شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسیګار: امریکا د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته افغانستان ته تر...

سیګار: امریکا د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته افغانستان ته تر ۱۷ میلیارد ډالره ډېره مرسته کړې

تاند (جمعه، د ثور ۱۴ مه) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش دفتر (سیګار) په وروستي درې میاشتني راپور کې ویلي چې د افغانستان د جمهوري حکومت له پرزېدو او د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د امریکا متحدوایالتونو افغانستان ته تر ۱۷ میلیارد ډالره ډېره مرسته کړې ده.

د سیګار په دې راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې په دې پیسو کې ۲ اعشاریه ۸۰ میلیارده بشري او پراختیايي مرسته او په سویس کې د افغانستان د بیارغونې بسپنې ته درې نیم میلیارده ډالره هم شامل دي.

سیګار زیاتوي، د امریکا متحدو ایالتونو ۵ اعشاریه ۳۶ میلیارد ډالره د افغان کډوالو د ملاتړ په شمول بشري چارو ته ځانګړي کړي وو.

پر دې سربېره امریکا د افغانستان بانک درې نیم میلیارد ډالره کنګل کړې پیسې په سویس کې د افغانستان بسپنې ته لیږلي دي.

د سیګار په دې راپور کې د داعش د فعالیتونو یادونه هم شوې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر وايي، د داعش د خراسان څانګې د حملو دوام په دې اړه اندېښنې زېږوي چې افغانستان به بیا د ترهګرو پر ځالې بدل شي.

سیګار په خپل درې میاشتني راپور کې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو او نورو هیوادونو ته د دې ډلې د ګواښونو یادونه کړې ده.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش دفتر ویلي چې داعش د تاجکستان په شمول د منځنۍ اسیا د هیوادونو اتباع جذب کړي خو له دې سره سره تر اوسه څرګنده نه ده چې هغه کسان، چې د مسکو د کنسرت پر هال یې برید وکړ، په افغانستان کې روزل شوي وو او یا له افغانستانه ورسره ملاتړ کېده او که نه.

3 COMMENTS

  1. دا مطلب په ښه او واضحه توګه نه دی لیکل شوی نو لوستونکی هم تیروځی.
    دغه اولس میلیارده د طالب لاسته نه دی لویدلی بلکه په دی کی دوی هغه ۳.۵ میلیارده کنګل شوی شتمنی چی د سویس بانکونو ته انتقال شوی هم شاملوی. همدارنګه د ۲۰۲۱ کال راهیسی امریکا د وړل شوو مهاجرینو مصرف هم پکی شامل دی.

    ما په دی وروستیو کی یوه ډیر سترګی پرانیستونکی مستند فلم ولید د تیاره نړۍ تر عنوان لاندی چی څنګه غربی استعمار د وسلو د تولیدوونکو او پلورونکو تر تاثیر لاندی اوس هم دوام لری
    لطفا ویی ګورۍ او د ملګرو سره یی هم شریک کړۍ، ځکه چی مونږ باید خپلی سترګی خلاصی کړو، د خپل هیواد او خلکو په ارزښت وبوهیزو
    https://www.youtube.com/watch?v=YFTUoQ39SJA&ab_channel=BestDocumentary

  2. ۱۷میلیارده ډالر یعنی ۱۷۰۰۰میلیون ډالر .
    خو بیا هم کیدای شی د دغی مودی د جنګ له مصارفو دا ډالر ډیر کم او ثمره یی امریکا ته ډیره زیاته وی.
    په همدی اساس ځینی ګاونډی او خاصتا روسیه او ایران د طالب پر وړاندی روښانه او ثابت دریځ نلری خو بالاخره ډالری شیوخ چي اوس په ډالرو روږدی شوی نور د دی عادت پریښودل به ورته ګران او نا ممکن وی.
    داچي مخکی انګریزانو ملایی او پیری کوله اوس امیری کوی ددی اجرت هم شیوخ کرام په ډالرو اخلی او دا ښیی داسی مزدوران هم پیدا کولی شو چي د بما انزل الله نه بغیر د اسلام په نامه داسی بلاوی درباندی مسلطی کړو چی تاریخ کی سابقه ونلری نه دولت وی او نه انسانیت بلکی د مدرسو تر نامه لاندی برګ انډوخر ؛ او د ملت فرار او تدریجی مرګ یا یوه صوبه د مدرسه یی ملیشو .
    راځم د متقاعدینو حقوقو تهّ، اصلا تقاعد کی د طالب برخه نشته نو ځکه دا نه منی ؛هماغه طنز معروف رښتیا شو :چي دی مرحوم نور څه ویلی وو .
    خو که دوی وغواړی دا د متقاعدینو حق د ماهانه فیصدی نه هم ورکولی شی ،مثلا که اوس طور اوسط یو میلیون مامورین معاش اخلی او د هر مامور نه دوه زره افغانی ماهانه وضع شی نو د میاشتی په خزینه تقاعد کی دوه زره میلیونه افغانی جمع کیږی نو په ۱۲ میاشتو کی یو متقاعد هم بی برخی نه پاتی کیږی ،که کار اهل ته یی وسپارل شی
    ورنه انتظروا الساعه .
    دبخاری حدیث شریف وایی : کله چي امانات ضایع شی نو د قیامت انتظار کوی او د اماناتو له ضایع کولو مراد ، کار نااهلو ته سپارل دی
    .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب