سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپه یوه میاشت کې پاکستان د ۷۷ حملو شاهد و

په یوه میاشت کې پاکستان د ۷۷ حملو شاهد و

تاند(جمعه، د ثور ۱۴ مه) د پاکستان په اسلام اباد کې د یوه څېړنیز انستیتیوت پر اساس، په تېر اپریل میاشت کې په دغه هیواد کې د وسله والو په ۷۷ حملو کې د ۳۱ امنیتي ځواکونو په ګډون ۷۰ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو د انستیتیوت د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې ۶۷ ملکیان او امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

د دې انستیتیوت پر اساس، تر ټولو ډېر بریدونه په خیبرپښتونخوا کې شوي. د ټولو حملو په سلو کې ۷۳ په خیبرپښتونخوا، ورپسې بلوچستان او بیا پنجاب کې شوي دي.

د دې راپور له مخې، په بلوچستان کې ۱۶ او په پنجاب کې ۴ او په سند کې یوه حمله شوې ده.

دې ته په کتو چې په وروستیو څو میاشتو کې کابو هره ورځ د بلوچستان بېلتون غوښتونکي، د بلوچستان د ازادۍ پوځ، بریدونه کوي، داسي ښکاري چې په پاکستان کې د بریدونو شمېر تر دې خورا زیات وي.

د دې اسلام اباد مېشتي انستیتیوت د راپور له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د وسله والو مخالفانو پر ضد ګڼ بریدونه کړي چې په لړ کې یې ۵۵ مشکوک وسله وال مخالفان وژل شوي او ۱۲ تنه نیول شوي دي.

په مارچ میاشت کې لږترلږه ۷۷ تنه امنیتي ځواکونه او ملکیان د پاکستان د حکومت د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې وژل شوي وو.

1 COMMENT

  1. د افغان بیړۍ دی غرقوله
    خپل سمندر دی طوفاني سو.
    عبدالرشید دی په دا خوا نه بدوئ. د تا د مدرسو چړیان د افغانانو ندي خوښ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب