یکشنبه, جولای 7, 2024
Homeخبرونهتالندې او پړانګ په غور او نورستان کې ۲۰۰ څاروي مړه کړي

تالندې او پړانګ په غور او نورستان کې ۲۰۰ څاروي مړه کړي

تاند: ( جمعه، د ثور ۱۴ مه) د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، د غور د چهارسدې ولسوالۍ په خورنج کلي کې تالندې ـ برېښنا ۱۶۰ سره څاروي له منځه وړي دي.

د چهارسدې ولسوالۍ د اطلاعاتو او کلتور مدیر عبدالرشید رحیمي ویلي، چې دغه پسونه د غره په لمنه کې د څړ په حالت کې وه، چې یاده پېښه رامنځته شوې ده.

ورته وخت کې یو غرني پړانګ د نورستان ولايت مرکز پارون په مدینه کلي کې تيره شپه ناوخته د رفيع الله په نوم د يو مالدار ۳۰ سره پسونه  داړلي او وژلي دي.

نورستان یو غرنۍ ولايت دی، چې په غرونو کې یې ډیر وحشي حيوانات ژوند کوي،او  وخت ناوخت په ناڅاپي بریدونو کې مالدارانو ته زیانونه اړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له زیان لیدونکو اغېزو د ډېرو متاثرو هېوادونو له ډلې ګڼل شوی او وخت په وخت پکې د دغو اغېزو له امله د مرګونو طبیعي پېښو خبرونه خپریږي.
چاپېریال پوهان باور لري، چې واکمن رژیم او خلک باید د وحشي ژویو او چاپېریال ساتنې په برخه کې مسوولانه چلند ولري، کنه افغانستان به نور هم له چاپېریالي او طبیعتي پلوه بد وضعیت سره مخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب