پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته د سیاف خبرداری؛ ځان او هېواد ناوړه پایلو او بربادۍ...

طالبانو ته د سیاف خبرداری؛ ځان او هېواد ناوړه پایلو او بربادۍ سره مخ کوئ

تاند: ( جمعه، د ثور ۱۴ مه) د طالبانو خلاف ترکیه کې مېشت یوه پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د طالبانو رژیم ته خبرداری ورکړی چې خپلو مخالفو لوریو سره په خبرو افغانستان کې سوله راولي؛ کنه په وینا یې دوی او هېواد دواړو ته به ناوړه پایلې ولري او هر څه به بربادۍ سره مخ کړي.

سیاف په خپله فیسبوک پاڼه کې دا خبرداری ورکړی، خو نه یې دي ویلي چې داسې خبرداري په کوم ډاډ طالبانو ته چې پر ټول افغانستان واکمن دي ورکوي.

ښاغلي سیاف لیکلي:  ټول په ګډه د اسلامي اصولو او منل شویو انساني ارزښتونو په چوکاټ کې د نظام د ولسي کولو، د هغه د تایید او د ملت د رضایت په لور حرکت وکړئ. د ملت د اندېښنو او کړاوونو لرې کولواو د خلکو دردناک حالت پاى ته رسولو په وړاندې خپل لوی، دیني او ملي مسؤلیت ادا کړئ.

دغه پخوانی جهادي مشر، چې د جمهوري نظام په شل کلنه دوره او ان د ډاکټر نجیب الله د حکومت له سقوط وروسته تر اوسه د شمال ټلوالې له محوري ملاتړو و؛ اوس د دغې ټلوالې د یو زیات شمېر نورو غړو په شان ترکیه کې جلاوطن دی او « د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا» په اډانه کې په انلاین ډول فعالیت کوي.

یاده شورا د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ په شاوخوا درې کلنه موده کې بیا- بیا له طالبانو غواړي چې دوی سره د سولې خبرې وکړي او په واک کې یې ور ګډ کړي، خو طالبانو یې غوښتنې رد کړي او ویلي چې دا څېرې نورې« سوزیدلې او بدنامې » دي او که دوی یې قدرت کې شامل کړي، د ملت مخالفت سره به مخ شي.

له دې سره، یو شمېر افغان څارونکي پر پخوانیو جنګسالارانو د طالبانو او پر طالبانو د پخوانیو جنګسالارانو ملاحظې دواړه تاییدوي او وایي چې افغانان د دغو دواړو هم شانو لوریو له یرغملتونه خلاصون او د یوه قانونمند، ولسواک او ملي نظام تر چتر لاندې ژوند غواړي.

5 COMMENTS

  1. سیاف هغه منافق شیخ الشیطان دناتو ملا او د امریکایانو کلیسا پرس ده سیاف منافق ټولو ته معلوم ده چی یو لوی غل لندغر او اختطاف ګر انسان ده دا لکه بګیل سپی بیایې نس خالې شو د اختطاف او غلاو خیال پلو وهې دا د ملت رټل شوې غل نور اعتبار نلرې او دې باید په دا نجسه خوله د اسلام او اسلامی نظام نوم وانخلی

  2. کوستیزنه کابل د په وینو رنګ کړ د ناټو ملاچرګکه نه شرم نه حیا او اسلامیت ستا په کثیف وجود کی شته الله د غیبی په ګوتو ورکه لغنت ستا په تربیه شه

  3. یو خو احساساتي خبري دئ ، او بلې خوا ته که وکتل شئ نو معلومیږي چې د پرده تر شاه یو څه روان دئ، د سیاف په شخصیت ، کړو او وړو نه غواړم څه ولیکم خو دومره ویل غواړم چې دې سړې ٥٠ کاله سیاست کړي، په حکومتونو کې پاتي سوي او ژوره سیاسې او اوپراتیفي پوهه لرئ. داسې کس چې کله هم څه وایې باید له پامه ونه غورزول شئ. د ټرلیب له وحشت نه نور ملت پوزه ته راغلي.

  4. دی خبيث نجس قاتل د شمال لنډغرو سپی، دعربو دلال دحمیدګل ګلټير داشغال شغال دناټو مرده ګاو (عبدالعرب رزیل سیاف) توره ږيره په جنایتونو قتلونو فسادونو رنګ رنګ رزالتونو کی مالوچ کړه…
    دده پليد مردار مړی هم بايد افغانستان ته پرينښودل شي.
    رزيل سياپه! چا بيا دهډوکو وعده درکړی، خو له هډوکو مخکي به عزرائیل درباندی چاپه ولګوي انشاالله،

  5. ای ساده افغانانو ، د سیاف خیلو ، ګلبدین خیلو ، محقق خیلو ، برهان الدین خیلو او ددی په شان نوروغلامانو او همدارنګه په هدایت تښتیدلۍ دوکتور اشرف غنی او په کابل کښی په هدایت پاتی ستر خاص جاسوسان لکه شیطان قندهارۍ او ډبل عبدالله بی له امریکا اجازی د ادنا لفظ افادی حق نلری همدارنګه دا ډول غلامی د غلامو قاتلو کمونیستانو له خوا د دوی ستر رهبر ظالم روسیی مقابل کښی هم موجود وو !!!!

    امریکا + غربی نړۍ غواړی چی دا رنګارنګ عناصر خپلو شاوخوا کښی محکم وساتی او نظر ضرورت ته د بدلون راوستلو لپاره !!!!
    روسیه او چین هم ډیر فعال دی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب