سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+استخباراتي جګړه; طالبان په اول وارڅرنګه واک ته ورسېدل ؟  

استخباراتي جګړه; طالبان په اول وارڅرنګه واک ته ورسېدل ؟  

۶مه برخه
استادشهسوارسنګروال
د طالبانو پاڅون په داسې مهال منځته راغی چې په ټول افغانستان کې سيمه ييزو جهادي قومندانانو واک چلووه ، له پاټکونو نيولې تر حکومتي مقامونو پورې د هر تنظيم ونډه څرګنده وه اوهغه ډله د ډېر واک او ځواک څښتنه وه چې هم يې ډېرې پيسې درلودې او هم ډېرې وسلې.
طالبانو چې وليدل په ټول افغانستان کې خپل سري قومندانان په ډول ډول فسادونو کې ښکېل دي ، بې ګناه خلک وژني، د هېچا سر او مال خوندي ندی، د بې ناموسۍ، بې پتۍ او نورو ناوړه کړو وړو له لاسه د افغانستان ولس تر پوزې رسېدلی دی، ڼو طالبان پدې پوهېدل چې زموږ د قدرت او پرمختګ لپاره عيني او ذهني شرايط برابر دي، نو ځکه خو يې څو پرلپسې ناستې د پېښور په يکه توت، نوبهار او د جنوبي پښتونخوا په بېلابېلو (کوټه) سيمو کې ترسره کړې، بيا يې يو څه وسلې او پيسې لاسته راوړې او لومړی يې تریوه بریده د پاکستان په مرسته په سپين بولدک بريد وکړ، ورورو مخ په کندهار شېوه شول.
طالبانو چې په ۱۳۷۳ کال د اوړي په موسم کې خپل وسلوال بريدونه پيل کړل، داسې اوازې او انګازې خپرې شوې چې طالبان د سولې لښکر دی، د ملګرو ملتونو لخوا هڅول شوي دي، دوی د پخواني پاچا محمد ظاهر ځواک او د هغه لپاره کار کوي، دوی پاچاهي نه غواړي، بلکې غواړي په هېواد کې سمسکی راولي … خوکله چې د افغانستان حالات کابو کړي بيا بېرته خپلو مدرسو ته ستنېږي، د دوی يې له حکومت سره څه؟ ډېرې دا رنګه ګروېګنې او انګېرنې د خلکو په منځ کې په ډراماتيکه توګه خپرې شوې.
د طالبانو په څو پرلپسې ناستو کې د پېښور او کوټې يو شمېر ديني عالمانو هم ګډون درلود، چې موږ د ساري په توګه د پېښور مولوي حسن جان يادولی شو.
ده له مولوي محمد نبي سره له پخوا نه اړيکې درلودې ، له ملا محمد عمرسره يې هم پېژند ل اودا چې ولې ملامحمد عمر د طالبانو مشر وټاکل شو؟ د دې يو ستر لامل دا وه چې نوموړي هغه مهال له جهاد نه لاس واخېست چې شورويان ووتل ، نو ځکه ده جومات او مدرسې ته مخه کړه.
ده بې ضرورته خبرې نه کولې، د ډېر ځغم څښتن وه ، تل به يې د طالبانو په يووالي ټينګار کاوه، د لوړې تقوا څښتن وه… ښايي نور استخباراتي لاملونه به هم و خو دی په سر کې دېته تيار نه و، چې اميرالمومنین او د طالبانو مشر وټاکل شي.
ولې ده له دېنه د مخه کله چې مجاهدين کامياب شول د کندهار د ميوند په سنګسار کې يوه وړه شانته مدرسه جوړه کړه او ورورو يې له طالبانو سره اړيکې پراخې شوې.
هغه مهال چې پاکستان غوښتل د مينځنۍ اسيا هېوادونو په تېره له ترکمنستان سره سوداګريزې اړيکې ټينګې کړي له توکو ډک يو کاروان هغه هېواد ته ورسوي، طالبانو ته يې د وسلو او پیسو د مرستې ټټر وواهه، د شوروي له وېشلو وروسته نوي خپلواکۍ ته رسېدلي هېوادونه زړه نازړه وه چې په چا ډډه ولګوي؟ دا ځکه چې دوی دومره سياسي، اقتصادي او پوځي وړتيا نه درلوده چې د ودې او پرمختګ جوګه شي.
لوېديځوالو په سر کې امريکې وېره درلوده، نه چې د مينځنۍ اسيا هېوادونه يو ځل بيا د مسکو او پيکن لمنې ته وغورځېږي، نو همدا لامل وه، کله چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير نصيرالله بابر، پخوا تر دې چې د توکو کاروان د ترکمنستان په لور رهي شي کندهار، هلمند او هرات ته سفر وکړ او په دغه سفر کې نه يوازې يوه پاکستاني پلاوي ګډون درلود، بلکې له بابر سره د امريکې، برتانيې، اېټاليې او چين سفيران هم مل ول.
پاکستان د چين استازی ځکه په دې پلاوي کې ګډ کړی وه چې دوی د چين هېواد خپل پياوړی متحد ګاڼه. که څه هم امريکې ته دا ډاګيزه شوې وه چې چې اوس روسيه او چين د امريکې له يوه قطبيتوبه وېره لري او پدې تړاو يې خبرې اترې هم پیل کړې وې.
بې نظير بوټو چې کله د ترکمنستان د خپلواکۍ په دويمې کليزې کې ګډون کړی وه د يوه تړون له مخې چې د دواړو هېوادونو تر منځ به سوداګريزې اړيکې پراختيا او پرمختيا مومي… نو د پاکستان لومړۍ وزيرې په دغه ترڅ کې له عبدالرشيد دوستم، والي اسمعيل خان او د شمال د پوځي شورا له رییس سره وليدل چې د سوداګريزو توکو د لېږلو امنيت، د لارې په اوږدو کې خوندي کړي.
د پاکستان د چارواکو او د آی-اس-آی د هلوځلو سره سره بيا هم د کندهار په تخته پل کې يوه سيمه ييز واکمن منصور اڅکزي لخوا هغه کاروان چې په ۳۵ لاريو بار توکي لېږدول لوټ او چور کړ.
طالبانو ډېر زر منصور اڅکزی کلابند کړ او د پاکستان د وسلو او پیسو په زور يې يو د بل پسې سيمې لاندې کړې او ګوډ او مات کاروان يې په ۱۹۹۴ کال د نوامبر په مياشت کې منځنۍ اسيا ته ورسوه او دا ځکه کندهار يې د همدې مياشتې په سرکې نيولی و.
طالبانو له دغه بري وروسته چې په کندهار کې يې ډېرې سپکې او درنې وسلې ترلاسه کړې او کله چې د رباني په سپارښتنه ملا نقيب اوولس زره کلانشيکوفونه ورکړل، لا پیاوړي شول ولې بېدرېغه يې د ۱۳۷۳ لېږدي کال د دلوې تر ۲۶ نېتې پورې زابل او غزني تر خپلې ولکې لاندې راوست.
په ميدان ښار کې، احمدشاه مسعود د هغوی د هرکلي لپاره تیاری ونيو او د روان کال په پای کې د طالبانو له استازو ملا بورجان، ملا محمد رباني، ملا ترابي، ملا غوث، ملا احسان الله، رییس عبد الواحد او يو شمېر نورو سره وليدل.
له اوږدو خبرو اترو وروسته مسعود په ډېر درناوي خپله تومانچه له بډې را وويسته او د ملابورجان په مخ کې يې کېښوده.
د دې مانا په ظاهره کې دا وه چې ګني زه د طالبانو غورځنګ ته تسليم شوم، ولې له دې څخه ريښتينې موخه دا وه چې اوس د دې وخت دی چې لومړی د حکمتیار زور اوبه کړي.
برهان الدین رباني هم د مخه په کندهار کې ملا نقيب او د هغه مرستيال خان محمد ته سپارښتنه کړې وه چې له طالبانو سره مرسته وکړي او هغوی هم امر لالی ځغلوي، د سر کاتب عطامحمد ځواکونو ته ماته ورکوي او منصور اڅکزی په دار ځړوي.
