تاند:( چار شنبه ، د حمل ۳۰ ) د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر مولوي اميرخان متقي، د افغانستان لپاره د پاکستان له سرپرست سفیر عبيدالرحمن نظاماني سره لیدلي.
نظاماني تازه له شاوخوا څلور میاشتیني ځنډ وروسته بیرته کابل ته را ګرځیدلی او خپله دنده یې پيل کړې ده.
هغه د پاکستان پر سفارت له یوه ډراماتیک برید وروسته، چې مسوولیت یې ظاهراً داعش ډلې پر غاړه واخیست، له افغانستانه وتلی و.
مولوي متقي دغه پاکستاني ډيپلومات ته د ښه راغلاست ترڅنګ هيله څرګنده کړه، چې د نوموړي بېرته راتګ به د دواړو هېوادونو ترمنځ په ډيپلوماتيکو اړيکو ښه اغېز ولري.
طالب وزیر همدارنګه د پاکستان په کراچۍ کې د یو شمېر افغان بنديانو خوشې کېدل یو ښه ګام وباله او غوښتنه يې وکړه، چې پاتې نور بندیان هم تر را روان اختر مخکې آزاد شي.
متقي همداراز د پاکستان سرپرست سفیر وهڅاوه، چې افغانانو ته د ويزو د ورکړې په بهير کې شفافيت رامنځ ته کړي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان لپاره د پاکستان سرپرست سفیر هيله څرګنده کړه، چې په بېرته را ستنېدو سره به يې د دواړو هېوادونو اړيکو کې ښه والی راشي او زياته يې کړه، چې سفارت به يې طالبانو سره په ګډه د ويزو د ورکړې په لړۍ کې د اسانتياوو رامنځته کولو پر يوه ميکانيزم کار وکړي.
پاکستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره افغانانو ته د ویزو ورکړه ستونزمنه کړې او ویل کیږي، چې له دې امله په تور بازار کې د پاکستان د ویزو بیه تر یو نیم زر امریکایي ډالرو رسیدلې ده.
هر اشغالګر هیواد په اشغال سویو سیمو کې د خپل ځان په فرمایش استازي لیږي. دا په واقعیت کې د پنجاب کورنر دي.
تاسو به دا نه وي اوریدلي چې یو وزیر د سفارت له ټیټ رتبه مامور سلامي ته ورغلي وي؟
جاسوسی او غلامي توره وي او که سپینه! قضاوت په تاسو؟
وتنوالو سترګي خلاسي کړئ دا نا ولی (عبيدالرحمن نظاماني ) چي په دي عکس کي پورته وينئ دا اسلي ملا هيبت لله ده