جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهطالبان: د « کابل جدید» ښار غصب شوې ځمکې تصفیه کوو

طالبان: د « کابل جدید» ښار غصب شوې ځمکې تصفیه کوو

تاند:( جمعه، د حمل ۱۱ ) د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني  د «کابل جدید» ښار د غصب شویو ځمکو د تصفیې په اړه د هڅو د پيل خبر ورکړی.

د نوموړي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې اړه دغه طالب وزیر ځینو نورو اړوندو ادارو او چارواکو سره غونډه کړې.

سرچینه وایي په غونډه کې پریکړه وشوه، چې هر څه ژر باید د دواړو وزارتونو متخصصین او انجنیران د تصفیې د پیلولو په موخه ګډه کاري طرحه جوړه کړي.

طالبانو ویلي، چې یاده طرحه به د ځمکو له غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمېسیون سره شریکه او د هغوی له تایید وروسته به پرې عملي کار پيلوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي هوډ لري چې د کابل جدید ښار اړوند ټولو ځمکو تصفیه وکړي او څومره ژر چې کېږي د ابادولو په موخه یې عملي اقدامات وکړي.

طالبانو نه دي ویلي، چې د نوي کابل څومره ځمکې غصب شوي او دوی به یې کله د ودانولو چارې عملاً پيل کړي.

 د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د افغانستان په ډېرو سیمو کې د غصب شویو دولتي ځمکو د بیرته ګرځولو خبر ورکړل شوی، چې خلکو یې پراخ هرکلی کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب