پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهننګرهار: شېرزادو کې یوه قومي مشر د خپلې سیمې لېسې ته اړین...

ننګرهار: شېرزادو کې یوه قومي مشر د خپلې سیمې لېسې ته اړین وسایل وپېرل

تاند:( جمعه، د حمل ۱۱ )  په ننګرهار کې د پوهنې ریاست ویلي، چې په شېرزادو ولسوالۍ کې یوه معارف  پاله قومي مشر د دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د دغې ولسوالۍ د مرکزي لېسې له زده کوونکیو سره د جامو، خطابې مېز، لاوډسپیکر او نورو اړینو اجناسو مرسته وکړه.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د رژیم د پوهنې رئیس مفتي حبیب حضرت حقاني د یاد شوي قومي مشر له مرستې مننه کړې او ویلي، چې دا مرسته د ۲ سوه زره افغانیو په ارزښت شوې ده.

طالبانو د یاد شوي قومي مشر نوم نه دی اخیستی.

د شېرزادو ولسوالي د ننګرهار له ډېرو نا امنو ولسوالیو څخه وه، چې د جمهوري نظام خلاف د طالبانو د جګړو له امله یې خلک له زده کړو او نورو امکاناتو تر ډېره حده لیرې پاتې وو.

1 COMMENT

  1. د شیرزاد ولسوالی وروسته تر کامی، مشرقی ولایتونو کې د علم، معارف او پوهې برخه کی دوهم ځای لري. د دې خلکو دا ویاړ بس دی چی د ارواښاد پوهاندډاکتر بازمحمد شیرزاد په شان علمی څیره یی ټولنی ته وړاندی کړی وه. ارواښاد امریکا کی دوکتورا کړی وه او یوه امریکایی پوهنتون کی یی تدریس هم کړی و، بیا د کابل پوهنتون د کرنې د پوهنځی پروفیسور و. ټول پوهنتون ورته درناوی درلود. شیزاد ولسوالی د ساینس نورو ځانګو لکه طب او فارمسی کې هم لایق کسان ټولنی ته وړاندی کړی دی، د دی ترڅنګ اجتماعی علومو لکه ادب. دینی پوهه(شرعیاتو) او ښوونی او روزنی کی هم د لایقو کسانو د لرلو ویاړ لری. د دوی په شتون موږ له لوی پیغور څخه خلاص یاستو چی وایی پښتون دتعلیم او پوهی دښمن دی. بلکی د شیرزاد ولسوالی کې ډیرو خویندو هم تعلیم کړی او د خپلو ښځینه وطنوالو خویندو خدمتونه یی کړی دی. د قومی مشر دغه لوی کار ټول شیرزادو ته ویاړ وباښه الله پاک دی د دی روژې په برکت لوی اجر او ثواب ورته نصیب کړی. په دې کار سره یی جنت ګټلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب