شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهبې پولې خبریالان: افغانستان د مطبوعاتو په ازادۍ کې ۲۶ درجې شاتګ...

بې پولې خبریالان: افغانستان د مطبوعاتو په ازادۍ کې ۲۶ درجې شاتګ کړی

تاند(جمعه، د ثور ۱۵ مه) د بې پولي خبریالانو ټولنه ‘RSF’ وايي چې د خبریالانو د مرګ ژوبلې او نیونو له امله افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې ۲۶ درجې شاته تللی دی.

د دې ټولنې د معلوماتو پر اساس، افغانستان د رسنیو د ازادۍ د شاخص پر بنسټ په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي چې افغانستان د ۱۸۰ هیوادونو په منځ کې له اریتیریا او سوریې وروسته په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په فهرست کې ۱۸۷م ځای لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یو شمېر کورنیو رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې رسنۍ د یوه قانون په چوکاټ کې د فعالیت ازادي لري خو ده دا چوکاټ واضح نه کړ. د طالبانو حکومت په نړۍ کې یوازینی حکومت دی چې اساسي او نور مدون قوانین نه لري او وايي چې شریعت یې قانون دی.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا سفارت، چې د قطر له دوحې فعالیت کوي، په افغانستان کې د خبریالانو پر نیونو او ځورونو اندېښڼه ښوولې او ویلي چې دې کار په دغه هېواد کې د حکومت د فعالیتونو په اړه معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی دی.

په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ماموریت د عمومي اړیکو مدیر او ویاند ماریو کریفو، د مې میاشتې د دریمې، د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې زیاته کړې، تر دې ډير ناهیلې کوونکی، په افغانستان کې د خبریالۍ په ډګر او رسنیو کې د ښځو د شمیر کموالی دی.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د مې میاشتې د درېیمې یا د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو د کار قدردانی کوي، چې د ملت د خبر ساتلو لپاره تر ډېره په خطرناک حالت کې هم خپله هڅه کوي. په اعلامیه کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایووا په وینا لیکل شوي، د خبریالانو کار د یوه باخبره او سوکاله ملت لپاره مهم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب