سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهملا فضل الرحمان: پاکستان کې جمهوریت نشته، پوځ نمایشي پارلمانونه جوړوي

ملا فضل الرحمان: پاکستان کې جمهوریت نشته، پوځ نمایشي پارلمانونه جوړوي

تاند: ( جمعه، د ثور ۱۴ مه) د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان وروسته له هغې چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې یې ماتې وخوړه، د یوې نوې وینا پر مهال د پاکستان پر پوځ او بنسټونو توندې نیوکې کړې دي.

هغه ویلي، چې دغه هېواد کې جمهوریت نشته او پوځ پکې نمایشي پارلمانونه جوړوي او له منځه وړي.

دغه پاکستاني ملا پر پوځ دا تور هم لګولی چې د امنیت ساتلو پر ځای د حکومتونو په جوړولو او ورانولو بوخت دی.

فضل الرحمان تر دې مخکې هم د پاکستان وروستۍ ټاکنې له درغلۍ ډکې ګڼلې وې او پر ضد یې خبرې کړې وې

د هغه منتقدان بیا وایي، چې دی او نور مذهبي سیاستوال په داسې خبرو خلک تېر باسي او نه پریږدي چې نور پاکستاني سیاستوال په رېښتیا د پوځ او استخباراتو پر وړاندې خلک منظم کړي.

فضل الرحمان او نور مشهور پاکستاني ملایان ټول له مودو راهیسې د پاکستان پوځ او استخباراتو ته په کار کولو او د همدې ماموریت له مخې د مذهبي فتواوو په خرڅولو تورن شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب