تاند (پنجشنبه، د حمل ۱۰ مه) حاضردمه په مسافري جټ الوتکه کې له اروپا څخه تر استرالیا پورې هوايي سفر لږترلږه ۲۰ ساعته وخت غواړي.
خو د سویس یوه کمپنۍ هڅه کوي چې دا سفر په هایپرسونیک (تر غږ جټکه) الوتکه کې څلورو ساعتونو ته رالنډ کړي.
د سویس دستینیوس (Destinus) کمپنۍ یوه هایپرسونیک الوتکه، چې په هایدروجن چلیږي، جوړه کړې او له څو کلونو راهیسې یې ازمېښتي الوتنې پیل کړي دي.
د یورو نیوز د راپور له مخې، دې کمپنۍ تازه اعلان کړی چې ټول ازمېښتونه یې بریالي وو.