تاند (شنبه، د ثور ۱۵ مه) امریکايي رسنۍ وايي چې د امریکا متحد ایالتونه پر خپلې یوې نوې جنګي بیړۍ د (هلمند ولایت) نوم اېښی دی.
د امریکا د متحدوایالتونو د سمندري ځواک وزیر کارلوس ډیل تورو اعلان وکړ چې دا بیړۍ چې په اوبو او مځکه کې کار کوي هلمند نومیږي چې د افغانستان یو ولایت دی، هغه ولایت چې امریکايي پوځیانو پکې د تلپاتې ازادۍ (Operation Enduring Freedom) عملیات کړي وو.
امریکا تر دې پخوا هم پر خپلو جنګي بیړیو د دوهمې نړیوالې جګړې د جبهو نومونه ایښي وو.
په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ م کال په هلمند کې شاوخوا ۲۵ زره امریکايي او ۱۰ زره بریتانیايي پوځیانو د لسګونه زره افغان پوځیانو په ملګرتیا پراخ عملیات وکړل. د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې د مارجې ولسوالۍ ونیوله.
د ۲۰۰۲ او ۲۰۲۰ ترمنځ د امریکا تر ټولو ډېر پوځیان په هلمند ولایت کې وژل شوي دي.
تاسي ډیر ورته خوشحاله یاست. همدې امریکې د تاسي اشرارو کتابي ورور په هلمند کې کلي له خاورو سره برابر کړل. دغه خو ستاسي د طاغوتي جهاد په شروع کې ورته کتابي ورور ویل 😡
د ملالی دا ټپه (که په میوند کی شهید نه شوی خدایږو لالیه بی ننګی ته دی ساتینه )انګریز دجرمنی په ډول د امریکایانو په ملاتړ د خپلی امپراتوری دماتی بدل یوه نیمه پیړی وروسته غوښتل دافغانانو واخلی ولی د الله تعالی ج په نصرت اود غیورو افغانانو د جهاد په نتیجه کی په شل کاله کی سره د عصری ټکنالوجی او ۵۰ هیوادونو ملاتړ ونه توانیدل د باغران او موسی قلعه په ولسوالیو کی ښپه ټینګه کړی دهلمند نوم به امریکایانو ته دیو ویرونکی نوم په شک
لا تر اوسه یی ماغزه په قلار نه دی چا چا ماسره وهلی سر په سنګ دی یادیږی لکه هندوستان کی چی وایی پټان اګیا
لومړی دا چې د الله ج لعنت دی په هغه چا سي چې، په افغانستان تیرې او حمله کوئ او بیا دی لعنت په هغه چا سي حمایت او ملاتړ یې کوئ. امریکا یا د معامله او یا په زوره له افغانستان څخه ولاړه. په کندهار کې د هیبتې ځناور په نامه د پنجاب ګورنر سره باید څه وسئ؟ افغانستان خو اوس ای آیس ای اشغال کړئ او د تا په څیر خلک یې پیدا کړئ او د پنجابي اشغال ته د خپلواکي پرتوګ وراغوندئ. افغانستان پرون هم اشغال وو او نن هم اشغال که پرون د امریکا اشغال غلط وو ، نو نن د پنجاب اشغال هم د منلو وړ ندئ. دا چې د امریکا په شتون کې تاسو څومره امریکایان او څومره افغانان ووژل دا تاریخ په زړه او د افغانان په مغزو کې ثبت دئ. د امریکایانو په وخت کې تاسو یوه لویشت خاوره کې هم ساه نه شوه اخیستې. بله دا چې، امریکا سره اوربند او د ملي اردو او پولیسو جګړه او جنګ د تاسو په افغانیت او اسلام دلالت کوئ. د نورو جنګسالارانو په څیره تاسو هم د تاریخ توره دوره او ډیر ژر به سوخته مورۍ لقب تر لاسه کړئ. د افغانانو ویاړونه خپل بادار پنجاب ته مه منسوبوي، جنګ افغانستان دفاع پاکستان خو به دي هیر نه وئ.
د یوویشتمی پیړۍ ستر طنز او خندوونکې ټوکه ( د نړۍ په کچه) به دا وی چی مثلاُ هڅه وشی چی د افغانانو او غیر افغانانو ذهنیت داسی منحرف کړی چی ګواکی طالبانو وکولای سوای چی ټولی ناټو ته ماتی ورکړی.
امًا
زموږ د هیواد په کچه لوی سیاسی طنز به دا وی چی د پرچمیانو او کمونسټی ایډیولوژی په لمنه کی روزل سوی کسان د تاریخی – ټولنیز جبر له مخی په یو بل تاریخی پړاؤ کی ځانونه تر پښتون او مسلمان بهتر پښتون او مسلمان وګڼی یا ئې ګڼلی ۇ.
د سیاسي لیکلو او نظر ورکولو وړتیا د جمناسټک لوبې ته ورته دي چې، په آن واحد کې سلهاو مانورونه غواړئ. او ډیر لیکونکي په اپلتو اوتو بوتو د افغانستان په څیر له مغلق سیاست سره مخ هیواد په کږو کوڅو کې جمناستیکي لوبې هڅه کوئ خو هر ټوپ او خیز سره نیم من غول بادوئ.
په افغانستان کې تر ټولو لویه فاجعه او ټوکه د همدغو ګوډاګیو موجودیت دي.
یوه لویه ستونزه دا دي چې، د پردیو ایجنټان او شعبده بازان د روشنفکري او د ملي او اسلام په نامه خاین ممثلان نن د افغانستان د ژغورلو د جریان د کمپاینرانو په صفت یو ځل بیا غواړي د ملت سترګو ته خاوري ور وښیندئ. خو دا ناکامه لوبه نور بازار نلرئ. ټرلیب او بل هر ممثل چې، په دا تمرین اخته ذي سر دی خلاص کړئ.
دا احتمال هم نشی ردیدلای چي د هلمند د تریاکو او یورانمیو په پیسو دا نوی جنګی بیړۍ جوړه کړی وی ؛ولی دوی ګټی پیژنی حتی که غلا او نور ټول ناروا کارونه هم وی چي عاید ولری ،جنګونه جوړول هم د ګټو لپاره پلان کیږی .
همدا د ظالمو ملکانو دستور دی ،که په قراردادونو ونشوه او یارانه ختمه شوه نو بیا د جنګ او غصب قوت او امکانات کاروی ،مګر زموږ ځینی شیوخ د خپلی دفاع لپاره علم او تخنیک مباح یا حرام بولی ، تر څو په و اعدوا لهم ما استطعتم ……. الی اخرالآیه باندی عمل ونشی او دښمن تل بریالی وی ؛نو دا ډول بیانات دښمن ته خدمت دی .
د عبدالرحمان بابا یو بیت دی (چی الله درسره مل نه وی رحمانه که لښکری در سره وی یک تنها یی) تاسی چی کوم نص ذکر کړی دا د دښمن په مقابل کی د ځان مستعد کولو وجوب ثابتوی خو قوی ایمان او د الله نصرت یی لومړی بنسټ جوړوی لکه مونږ د یوی پیړی په اوږدو کی د دری لویو قدرتونو ماته شرمیدل د تش لاسو مجاهدینو په لاس د سر په سترګو ولیدل خو د پاچا خان په شان غلام صفته افغانان اوس هم نه منی