ملا بورجان د مسعود د خبرو په ځواب کې وويل:
– خلکو نه وسلې ټولوو.
– د کمونستانو پر وړاندې جنګېږو.
– د هېواد په شمال ځکه بريد کوو چې رشید دوستم وځپو.
بيا نو مسعود په پای کې وویل:
– زه تاسو ته ښه راغلاست وايم.
– زموږ او تاسو موخه يوه ده!!
بيا يې له تومانچې سربېره طالب استازو ته شل ميليارده افغانۍ هم ورډالۍ کړې،که څه هم هغه وخت افغانۍ دومره ارزښت نه درلود ځکه چې په بوجېیوافغانۍ له روسې نه هم دوستم اوهم احمد شاه مسعود ته راتللې …طالبانو په شپږو مياشتو کې يو د بل پسې اوه ولايتونه لاندې کړل.
خو د طالبانو د بري لويه نښه هغه داوه چې په کندهار او هلمند کې ټانګونه، توپونه، ان الوتکې، په زرګونه سپکې او په سلګونو درنې وسلې ترلاسه کړې.
هغه مهال چې طالبانو چار اسیاب ونيو او د حکمتيار ځواکونه سروبي ته په شا و تمبول شول، نو بيا د طالبانو ځواکونه د کابل د ښار پولو ته ورسېدل.
ولې د کابل د نيولو دمخه يې له کندهاره نېولې تر هرات پورې او له کندهار نه بيا را واخله تر غزني او ننګرهار پورې يو د بل پسې دغه پراخې سيمې د خلکو په پراخ ملاتړ ونيولې.
ملاعمر په ډېرې هوښيارۍ لومړی خبرې له دې ځايه پيل کړې چې طالبان غواړي «پاټکونه» له مينځه يوسي، دا ځکه چې پاټکونو کې د خلکو چور روان وه، خلک پکې بې پته او بې عزته کېدل، ان په مرګ ګواښېدل.
د طالبانو غورځنګ له يوې خوا د خلکو ملاتړ ترلاسه کړ او له بلې خوا يې پاکستان ته وښودل چې طالبان د دې وړتيا لري چې ټول هېواد کابو کړي.
د پاکستان نېشن Nation خپرونې پدغه وخت کې وليکل چې زموږ د خپرونې دوه تنه لوړ رتبه چارواکي طالبانو سره له سپين بولدک نه تر کندهاره پورې ملګري ول. دغو دوه تنو خبريالانو دغه خبره په ډاګه کړه چې د پاکستان سرحدي ملېشې له طالبانو سره ملګرې وې.
په دې تړاو او داسې انګېرنې هم شته چې د کوېټې د آی اس آی يو تن غړی کرنيل امام په کندهار کې له دوی سره مېشت و او د ده په سلا او مشوره يې پوځي چارې څارلې.
طالبانو چې کندهار ونيو، خلکو ته يې وويل: ږيرې پرېږدئ، تلوېزيون مه ګورئ، موزيک بند، ښځې پرته له خپل شرعي محرم نه له کوره نشي وتلی او دا رنګه لسګونه سپارښتنې کولې اوپه دې تړاوددوۍ یوشمېرهاندې هڅې يادولی شو.
طالبان د کابل په لور،
طالبان لا په کندهار کې د خپل واک او ځواک په پراختيا بوخت وه چې د ملاعمر د تنظيم حرکت انقلاب اسلامي يوه پخواني قومندان قاري بابا چې د رباني لخوا د غزني والي ټاکل شوی وه د حکومت په سپارښتنه له طالبانو غوښتنه وکړه چې غزني ته راشي.
ګلبدين حکمتيار چې د سرکاتب عطا محمد له برخليک نه خبر شوی وه چې رباني غواړي دی د طالبانو د ګذار نښه کړي، نو په دې بنسټ يې خپل ځواکونه غزني ته واستول چې د طالبانو مخه ډب کړي، خو ماته يې وخوړه او طالبانو د جنورۍ په ۲۶ نېټه (۱۹۹۵ ز کال) غزني ونيو.
دمخه مو وويل چې په ميدان وردګو کې چې طالبانو له احمدشاه مسعود سره وليدل او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ، نو طالبانو بيا لوګر ته مخه کړه او په ډېرې اسانۍ يې لوګر لاندې کړ.
حکمتيار په دې پوهېدلی وه چې رباني او مسعود په دې لټه کې دی چې د اسلامي ګوند وسلوال د طالبانو سره په جګړه کې ښکېل کړي، نو ځکه خو يې د فبرورۍ په ۱۳ (۱۹۹۵) نېټه چار اسیاب پرته له جګړې نه خوشی کړ او طالبانو چې له لوګر نه حرکت وکړ، د احمدشاه مسعود وسلوال چاراسياب ته ننوتل او هلته ځای پرځای شول.
ولې بيا هم طالبانو ډېر زر له لوګر نه راواخله تر چاراسیاب پورې دغه ټوله سيمه د دلوې د مياشتې تر ۲۵ (۱۳۷۳ ل کال) مې نېټې پورې ونيوله.
دغه پېښې په داسې وخت کې را مينځته شوې چې د جمعيت اسلامي، اتحاد اسلامي او وحدت اسلامي ترمينځ خونړۍ جګړې روانې وې او د کابل ښار يې په سرو وينو ولړه.
د چاراسیاب له نيولو درې ورځې مخکې د مسعود او عبدالعلي مزاري د وسلوالو تر مينځ دومره يوه سخته خونړۍ جګړه شوې وه چې په سلګونو کسان ووژل شول، په سلګونو ټپيان او په سلګونو ښځې بې پته او بې عزته شوې وې او ان د سرې مياشتې روغتون هم زيانمن شو.
مزاري چې خبر شو د ده متحد حکمتيار چاراسياب پرېښود، همدا راز ده هم خپلې مورچلې طالبانو ته خوشې کړې او دشتې برچي په سيمه کې شاتګ وکړ.
د شورای نظار جنګياليو هم له دې وخت نه ګټه واخسته لکه د چهار اسياب غوندې هغو سيمو ته ننوتل چې د درې کالو په شاوخوا کې د سيالو غاړو لخوا د «تاجکانو او هزاره ګانو» د جګړې نوم ورکړ شوی و ونيولې، يو ځل بيا يې د هغوی کورونه لوټ کړل او د کسات او غچ لپاره يې ډېرو ښځو ته بې عزتي واړوله.
د سياف او مزاري وسلوال هم د سوني او شيعه په نوم يو دبل مرګ ته تږي ول ، يو د بل مرګ يې مباح ګاڼه ځانو ته يې شهيدان او نورو ته يې مردار ويلې.
طالبان هم د جګړې ډګر ته را ودانګل، مزاري يې کندهار ته په لاره د يوې پېښې په ترڅ کې (۸) تنه
د ده پلويان او شپږ طالبان ووژل شول، دا پېښه د مارچ په ۱۴ نېټه اعلان (۱۹۹۴) شوه.
لومړنی جګړه چې د طالبانو او د اسلامي جمعيت تر مينځ پېښه شوه د حوت د مياشتې شلمه نېټه وه (۱۳۷۳ ل کال) ، چې د کابل په جنوب لوېديځ کې ونښته، او دواړو غاړو ته درانه زيانونه واوښتل.
د حوت د مياشتې په ۲۱ او ۲۲ نېټه کې يو ځل بيا د دواړو وسلوالو ډلو تر منځ خونړۍ جګړې ونښتې او طالبان له هغو سيمو په شا وتمبول شول چې د اسلامي وحدت لخوا ورته پرېښودل شوې وې.
د نظار شورا نه يوازې دغه سيمې ونيولې، بلکې يو ځل بيا يې هزاره ګانو ته ځاني، مالي، مادي او معنوي ډول ډول تاوانونه واړول، ان دا چې ډېرې ښځې يې ترې يرغمل کړې.
سره د دې چې په کابل کې د طالبانو او اسلامي جمعيت تر مينځ نښتې روانې وې، په فراه او هرات يې هم دومره درنه اغېزه وکړه چې په پای کې طالبانو يو د بل پسې فراه، پکتيا، پکتيکا، لوګر… او نورې سيمې لاندې کړې.
له ټولو مهمه دا چې طالبانو په ۱۳۷۴ کال د سنبلې وږې په څوارلسمې (۵ سپتمبر ۱۹۹۵ کال) نېټې هرات هم ونيو او اسمعيل خان د هرات والي ايران ته وتښتېد.
اسلامي جمعيت اعلان وکړ چې هرات د ای اس ای لخوا د کرنيل امام په سپارښتنه ونيول شو ، نوهمدا لامل وه چې يوه ورځ وروسته د سنبلې په پنځلسمه (۱۵) نېټه کابل ښاريانو د نظار شوری په سپارښتنه د پاکستان سفارت وسوزوه.
یوشمېرافغانانو اوجمعیتیانوبه کرنيل امام ته د انګرېزانو کرنيل «لارنس» ويلې اوداځکه چې ده د هرات د طالبانو له مشر ملا یار محمد سره ښې اړيکې درلودې.
طالبانو په ډېرې پوځي ځيرکتيا په کابل باندې د خپل واک لپاره زمينه برابروله او د کابل ادارې ته يې پوځي او اروايي اندېښنې پيدا کړې وې، هرات يې ونيو، مخ په بادغېس وخوځېدل، چاراسياب يې ونيو، ورپسې يې ننګرهار کونړ، لغمان، هماغسې له تګاو نه تر باګرامه پورې را ورسېدل، چې په پای کې کابل داسې يوازې کړ چې په لږو سرښندنو يې د سپتمبر په ۲۷ نېټه د شپې د يوې بجې په شاوخوا کې د اسلامي جمعيت جنګياليو ته ماته ورکړه او کابل يې ونيو.
برهان الدين رباني، احمد شاه مسعود او په پای کې د دوی د حکومت ټولو پوځي او اداري لوړپوړو چارواکو په تېښته، له کابل نه پښې سپکې کړې.
له اسلامي جمعيت سربېره، اتحاد اسلامي غړي د سياف په مشرۍ چې د دوی متحد وه اوله رباني سره یې داخون المسلمین زړې اړیکې هم وې ،هم له مسعود سره وتښتېدل، جنرال فوزي هم کابل پرېښود.
 د اسلامي وحدت مشر عبدالعلي مزاري چې د پرلپسې جګړو له بابته (شورای نظار او اتحاد اسلامي سره) کمزوری شوی وه له طالبانو سره د جګړې جوګه نه وه، نو ځکه خو د خبرو لپاره چې له طالبانو نه خپل ملاتړ څرګند کړي چار اسياب ته د تللو تکل وکړ، په لاره کې طالبانو ونيوه او لاس تړلی يې د څرخي الوتکې په وسيله مخ په کندهار روان کړ چې په لاره کې مزاري له يوه طالب وسلوال نه کلشنکوف ترلاسه کړ چې په پای کې دی له خپلو ملګرو او په الوتکه کې سپاره طالبان د يوې لنډې جګړې په ترڅ کې ووژل شول.
 الوتکه په غزني کې را کښته کېږي او له هغه ځايه دهغه پلویا ن د مزاري جنازه مزار شريف ته وړي او هملته خاورو ته سپارل کېږي. ( نوربیا )

3 COMMENTS

  1. دښاغلۍ سنګروال صیب د کور ودان وی ښه لیکنه یی کړی ده او داسی لیکنی ډیر وخت پلټنو او ځیرنی ته اړتیا لری او د هر چا کار هم ندۍ، د يوي پيښي څخه پایله را ایستل زړه، دماغ او پوهه غواړی او بله دا چی یوه لیکنه د هغی د لیکوال لاسوند دۍ چی ټولنی ته وړاندی کړیدۍ او لوستونکی د هغی پر بتسټ پریکړه کوی نو باید د پيښو په منځته راتلو او وخت او ممکنه لاملونو باندی ډیر دقت او ځیرنه پکار ده!.د افغانستان په اوسنی وخت کی د سواد کچه لوړه شویده مګر غمیزه دلته ده چی زیاتره ځوانان کتاب یا نه لولی او یا خو یی بیخی لږ لولی، او بله لویه غمیزه دغه ده چی په اوسنیو لیکنو کی تر ډیره حقیتونه پټ او یا د خپلو موخو مطابق لیکل شویدی او ځنی داسی لیکنی بیا منفی انګیرنی منځته راوړی، دلته زما مطلب د سنګروال صیب لیکنه نده بلکه عمومی خبره ده دغه لیکنه ډیر څه پځان کی لری. خو زه یوڅه ورباندی زیاتول غواړم او هغه داچی: تر اوسه پوری د افغانستان ټول ګوندونه او تنظیمونه وارداتی دی او ددی خاوری له بطن څخه ندی را پورته شوی نو پهمدی خاطر د دوی پیاز پدی خاوره ریښې نشی ځغلولۍ! او بله ځانګړنه یی دغه ده چی دلته حزبونه،تنطیمونه تل یو دبل په وړاندی په یوه وخت کی را پیدا شویدی(اخوانیان او چپي حزبونه) او دریمه ځانګړنه یی هماغه دپښتو او غير پښتو ورسره ده (خلق او پرچم، حزب اسلامی او جمیعت اسلامی، افغان ملت او ستم ملی….) ،طالبان هم لدی قاعدی مستثنی ندی. کچیری داسی وویل شی چی طالب هم د انګلیس او غرب طرح وه او ده نو څه به پکښي ووایو: زه د همدی خبری لپاره لاندی دلیلونه لرم: لومړۍ که کوم چا د بچهُ سقاو د پاچاهۍ فرمان لوستۍ وی (په انټرنيټ کي شته) نو د سقاو د فرمان او دطالبانو د کردار او فرمانونو تر منځ هیڅ توپیر نشته! د تاریخ پحواله د سقاو زوی د انګلیسانو لخوا حمایه کیده او د طالب پروژه هم د دوی طرح وه او ده . دوهم: که چا ته یاد وی د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په مهال د امریکی د بهرنیو چارو وزیره (مادلین البرایټ) لومړی کابل ته راغله او دهغه د طالبانو د رییس الوزرا سره لیدو کتو وروسته پنجشیر ته ولاړه او هلته یی بیا د مطبوعاتی کنفرانس په ترڅ کی دا سی وویل: له هغی وخته چی د طالبانو تحریک منځته راغلۍ دۍ له هغی مهاله د امریکا لخوا د افغانستان اړوند بودیجه دوه چنده شویده! تردی واضح څرګندونی بیا په ديپلوماسۍ کی نه راځي. او بله د علی مزاری خبره: ما مخکی هم پدی باندی لیکنه کړی وه چی علی مزاری د غزنی ولایت د شهباز د دوکانونو سره نیږدی د نوغی او قره باغی (د هزاره ګانو کلۍ) د کلیو په لاره د طالبانو سره د مخامخ جنګ په ترڅ کی وژل شویدۍ او ټولټال په هماغه هلیکوپتر کی دوه هزاره ګان (علی مزاری او بل ملګرۍ یی) دوه طالب ساتونکی او دوه پیلوټان وو. او داکیسه بیا همالته هغه ژوندی پاتی شوی طالب وکړه او کیسه داسی وه: د غرمی نه وروسته د ماسپښين وخت وو چی هلیکوپتر د اسفندی د کلی سره د سرک په سر تیره شوه اود ډزو اوازوه ځني راتلل، نیږدی نیم ساغت وروسته چا احوال راووړ چی د شهباز د دوکانو سره هلیکوپتر لویدلی ده. موږ هلته په خپل موټر کی ورغلو که ګورو چی طالبان ولاړ دی دا طالبان د کندهار نه د تشکیلاتی انتقالاتو په ترڅ کی کابل ته تلل او ټول په فلاینګ کوچونو کی راوړل کیدل، همدی طالبانو کیسه کوله چی دغه دوه کسان (علی مزاری او هغه بل ملګرۍ یی) د دغی کلی (نوغی کلۍ) خواته روان وو او د دغه (علی مزاری) ټوپک په اوږو داسی نولۍ ووه لکه د شپانه لرګۍ، چی موږ ژغ ورباندی وکړو چی ودریږه او دوی بیا همدلاسه په مځکه پروت اجرا او ډزی یی شروع کړی او په پایله کی په مرمیو لګیدلی او مړه شول،د هلیکوپتر ژوندۍ پاتی طالب وویل چی دغه دوه کسان (علی مزاری او هغه ملګرۍ یی) موږ ته راوسپارل او ټینګار یی وکړ چی له دوی سره ښه رویه کوی دغه(علی مزاری) میلمه دۍ، همدا طالب خبره پسي وِغځوله او وه ویل چی موږ د همدغی یوه کس(اشاره یی علی مزاری ته وه) لاسونه ور وه نه تړل ،نو کله چی هلیکوپتر د غزنی د ښار په سر تیریده دی سړی (علی مزاری) د هیندارو څخه د باندی هری خواته کتل او بیا کرار کیناست خو لږ وروسته یی راټوپ کړو زما ټوپک یی راڅخه حمله کړو او سمدلاسه یی هغه زما ملګرۍ طالب وویشت او بیا یی زما لاس را وتړل او د پیلوټانو دروازه یی ورټکوله چی خلاصه یی کړی،پیلوټانو دروازه خلاصه نکړه هماغه وو چی د هلیکوپتر د منځه یی د پیلوټانو په سیټ ډزی وکړی او د ښي لاس پیلوټ (دغه د ښي لاس پیلوټه خبره طالب ونکړه بلکه اشاره یی هغی لوری ته وه) ټپی شو او هلیکوپتر دسرک په څنګ کی په بیړه کیناسته او دغه دوه کسان له هلیکوپتر بیرون راووتل او مخ دی خواته ( دنوغی او قره باغی کلی) روان شول لږ شانی وروسته د کندهار د تشکیلاتو کاروان راغی او بیا دغه پيښه وشوه. په طالبانو کی هیچا هم دغه کسان نه پيژندل او همدا سوال یی کولو چی دا کسان څوک دی؟ زموږ سره د همدی کلی (اسفندی) یو کارمند ورغۍ او او علی مرازی پړ مخی پروت وو کله چی یی د هغی مخ را واړوه نو وه یی پيژندو او بیا زموږ خواته راغۍ او وه یی ویل دغه یو خو علی مزاری دۍ چی پلنګی جمپر یی پځان وو. کله چی د تشکیلاتو طالبانو دا خبره واوریده ټولو یو اوبل ته ویل: یو دا خو مزارۍ دۍ! بیا یی موږ ته وویل چی تاسو دومره همکاری وکړی چی موږ د غزنی په ښار کی دوری (هلته) هزاره ګانو ته احوال ورکوو چی راشی او خپل مړۍ یی یوسی او طالبانو بیا خپل مړ طالب او یوزخمی پیلوټ او بل جوړ طالبا روغ پیلوټ له ځان سره واخیستل او ولاړل. موږ نیږدی یونیم ساعت نور هم انتطار ناست وو چی د غزنی څخه دوه بای فور پیک اپ موټر راغلل او ټول شپږ کسان پکښي سپاره وو ،ډیر ډاریدل له سلام وروسته حیران ولاړ وو نو زمو محلی کارمند چی د همدی وطن سړۍ وو ورته وویل چی یاالله څه ته ګورۍ خو مړی موټرو ته پورته کړۍ او پخپله یی د علی مزاری لاس ونیولو او پډی ترتیب یی هغه دوه کسان یی پهماغه دوو موټرو کی وسره پورته کړل اوزموږ محلی کارمند له راغلو هزاره ګانو څخه خواهش وکړو چی دغه جمپر یی که ستاسو اجازه زه له ځانه سره ساتم او هغوی هم اجازه ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب