جمعه, مې 3, 2024
Home+د پاکستان حالات په کومه خوا روان دي؟/ ګل محمد نوری

د پاکستان حالات په کومه خوا روان دي؟/ ګل محمد نوری

د پاکستان د سیاسیونو، مدني فعالانو او خبریالانو ویناوو ته چې ګورم ماته د افغانستان د «اسلامي جمهوریت» د سقوط نه مخکې حالات را په یاد شي، د دوی ژبه، ادبیات، پرېکړې او محتوا کټ مټ لکه زموږ له تېر جمهوریته چې را کاپي شوي وي. هماغسې سیاسي غوبل، رسنۍ او خبریالان هماغسې ګډوډ غږیږي، د جمهوریت او ډموکراسۍ د نجات شعارونه او د ائین «اساسي قانون» په چوکاټ کې ولس ته د آزادۍ او ډموکراسۍ خبرې کېږي.

یوه نظریه ده چې فقر سره دیني تمایل زیاتېږي، په ټولنیزه برخه کې خیبر پښتونخوا کې ږیرې او په سنتو برابر نفوس ډېر شوی، د نجونو مدرسې او دیني مصروفیات اوج کې دي. (ټ ټ پ) موازي دولت، تشکیلات او مسوولان اعلان کړي دي، اخطارونه، چاودنې او تښتونې زیاتې شوي.

اکثره پاخه نړیوال تحلیل ګران پدې اتفاق لري چې پاکستان داځل داسې سیاسي او اقتصادي بحران کې ننوځي چې د تېر دوه ځلې په څیر ورڅخه نشي وتلی. لویدیځ دوه ځلې پاکستان له حتمي ماتې څخه ژغورلی، یو ځل پر افغانستان د شوروي د یرغل پرمهال او بل ځل د ۲۰۰۱ نه وروسته پېښې پلمه شوې چې عمر یې اوږد شي.

یو قوي تحلیل دا دی چې پاکستان نور د پخوا په شان دوه مخې لوبه نشي کولای یا به د چین او روس ایتلاف کې شاملېږي یا به غرب سره پاتې کېږي. منځ منځ کې تګ نور نشته.

دغه حالاتو پورې د پاکستان او افغانستان د پښتنو د راتلونکي یووالي برخلیک هم تړلی دی. دا یوازې پاکستان نه بلکې پښتانه او پښتانه ملتپال هم باید خپل لوری معلوم کړي چې دې منځ کې کوم طرف نیسي.

په لویه کې پښتانه منورین دوه درې لارې لري:

د پاکستان د حکومت او پوځ خوا به نیسي او که د (ټ ټ پ):
منځ منځ کې تګ نشته، یا به قرار کینې.

اول، که پوځ د پاکستان ټول واک هم پښتون ته حواله کړي، پښتون به دا قرضدار ملک په څشي ساتي؟ دا معامله هم سخته ده دلته په بل غم اوړي.

که (ټ ټ پ) وکولای شي پوځ او پاکستان مات کړي، د پښتون د یووالي دښمن ختم خو په بل دښمن چې ټالېېب دی اوړي.
ارام کېناستل ځکه ښه دي که پوځ مات شو او په ټالېېب وواوښتو، نو ټالېېب زموږ خپله پدیده ده یوه ورځ به یا اصلاح او یا چپه شي

خو د پښتون اول هدف له ایټم بم، پوځ او پاکستان څخه خلاصیدل دي.څلورمه لار چې ډېره سخته ده له دې ټولو سره ډغرې او سر وهل دي.

نن می په یوتیوب کی د اوکراین د جګړی د کلیزی په مناسبت د ښاغلی پوتین وینا ولیده او واریده.

د نړی حالات د بدلون په حال کی دی ( ښه یا بد او خواږه یا ترخه) خو داسی ښکاری چی د امریکی قدرت د تنازل په حال کی دی او ” شرق ” د یو نوی ابر قدرت پتوګه ظهور کوی خصوصاً که د اوکراین جګړه د مسکو په ګټه تمامه سی.

د چین او هند او روسئی اقتصادی ګډی هڅی به د ” غرب ” استعماری سیوری کمزوری او د سیمی وضعیت به هم بدلون ومومی . ( که عمومی نتیجه مثبته وی) نو د نوی غښتلی ” شرق ” د کمربند سوریان ( پاکستان او افغانستان او منځنی آسیا) به هم فعّاله او ګټی به تر لاسه کړی بناً پدی پراخه شرقی پروژه کی د پاکستان د احتمالی یا حتمی مثبت شراکت او ددی شراکت د مثبتی نتیجی د مخنیوی په موخه د داعش او پاکستانی طالبانو د تمویل او تجهیز او تحرک پروژه په کار اچولی سویده.

د ایران او طالبانو تر منځ د تعامل نوی انکشاف ( په تهران کی د طالبی سفیر حضور ) هم ممکن د چین – روس – هند – ایران – افغانستان – منځنی آسیا او حتی جنوب شرقی آسیا د اقتصادی ګډو ( ګټورو ) هڅو د چکټیا لامل وګرځی.

البته دا فقط یو ساده او ناپخته تحلیل دی او تحلیل الزاماً د عقیدی د اشتراک معنی نلری.

1 COMMENT

  1. پاکستان د تجزیی خواته ورو ورو ور غړی بله لار نه لری . پاکستان نور غربیانو ته اړین نه دی ځکه چی نړۍ د څو قطبی کیدو لوری ته روانه پریښی پاکستان به پر څو برخو ویشی کیږی او غرب هم څو نورو نویو برخو ته اړتیا لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب