جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهروسیه: د افغانستان کړکېچن وضعیت د شانګهای سازمان غړي هېوادونه ګواښي

روسیه: د افغانستان کړکېچن وضعیت د شانګهای سازمان غړي هېوادونه ګواښي

تاند:( جمعه، د حمل ۱۱ ) د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پاتروشیف د شانګهای د همکاریو د سازمان په غونډه کې وویل: د افغانستان وضعیت نه یوازې کړکېچن دی، بلکې د یوه اوږدمهاله کړکېچ په توګه یې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د امنیت لپاره ستر ګواښونه او خطرونه رامنځته کړي دي.

پاتروشیف وویل په سیمه او ځانګړې توګه افغانستان کې له ترهګرۍ او نشه یي موادو سره مبارزه د روسیې له عمده غوښتنو څخه ده.

د «تاس» د راپور له مخې، د روسیې د امنیت شورا سرمنشی زیاته کړه: د افغانستان وضعیت دې له نږدې وڅیړل شی، ځکه چې په دغه هیواد کښې حالات بې ثباته دی او په دغه هیواد باندې د طالبانو د واکمنۍ له دوام سره سره، دغه بې ثباته وضعیت دوام لري.

د پتروشیف په وینا، افغانستان د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د امنیت لپاره په ځانګړې توګه د ترهګرۍ، غیر قانوني وسلو او نشه یي توکو قاچاق، غیر قانوني کډوالۍ او د افراطي افکارو د خپراوي په برخه کې ستر ګواښونه او خطرونه رامنځته کړي دي.

هغه د افغانستان د اقتصاد د بیا احیا لپاره د امریکا متحده ایالات او د ناټو غړي هیوادونه مسؤول وبلل او څرګنده یې کړه: په هر صورت په سیمه کې د امریکا او ناټو پوځي شتون به د زغملو وړ نه وي.

په افغانستان کې د طالبانو رژیم په ځلونو د افغانستان له خاورې سیمې او نړۍ ته د خطرونو د پېښیدو اندیښنې او ادعاوې رد کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب