامي ثابتولو لپاره د خپل شل کلن زوى په سینې پوري له باروتو ډک واسکټ وتاړه او په هلمند کې خر مرګي تر سره کړی وو. ستا غلام مشر چې داسې وي نو له تاسو څخه هیڅ ګیله ندي په کار. په لویه پکتیا کې قومونه ډمانو ته خلیفه خطاب کوي. ستا حقاني او استاد ګلزمان د تره زامن او په قام مسلمان دي. د خپل ډمتوب د ثابتولو لپاره یې په ځان د خلیفه نوم ایښي. که زما خبره کې هرڅوک شک کوي نو حقانیانو ته د ورشي او د خپل نصب د ثابتولو لپاره دي په ځدراڼو کې خپل تربرونه خلکو ته وښایې؟ بس یو څو ډمان او د کمزوري نصب خلک ای آیس اي را ټول کړي یاست او د خپلو تشنابونو بد رفتونه درباندي صفا کوي. دا کار اصیل خلک نکوي.
    ما ته حوري غلمان مه څنډه نور بس دي ترلیب جانه
    سړیتوب په تا کې نسته، جهنم کې به خمار شي

  16. دغنی دی ګور تنګ سی چی همداسی دکفر اثار یی پریښی دی.
    امارت تښتیدلی ډیر قهرولی دی. ولی نه؟ عیش او عشرت څینی پاتی سو. بیرته په کفر کی ‌ذلیل سول. او هغه دغلا اموال یی په خطر کی دی.
    دملاهبت الله نه قربان دزوی په شهادت یی افغانستان ته آزادی ورکړه. هر مسلمان یی قدردان دی. کافر ورته ډیر ځکن دردیدلی دی. مونږ ددوی درد احساسولی سو.

    • هلته نورو د کلیو بانډو خلکو طالب جاهل ته د شپې ځای او ډوډۍ ورکوله په زرګونو انسان پکښې ووژل شول ، مونږ خو قیاس کاوو چې طالب به مو ازاد کړي او عدالت به راشي خو خبر نه وو چې طالب د علم او ښځو دوښمن دی او لکه خر مونږ یې پاخه په لغته ووهلو ! وایې دخره مینه لغته وي !!

    • نالت دې پر دې امیر شي چې اولس ندی لیدلی ! کونه یې ورکړې شرمیږي ؟؟ او که کوم بل ځناور له پنجابه مقرر دی ! امیر خو په اولس کې ګرزي خبرې کوي ، لکه عربی امیران ! لکه لنډ ساری یې ملا عمر هغه دیکولنګ جنګ ته په موټر کې سپور لاړ ، د جمعي لمونځ یې ورکاوو ، میلمانه یې منل چای یې درته اچاوو او خبرې یې ورسره کولې له رادیو ګانو سره یې انتر ویوګانې کولې ! داد غوا زوی خو لکه د خره غیڼ په ځوړ ننوتلی دی او نه راوځي !!

  17. جاهله ثابته، بس اوس تا خپل ځان ښه تشریح کړو چې ته څومره ظرفیت لري. ته پرون هم د پنجاب غلام وي ، نن هم د پنجاب کثافاتو ته ناست یې او سبا به یې هم د پنجاب د کثافاتو بوجي در په شاه وي. خیر ما نه خو څه ندي پاتې ځکه زه اوس هم همدلته یم او چې بیا یې وخت راسي نو انشاءالله ستاسو پوځي به په ځمکه ګیل ماله کړم. هیبت الله د زوی له خرمرګي وروسته د بلوچستان د قچلاغ سیمې د جومات په انفجار کې واصف الجهنم سو. دا کوم میړه مو چې راوستي هغه پاکستاني جنرال دي. د مدرسو له مفعولانو څخه څه ګیله ستاسو غره د پنجاب په لاس کې دي. د پکتیا په قوم مثلي حقاني هم نن ومنله چې پنجابیان یې باداران او د خرمرګو روزنکي وو. تاسو ته شرم دی چې د ازادي په هکله خبري کوي، ستا سو خزي او بې ادبي معاف کوني او غري دواړه له پنجاب سره ګروي کړي. تاسو د ترحم وړ نه یاست. پاتې شوه لوى غني بابا، د هغه د کوڅي د لیوني سپۍ بلا دروازه.
    د ملا نه مې تپوس وکړو ما ویل ملا صاحب جنت به څه وي
    هغه په خیټه لاس وهه ویل یې توره حلوا او د شیدو رودونه

    په اخر کې وایې
    ویل یې ای د لا مکان خاونده
    په خپل مکان کې خپل اختیار جنت دی
    غنی د دغه لیونتوب په نامه
    که نار وي نار که دار وي دار جنت دي
    جاسوسه دغه ته د ازادی فلسفه وایې له غنی خان نه زده کړه.
    اوبخښه ما اشتباه وکړه خره خو د فلسفی غنی په کلام نه پوهیږي.
    خره او پوهه دوه متضاد مصدرونه!

  18. ثابت :په آرامه خپله ځیره وخوری او نور ترخه خوبونه مه وینی.
    Saabet: I can assure you that a lot of Afghans earn their own living working and that include Poet Jahani Saheb residing in America. There is no free money in America. Some of us are more successful than most Americans. Please Answer this, Why Taliban receiving $40 million a week?

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب