پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر د یوناما مشرې ته؛ ټول ګډونه نظام جوړوو، بندیزونه را...

مولوي کبیر د یوناما مشرې ته؛ ټول ګډونه نظام جوړوو، بندیزونه را نه لیرې کړئ

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۰ ) د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په داسې حال کې چې د دوی د سیاسي کمېسیون د غړو(خیرالله خیرخوا او انس حقاني) په ملتیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او ورسره پلاوي سره کتلي دي.

د نوموړي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې ناسته کې، روزا اوتونبایوا د روژې میاشتې مبارکي وویله وې ویل، له افغانانو سره به د ملګرو ملتونو بشري مرستې دوام وکړي.

هغې همداراز، د افغانستان د ستونزو حل لپاره پر خبرو اترو او تفاهم ټینګار وکړ زياته يې کړه، ملګري ملتونه به په دې برخه کې هڅې وکړي.

مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د ملګرو ملتونو له بشري مرستو مننه وکړه وې ویل، بشري مرستې باید په سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړل شي. افغانستان د ملګرو ملتونو له فعالو غړو څخه دی او هیله ده د نړیوالې ټولنې یو فعال هېواد پاتې شي.

هغه وویل: ((  له نړیوالو سره تعامل غواړو، خو ملګري ملتونه باید پر زموږ پر مشرانو او مقاماتو محدودیتونه او بندیزونه ختم کړي، ځکه دې کار د تعامل مخه نیولې ده. په دې برخه کې د یوناما هڅې مهمې دي. موږ ټول شرایط پوره کړي او باید په رسميت وپېژندل شوو.))

د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ډاډ ورکړ، چې افغانستان به د هیچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي او نه به چاته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې اجازه ورکړي. نوموړي وویل، د افغانستان خاوره به د هيچا پر ضد ونه کارول شي.

مولوي عبدالکبير زياته کړه، دوی په ډیالوګ باور لري، خپلو سیاسي مخالفانو ته یې بښنه کړې، افغان شخصیتونو ته یې د بېرته راستنېدو زمینه برابره کړې او تر اوسه دا پروسه ښه پرمخ روانه ده.

دغه طالب مقام ویلي، چې طالبان په ټولګډونه نظام باور لري او غواړي د تخصص پر اساس ټاکنې وکړي.

هغه دا هم ویلي چې، داعش یو نړیوال ګواښ دی، خو طالبانو یې په افغانستان کې ريښې وچې کړې دي.

د طالبانو دغه مقام، چې تر نورو ځان منځلاری ښيي په ځلونو ورته څرګندونې کړي، خو عمل کې لیدل کیږي چې طالبانو پر خپلو خبرو د عمل په تړاو د افغانانو او نړیوالو باور نه دی ترلاسه کړی.

1 COMMENT

  1. امبرسرۍ میخې اوس دې عقل کار وکړ چې دایره درباندې راتنګه ده. نړیوال د نجونو ښونځي پرانستل غواړي، هغوی ته د کار اجازه ورکول غواړي خو تاسو سړیو لپاره هم کار نلرئ خلک مو د لوږې مړه کړل. د ټول ګډونه په مانا پوهیږې ملا ګډونه یې مقصد ندی. ځئ لاړ شئ چیرته د جومات کنج کې کینئ او ګډوله د چاندې خواړه خورئ تاسو د حکومت سره څه کار. هر څه مو وشرمول. ټول خلک درنه په تیښته دي. ستاسو دپاره جومات هم ښه ندی بیا به د ناپوهه خلکو په ذهنونو کې د تش په نوم جهاد، الهاد او کفر مفکوره پیچکاري کوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب