دیګان قوم د تاریخ په پاڼو کې
له داوړ قوم سره د دیګان یادونه او د اوتمانزو قوم په وزیر څانګه کې د دیګانخېل تاریخي ثبت
د مسلمان، افغان، پښتون، دیګان د مخکنۍ مقالې په دوام دویمه لیکنه
ډاکتر محمدهمایون همت
۳ نومبر ۲۰۲۶
د دیګان تاریخ او نوي اسناد
دا لیکنه د دیګان پښتنو د تاریخ په اړه زما د مخکنۍ مقالې دوام دی، چې په بېلابېلو معتبرو مطبوعاتو کې خپره شوې ده. دلته زاړه کتابونه، سیمهییز روایتونه او کورنۍ خاطرې څېړم، څو څرګنده شي چې د دیګان نوم په کومو سیمو کې ثبت شوی او له نورو پښتنو قومونو سره یې کومې اړیکې یادې شوې دي.
د دې لیکنې مرکزي بحث د کونړ، لغمان او ننګرهار دیګان دي؛ ورسره د زرمت، باجوړ، پکتیکا، خوست او وزیرستان یادونې هم څېړل کېږي.
دا اسناد د دیګان نوم د یوه پراخ افغاني او پښتني چاپېریال په منځ کې راښيي. د نوم، استوګنې او ټولنیزو اړیکو دا نښې د کورنیو د تاریخ د لا ښه پېژندلو لپاره ارزښتناکه زمینه برابروي.
د دیګان د پښتني تړاو په بحث کې دوه لیکلي شواهد ځانګړی ارزښت لري:
د ۱۹۱۰م کال قاموس په ۱۲۳ مخ کې دیګان (Deegan) له داوړ قوم سره مېشت یادوي او دیګانخېل (Digan Khel) د دتهخېلو او د اوتمانزو قوم د وزیر څانګې په قومي لړۍ کې ثبتوي.
داوړ قوم او وزیر قوم دواړه په دودیز قومي وېش کې کرلاڼي پښتنو ته رسېږي.
د زرمت د محسنخېلو خپله پښتنه پېژندنه هم یوه بله سیمهییزه نښه ده. هر سند د خپلې سیمې په حدودو کې د دیګان نوم له پښتني ټولنو سره تړي. [۲، ۷، ۱۴، ۱۵، ۱۶]
د کونړ، لغمان او ننګرهار ګډ تاریخي انځور
د ۱۹۱۰م کال «د پښتنو قبایلو قاموس» (A Dictionary of the Pathan Tribes) په ۱۳ چاپي مخ کې د Dehgan تر نوم لاندې کونړ، لغمان او ننګرهار یوځای یادوي؛ زرمت او باجوړ هم پکې راغلي دي. په ۱۲۳ مخ کې Deegan له داوړ قوم سره مېشتې فقیري ډلې ته ویل شوی او Digan Khel د دتهخېلو او د اوتمانزو قوم د دروېشخېل وزیر څانګې په لړۍ کې ثبت دی. دا د ختیځ افغانستان او وزیرستان په پښتني چاپېریال کې د نوم مهمې لیکلې تاریخي نښې دي. [۲]
دا ثبت د سیمو او نومونو د پېژندلو لپاره ډېر ارزښت لري. قاموس د اصل په اړه دا نظر هم رااخلي چې د ختیځ افغانستان له پخوانیو «هندي نژادونو» سره تړاو لري؛ خو د نیکونو کومه لړۍ نه وړاندې کوي. دقت او احتیاط وکړئ: «هندي» په دې عبارت کې د ننني هند تابعیت نه ثابتوي. د استعماري ادارې دغه نومونه او اټکلونه باید د هماغې زمانې له معنا او شرایطو سره ولوستل شي. [۲]
همدا تاریخي ثبت د کونړ، لغمان او ننګرهار د دیګانو د ګډې څېړنې لپاره یو بنسټ برابروي.
د قاموس د ۱۸۹۹م چاپ د کتاب پېژندنه هم راښيي چې د اثر موخه د قومي څانګو پېژندنه وه؛ د کورنیو بشپړ تاریخونه او شجرې یې نه وړاندې کولې. له دې امله د کورنیو خپل اسناد دغه یادونې بشپړولای شي. [۳]
د کورنیو خپلوي او کډوالي
کونړ، لغمان او ننګرهار د دې بحث ګډه جغرافیه جوړوي. د هرې کورنۍ تاریخ د هغې د کلي، خېل، ژبې او معلومو نیکونو د نومونو په رڼا کې ښه پېژندل کېږي. د هرې سیمې د کورنیو جلا ثبت د ګډ تاریخ جزئیات لا بډای کوي.
د خپلوۍ د څېړلو لپاره د دواړو کورنیو د نیکونو نومونه او د وخت سمون مهم دي. د کډوالۍ په روایت کې هم باید د وتلو او رسېدو ځایونه، اټکلی وخت او د روایت سرچینه معلومه وي.
د بېلګې په توګه، د دره نور د جغرافیې په اړه د دانیل بالان (Daniel Balland) څېړنه دا دره د ننګرهار برخه او د کونړ سیند له حوزې سره تړلې بیانوي.
دا د ننګرهار او کونړ ترمنځ څرګند جغرافیایي تړاو دی. په همدې څېړنه کې د بر الینګار له لارې د یوه دیني مشر د راتګ روایت هم شته، خو دغه لیکوال یې ممکنه دیني پیروي له پلارني نسبه بېلوي. دا سیمهییز روایت د لغمان اړوند د تګ راتګ نښه ده، د ټولو دیګانو ګډه شجره نه ده. [۴]
د خدای بخښلي ډاکټر سعید افغاني په لیکنو کې د لغمان دیګان
د خدای بخښلي استاد ډاکټر محمد سعید، چې په «سعید افغاني» مشهور دی، د لیکنو په اړه د الحاج امینالدین سعیدي په راټوله کړې لیکنه کې، چې د ۲۰۱۵م کال د اګست پر دویمه (2 August 2015) په جام غور کې خپره شوې، د لغمان د قومونو په پنځلسمه برخه کې دیګان یا دهکان یاد شوي دي. متن هغوی دريژبي بیانوي او د افغانستان په نورو سیمو کې هم د کورونو یادونه کوي. د لیکنې نسبت د خدای بخښلي ډاکټر سعید افغاني لیکنو ته شوی او راټولوونکی سعیدي دی. [۵]
خدای بخښلی استاد ډاکټر سعید افغاني د کابل پوليتخنیک استاد هم و. د استادانو د اتحادیې په اړه په خپرو شویو خاطرو کې نوموړی د پوليتخنیک د استاد او د اتحادیې د مرستیال په توګه یاد شوی دی. د هغه علمي او تدریسي مخینه دلته د نوم د سمې پېژندنې لپاره راوړل کېږي؛ د لغمان د قومونو اړوند نقل بیا باید له اصلي لیکنې سره پرتله شي. [۱۷]
په دې لیکنه کې هم د لغمان د دیګانو نوم ثبت شوی دی. د دري ژبې یادونه راښيي چې په سیمه کې بېلابېلې ژبې ویل کېږي؛ د ټاکلو کورنیو خپله پېژندنه او تاریخ ورسره یوځای څېړل کېږي. د خدای بخښلي سعید افغاني د اصلي لیکنې له پاڼو سره پرتله به د دې نقل جزئیات لا روښانه کړي. [۵]
ژبه د کورنیو د ژوند او اړیکو مهمه برخه ده. د یوې سیمې په پښتو او د بلې په دري او یا پشهيي غږېدونکې کورنۍ د خپلو روایتونو، اسنادو او ټولنیزو اړیکو په رڼا کې ښه پېژندل کېږي. دا رنګارنګي د ګډ وطن د تاریخ د بډاینې یوه برخه ده.
د دیګاني او لغماني نومونو ژبنی استعمال
دانیل بالان (Daniel Balland) د دره نور د پشهيي ژبې لپاره د «لغماني» او «دهګاني» پخواني نومونه هم یادوي.
د دې وادۍ د محلي ډلو جلا نومونه او د ځینو ساپي پښتنو کورنیو استوګنه هم بیانوي. [۴]
د افغانستان د شنونکو شبکې (Afghanistan Analysts Network — AAN) د ۲۰۲۱م کال د مارچ د درېیمې (3 March 2021) څېړنې څلورم لمنلیک هم د پشهيي ژبې او محلي پېژندنو د بېلابېلو نومونو خبره کوي. [۶]
دا شواهد راښيي چې د «دیګاني» کلمې هر تاریخي استعمال باید د ژبې، ځای او زمانې له مخې وپېژندل شي.
په یوه کتاب کې د ژبې نوم کېدای شي؛ په بل کې د خلکو یا کلي نوم وي. د پشهيي ټولنې تاریخ او خپله پېژندنه هم باید په امانت وساتل شي، لکه د هغو دیګان کورنیو پښتنی هویت چې ځانونه پښتانه بولي.
د ۲۰۲۱م کال یاد راپور د کونړ د یوه پخواني ولایتي پېژندلیک د قومونو په بېلابېلو ډلو وېشلو کې هم ګډوډي یادوي.
د محلي خلکو د نومونو، ژبې او خپلې پېژندنې دقیق ثبت د دغو تېروتنو په سمولو کې مرسته کوي. [۶]
په زرمت کې د خلکو خپله پېژندنه
د افغانستان د شنونکو شبکې د ۲۰۱۹م کال د اګست د ۱۷مې (17 August 2019) راپور د زرمت د کلالګو د یوه مشر له قوله لیکي چې هغه کورنۍ چې ځینې یې تاجک او ځینې یې دهګان بولي، د پخوانۍ فارسي ژبې محسنخېل پښتانه دي او له غور څخه د نیکونو د راتګ روایت لري. دا د یوه محلي مشر ثبت شوی بیان دی. [۷]
د زرمت دا بېلګه د خلکو د خپلې پېژندنې ارزښت څرګندوي او د دیګان نوم له پښتنو کورنیو سره په یوه بل سیمهییز روایت کې تړي. د کونړ، لغمان او ننګرهار له کورنیو سره د اړیکو د څېړلو لپاره زرمت له همدې امله د پام وړ ځای دی. [۷]
دیګان او داوړ قوم د پښتني اړیکو یوه تاریخي نښه
د دیګان او داوړ قوم اړیکه په زړو او معاصرو لیکنو کې یاده شوې ده. د ۱۹۱۰م قاموس د Deegan تر نوم لاندې هغوی د داوړ قوم د محمدخېلو له ملخ او ملېزادو سره مېشت یادوي.
د څېړنې او امنیتي مطالعاتو مرکز (Center for Research and Security Studies — CRSS) د ۲۰۱۸م راپور هم په ۲۰ چاپي مخ کې Digan د بر داوړ سیمې د استوګنځایونو په لړ کې راوړي. نو له داوړ قوم سره د دیګان د نوم او استوګنې تړاو لیکلی بنسټ لري. [۲، ۸]
داوړ قوم څوک دی او په پښتنو کې کوم ځای لري
داوړ قوم (Dawar یا Daur) د شمالي وزیرستان د توچي درې یو پېژندل شوی پښتون قوم دی.
تاریخي مېشتځای یې د توچي پر غاړو د بر داوړ او کوز داوړ سیمې دي. هیو بیټي (Hugh Beattie) د خپل کتاب په ۶ چاپي مخ کې د داوړ قوم دودیزه نسبي لړۍ د شیتک له لارې کرلاڼي پښتنو ته رسوي. یوسف خان جذاب (Yousaf Khan Jazab) د «د شیتکو تاریخ» (The History of Shitak Tribe) په څېړنه کې هم د داوړ قوم یادونه کړې ده. [۱۴، ۱۶]
له داوړ قوم سره د دیګان ثبت ځکه مهم دی چې د نوم او خلکو حضور په یوه معلوم پښتني چاپېریال کې راښيي.
ګډه استوګنه د ټولنیزو اړیکو مهم سند دی؛ د یوې کورنۍ پلارنی نسب بیا د هغې په شجره، یعنې د نیکونو په نوملړ، او کورنیو اسنادو روښانېږي.
په همدې زوړ ثبت کې د مشرانو نومونه هم راغلي دي: د Deegan له ډلې سره غمام شاه (Ghamam Shah) او بدرنګ (Badrang)، او له Digan Khel سره زمه خان (Zamma Khan) یاد شوي دي. دا نومونه د وزیرستان د اړوندو کورنیو د شفاهي تاریخ او زړو اسنادو د پلټلو مشخصې نښې برابروي؛ له ختیځو دیګانو سره یې خپلوي بیا جلا اسناد غواړي. [۲]
د خدای بخښلي وزیر صاحب محمد ګل خان مومند بابا روایت او له اوتمانزو قوم سره تړاو
خدای بخښلی وزیر صاحب محمد ګل خان مومند بابا د کونړ د نرنګ ولسوالۍ په کړمار کلي کې هم اوسېدلی و. زموږ د کورنۍ د روایت له مخې، زما ماما، خدای بخښلي حبیب الرحمن، چې په حبیب خان مشهور او زما د خدای بخښلې مور ورور و، خپل کور او باغ د وزیر بابا او د هغه د کورنۍ د اوسېدو لپاره ورکړي وو. دا ځای زما د خپل ماشومتوب له خاطرو سره هم تړلی دی؛ هغه ګراج ته هم ورغلی یم چې د مومند بابا د موټرو لپاره کارېده. د ځای دا پېژندنه زما خپله خاطره ده، او د حبیب خان پر ځای د وزیر بابا د استوګنې خپور شوی روایت لاندې د پوهاند اسمعیل یون له کتابه هم راوړل شوی دی. الله تعالی دې زموږ دغه مشران وبخښي او جنتونه دې ورپه برخه کړي. [۱۰، ۱۸]
زما خدای بخښلي پلار، میرزا محمد جان، ماته، محمد همایون همت، ویلي وو چې خدای بخښلي وزیر صاحب محمد ګل خان مومند بابا دیګان د اوتمانزو قوم بلل. دا خبره د پلار له خولې رارسېدلې او له نوموړي او د هغه له کورنۍ سره زموږ د کورنۍ د تګ راتګ او تماس یوه خوندي خاطره ده. زما خدای بخښلي پلار او ماما دواړو ماته ویلي وو چې «محمد همایون» نوم راباندې خدای بخښلي وزیر صاحب محمد ګل خان مومند بابا خوښ کړی و.
د ویونکي او راوي نومونه معلوم دي. د دیګان د کورنیو له شجرو او زړو اسنادو سره یې پرتله کول به د دې تړاو جزئیات لا روښانه کړي. [۱۰]
پوهاند محمد اسمعیل یون د خپل کتاب په درېیم څپرکي کې، د «د محمد ګل خان وروستۍ لیدنه» تر سرلیک لاندې، د خدای بخښلي استاد محمددین ژواک یادښت رااخلي.
ژواک د حبیب خان پر ځای د وزیر بابا د استوګنې او له کابله نرنګ ته د هغه د لیدو لپاره د خپل سفر یادونه کوي. په همدې لیدنه کې مومند بابا هغه د پښتو او ولسي ادب خدمت ته هڅولی و. یون د دې روایت سرچینه د ژواک د ۱۳۷۰ لمریز کال یادښت ښيي. [۱۸]
په دې خپاره شوي روایت کې د حبیب خان نوم او نرنګ ته د لیدنې سفر زموږ د کورنۍ له تاریخ سره سمون لري.
یاد شوی حبیب خان زما ماما، خدای بخښلی حبیب الرحمن، و او د کور او باغ ځای یې د نرنګ کړمار کلی دی.
د کوربه د هویت او د ځای دا پېژندنه زموږ له کورني تاریخ او زما له شخصي خاطرو څخه ده. [۱۰، ۱۸]
په نرنګ کې د استوګنې نورې لیکلې یادونې
د ډاکټر محمد داود وفا په راټوله شوې «د پښتو ادبیاتو معاصره دوره» یوولسمه برخه کې راغلي: «څو ژمی د کونړ په نرنګ کې هم اوسېدلی».
پوهاند محمد بشیر دودیال هم د وزیر بابا د اداري چارو په اړه په خپله لیکنه کې د کابل او ننګرهار ترڅنګ د کونړ نرنګ د هغه د استوګنې له ځایونو شمېري. د «لنډکۍ پښتو او پښتونواله» د څلورم چاپ پیل ژوندلیک هم نرنګ یادوي. دا یادونې هم د نرنګ د استوګنې له روایت سره سمون لري. [۲۳، ۲۶، ۲۷]
د وزیرستان اوتمانزو قوم د پښتنو کومې څانګې ته رسېږي
د وزیرستان اوتمانزو قوم (Utmanzai Wazir) د دروېشخېل وزیر قوم (Darwesh Khel Wazir) یوه لویه څانګه ده؛ وزیر قوم په دودیز قومي وېش کې د کرلاڼي پښتنو په ډله کې راځي.
د امریکا د سمندري لوړو زده کړو ښوونځي (Naval Postgraduate School — NPS) د کلتور او شخړو د څېړنې پروګرام (Program for Culture and Conflict Studies) هم اوتمانزو قوم د وزیر قوم شمالي څانګه او د کرلاڼي پښتنو برخه معرفي کوي. په ساده ژبه، د اوتمانزو قوم لړۍ د دروېشخېل وزیر له لارې کرلاڼي پښتنو ته رسېږي. [۱۵، ۱۶]
د ۱۹۱۰م قاموس د دیګانخېل یادونه هم د دتهخېلو (Datta Khel) له لارې د اوتمانزو قوم د وزیر څانګې همدې لړۍ ته رسېږي.
دا یو مشخص قومي ثبت دی او د خدای بخښلي مومند بابا له رارسېدلي روایت سره د پرتله کولو ارزښت لري. د ختیځ افغانستان د ټاکلو کورنیو د شجرو راټولول به د دې اړیکې جزئیات لا څرګند کړي. [۲، ۱۰]
خدای بخښلی وزیر صاحب محمد ګل خان مومند بابا پخپله د مومند قوم و. زما د خدای بخښلي پلار، میرزا محمد جان، د نقل له مخې، وزیر بابا تشریح کړې وه چې دیګان د وزیرستان د اوتمانزي وزیر له څانګې سره تړاو لري. په دې رارسېدلي روایت کې د وزیر بابا مطلب د وزیرستان اوتمانزي وزیر وو، نه د مومند قوم اوتمانزي. دا د وزیر بابا خپل نظر و، چې زما د پلار له خولې رارسېدلی دی. د ۱۹۱۰م قاموس د دیګانخېل ثبت هم د دتهخېلو له لارې د اوتمانزي وزیر همدې څانګې ته رسېږي. په دې توګه، په قاموس کې ثبت شوې قومي لړۍ د وزیر بابا په رارسېدلي روایت کې له یادو شوو د وزیرستان اوتمانزي وزیر سره سمون لري؛ دلته د مومندو د اوتمانزو لړۍ مراد نه ده.[۲، ۱۰، ۱۵]
له داوړ قوم سره د ګډې استوګنې ثبت، د اوتمانزو قوم د وزیر څانګې په لړۍ کې د دیګانخېل یادونه او د خدای بخښلي مومند بابا کورنی روایت درې جلا، خو د پرتله کولو وړ نښې دي. دا نښې څېړونکو ته راښيي چې د دیګان پښتنو تاریخي اړیکې په کومو سیمو او کورنیو کې وپلټي. د دواړو غاړو د شجرو او زړو اسنادو راټولول به دغه اړیکې لا کره او ټینګې کړي.
کرلاڼي پښتانه څوک دي او دا دواړه قومي لړۍ څنګه وررسېږي
کرلاڼي (Karlanri یا Karlani) د پښتنو د دودیز قومي وېش یوه لویه ډله ده. ډاکټر لطیف یاد د «پښتني قبيلې وپېژنئ» په څېړنه کې وزیر، داوړ، مسید، اپریدي، خټک، اورکزي، منګل، ځدراڼ، خوږیاڼي او نور قومونه په دې ډله کې یادوي. ډاکټر یاد په همدې لیکنه کې د خدای بخښلي علامه عبدالحی حبیبي نظر هم رااخلي، چې کرلاڼي د پښتنو یوه څانګه ګڼي. نو «کرلاڼي» دلته د پښتنو یوه پراخه قومي څانګه ده چې بېلابېل قومونه پکې راځي. [۲۰]
د داوړ قوم دودیزه لړۍ د شیتک (Shitak) له لارې کرلاڼیو ته رسېږي. د وزیرستان د اوتمانزو قوم لړۍ بیا د دروېشخېل وزیر له لارې د وزیر قوم او د سلیمان په دودیزه لړۍ کې کرلاڼیو ته رسېږي.
هیو بیټي (Hugh Beattie) په خپل کتاب کې داوړ د شیتک او وزیر د سلیمان له لړۍ سره یادوي؛ دواړه د کرلاڼ له دودیز نسب سره تړي.
د NPS سرچینه هم اوتمانزي د وزیر قوم یوه څانګه معرفي کوي. [۱۵، ۱۶]
د دیګان په بحث کې له داوړ قوم سره د Deegan ګډه استوګنه ثبت شوې؛ Digan Khel بیا د دتهخېلو په لړۍ کې د اوتمانزو وزیر له څانګې سره یاد شوی دی. لومړی ثبت ګډه استوګنه راښيي او دویم یو مشخص قومي تړاو. له دې شواهدو سره د ختیځو دیګان کورنیو د مستقیمې خپلوۍ د معلومولو لپاره د هغوی خپلې شجرې او کورني اسناد هم اړین دي. [۲، ۱۵، ۱۶]
له کرلاڼ څخه پورته د نسب روایتونه
د دې څېړنې مهمه لاسته راوړنه دا ده چې د دیګان پښتنو د تاریخي اړیکو د پېژندلو لپاره اوس مشخصې لیکلې نښې لرو.
که له داوړ قوم سره د استوګنې ثبت تعقیبوو، له یوه کرلاڼي پښتون قوم سره مخ کېږو؛ او که د اوتمانزو وزیر په څانګه کې د دیګانخېل ثبت تعقیبوو، هغه هم کرلاڼي پښتنو ته رسېږي. په دې معنا، د دیګان د پښتني تاریخي بنسټ څېړنې ته لا نږدې شوي یو. دا پرمختګ د ختیځو کورنیو د شجرو د راټولولو او پرتله کولو لپاره روښانه لوری راکوي. [۲، ۱۵، ۱۶]
له کرلاڼ څخه پورته د پلار او لرغوني نسب په اړه روایتونه یو شان نه دي.
هیو بیټي یو روایت رااخلي چې کرلاڼ د غرغښت په زویتوب منل شوی زوی بولي. د ډاکټر لطیف یاد لیکنه بیا د کرلاڼ د پلار په اړه بېلابېل دودیز روایتونه او له سړبن سره د تړاو یادونې راټولوي. له دې امله د کرلاڼ د پلار نوم په یوه پرېکنده او ټولو ته منل شوې شجره نه شو ټاکلای. [۱۶، ۲۰]
د شته اسنادو له مخې دا خبره هم نه شو کولای چې د داوړ او اوتمانزو لړۍ دې حتماً درانیو یا غلجیو ته ورسېږي. کرلاڼي د پښتنو یوه لویه قومي ډله ده؛ له سړبن سره د تړاو یو روایت په خپله د دراني کېدو معنا نه لري. زموږ د بحث روښانه پایله دا ده چې دواړه یاد شوي قومونه کرلاڼي پښتانه دي. د لرغوني نسب په اړه پاتې پوښتنې باید د روایتونو په پرتله او نورو اسنادو وڅېړل شي. [۱۶، ۲۰]
په مردان کې د دیګانخېل نوم لیکلی ثبت
د دیګانخېل نوم په مردان کې هم په یوه نېټه لرونکي سند کې راغلی دی. د پښتونخوا د ټاکنو کمېسیون پر وېبپاڼه، د محمد وقار (Muhammad Waqar) له خوا د ۲۰۱۸م کال د لومړنیو ټاکنیزو حوزو پر وېش سپارل شوې اعتراضیه، د مردان ښار د څلورم سرشمېرنیز چارج د دولسمې حلقې په لړ کې «Degan Khel, Bhai Khel» یادوي. په سند کې دا یادونه د وړاندیز شوې PK-53 حوزې تر سرلیک لاندې ده. دا د مردان په ښاري جغرافیه کې د دیګانخېل د نوم لیکلی ثبت دی. [۲۸]
دا سند د دیګان نوم د جغرافیایي خپرېدو په څېړنه کې یوه بله ګټوره نښه ده. سند یوه سپارل شوې اعتراضیه ده؛ د ټاکنو کمېسیون وروستۍ پرېکړه یا قومي شجره نه ده. په دې کې له یوسفزیو سره د دیګانخېلو ځانګړې نسبي لړۍ او له افغانستانه د هغوی د کډوالۍ وخت نه دي بیان شوي. له همدې امله، دلته ترې یوازې د نوم او ځای د ثبت لپاره استفاده کېږي؛ د کونړ له دیګانو او د وزیرستان له دیګانخېلو سره یې خپلوي د کورنیو د اسنادو په پرتله روښانېدای شي. [۲، ۲۸]
په لویه پکتیا کې له روایت څخه تر لیکلي ثبت پورې
د لویې پکتیا په بحث کې پکتیا، پکتیکا او خوست جلا اسناد غواړي. د پکتیا د زرمت روایت مخکې تشریح شو.
د پکتیکا لپاره د ډاکټر منصوري د ۲۰۱۳م کال د جون د ۲۳مې (23 June 2013) مقاله یوه بله لیکلې نښه ده: په تاند کې د ولایت د قومونو په نوملړ کې دیګان هم یادوي. خو د هغوی ځانګړي کلي، شمېر او شجرې نه وړاندې کوي. له همدې امله دا د نوم او استوګنې یوه عمومي یادونه ده. [۱۱]
د خوست په اړه د جغرافیایي نومونو په جیو نېمز (GeoNames) زېرمتون کې Dahgān یا «دهگان» د مېشت ځای په توګه ثبت دی. پېژندشمېره یې ۱۴۳۴۵۷۳ او مختصات یې ۳۳٫۳۱۶۱۵ شمالي عرض او ۶۹٫۸۶۴۰۴ ختیځ طول دي. [۱۲] دا د سیمې د پلټنې لپاره ټاکلی ځای راښيي؛ د کلي نوم د اوسېدونکو د قوم یا د ختیځ افغانستان له دیګانو سره د ګډ نسب سند نه دی.
په کاپیسا کې د دیګان نوم یوه بله سیمهییزه نښه
د پژواک خبري آژانس (Pajhwok Afghan News) د ۲۰۱۴م کال د جون د ۱۶مې (16 June 2014) راپور د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د «دیگان» سیمې نوم اخلي. دا خبر د سیمې د نوم د استعمال یو نېټه لرونکی ثبت دی. له دې څخه یوازې دومره ویلای شو چې دغه نوم په تګاب کې هم کارېدلی؛ د اوسېدونکو قوم، ژبه او له نورو دیګان کورنیو سره خپلوي له دې خبر څخه نه ثابتېږي. دا ځای د محلي کورنیو د تاریخ د راټولولو لپاره د پلټنې بله مشخصه نښه ده. [۲۱]
بلوچستان او د نورو سیمو د کورنیو د تاریخ راټولول
د بلوچستان په اړه د دیګان کورنیو مشخص کلي او اسناد لا راټولولو ته اړتیا لري. د سیمې د کورنیو خپل معلومات، د هغوی په رضایت ثبت شوې مرکې او زاړه اسناد به د دې برخې د بشپړولو لپاره ګټور وي.
په نورو ولایتونو کې د پلټنې اړتیا
کندهار، هلمند، ارزګان، فراه او نیمروز، او په شمال کې بلخ، کندز، بغلان او تخار د راتلونکو پلټنو برخه دي. د دغو سیمو د مشخصو دیګان کورنیو د نیکونو پرلهپسې اسناد لا نه دي راټول شوي. صابر د زابل او ارزګان نومونه هم په عمومي بحث کې راوړي، خو د ټاکلو کورنیو شجرې نه وړاندې کوي. د محلي کورنیو له لارې د کلیو، خېلونو او نیکونو د نومونو ثبت به دا برخه بشپړه کړي. [۹]
په هلمند کې د موسی کلا اړوند د «ډاګیان» (Dagian) په څېر نږدې نومونه په آنلاین نقشو کې راځي. د محلي تلفظ او د اوسېدونکو د خپلې پېژندنې معلومول به څرګنده کړي چې دا جلا نوم دی او که له دیګان سره اړیکه لري. [۱۳]
د دې کار تر ټولو مهمه برخه د هر خېل او هرې کورنۍ خپله ونډه ده. هره کورنۍ دې خپل معلوم نیکونه، زاړه استوګنځایونه، کډوالۍ، ژبې او له نورو کورنیو سره خپلوي ولیکي. قبالې، لیکونه، د هدیرې کتیبې او د مشرانو په نوم او نېټه ثبت شوې خاطرې د دې تاریخ مهم مواد دي. د بېلابېلو سیمو دا معلومات چې سره پرتله شي، د قوم ګډ تاریخ به په ژوندیو او لیکلو شواهدو لا بډای شي.
د دې معلوماتو او اسنادو د ساتلو لپاره دې هر خېل یو یا دوه کسان وټاکي چې د کورنیو معلومات راغونډ کړي. د هر روایت تر څنګ دې د راوي نوم، عمر، کلی، د مرکې نېټه او دا هم ولیکل شي چې خبره یې خپله لیدلې او که له بل چا اورېدلې ده. د نیکونو هغه نومونه چې نه دي معلوم، په اټکل دې نه ډکېږي. د قبالو او لیکونو روښانه انځورونه دې د اصلي اسنادو له خاوندانو سره په سلا خوندي شي. په دې ډول به د راتلونکو څېړونکو لپاره د هرې خبرې د تعقیب لاره پاتې وي.
د افغانو څېړونکو لیکنې
امیر محمد صابر، د خوست د شیخ زاید پوهنتون د ټولنپوهنې او فلسفې د څانګې لیکوال، د افغانستان د علومو اکاډمۍ په «پښتو» مجله کې د دیګانو په اړه بیاکتنیزه مقاله خپره کړې ده. د مجلې پر پوښ ۱۴۰۱ لمریز او ۲۰۲۲ میلادي کال دی؛ د انټرنېټي فایل په پته کې ۲۰۲۵ د مقالې د چاپ کال نه دی. مقاله په ۲۷ تر ۴۶ چاپي مخونو کې ده. [۹]
صابر د حسن ګل بندوال «پښتانه قومونه او خېلونه» د ۲۰۶ مخ له مخې د کونړ، لغمان، ننګرهار، زرمت او باجوړ یادونه رااخلي.
د حیات افغاني نقلونه یې هم د اصلي چاپ د موندلو نښې برابروي. په دې کتنه کې د بندوال او حیات افغاني دغه معلومات د صابر د مقالې له لارې لوستل شوي؛ د دواړو اصلي پاڼې نه دي کتل شوې. [۹]
صابر په ۲۷ چاپي مخ کې ګردېز، ارګون، اسعدآباد، ښېوه، ناړۍ، د روداتو سرشاهي او مهترلام په نوم یادوي؛ په ۲۹ مخ کې یې پراخ بحث له زابل او ارزګان څخه تر چترال او اباسینه غځېږي. دا د نورو ځایونو د پلټلو لپاره نوملړ برابروي. لیکوال خپله مقاله بیاکتنیزه بولي او د سیمو د خلکو ترمنځ د مستقیمې څېړنې غوښتنه کوي؛ نو عمومي یادونې یې د هر کلي د کورنیو د نوملړ او شجرې ځای نه نیسي. [۹]
د افغانو څېړونکو هڅه د موضوع د اسنادو په راټولولو کې ارزښت لري. د هرې پایلې اعتبار د هغې په دلیل او سند پورې تړلی دی. د یوې خبرې څو بیاخپرونې د څو خپلواکو شاهدانو ځای نه نیسي؛ هر نقل باید تر خپلې لومړنۍ سرچینې پورې وپلټل شي.
د نوم تاریخي معنا او د کورنۍ هویت
احمد تفضلي (Aḥmad Tafażżolī) د «دهقان» (Dehqān) په څېړنه کې دا نوم د ساساني دورې د ځمکوالو د یوې ټولنیزې طبقې لپاره تشریح کوي. دا تاریخي معنا د نننیو دیګان کورنیو له قومي پېژندنې سره یو شان پوښتنه نه ده. که د دوو کلمو ژبنی تړاو ثابت هم شي، د ټولو خلکو ګډ پلارنی نسب ترې نه ثابتېږي. همدارنګه د پشهيي ژبې پخوانی «دهګاني» نوم د پښتنو دیګان کورنیو خپله پېژندنه نه بدلوي؛ هر استعمال باید له خپل ځای، وخت او خلکو سره وڅېړل شي. [۴، ۲۲]
د قومونو اړیکې او ګډ ژوند
د خلکو ترمنځ اړیکې یوازې په یوه ګډ نیکه نه محدودېږي. ګاونډیتوب، ودونه، دیني زده کړې، جرګې، سوداګري او د سختیو پر مهال یو بل ته پناه ورکول هم د ګډ تاریخ برخې دي. د یوې ټاکلې اړیکې د لیکلو پر وخت باید د دواړو خواوو روایتونه او اسناد وکتل شي. په دې توګه به د قومونو ترمنځ د نږدېوالي واقعي لارې ښکاره شي.
د دیګان پښتنو د تاریخ د لیکلو پر مهال د نورو افغانو قومونو ونډه هم باید په درناوي یاده شي. پښتانه، تاجکان، پشهيي او د هېواد نور ولسونه د یوه ګډ وطن اوسېدونکي دي. د هرې ټولنې خپله پېژندنه چې په امانت ثبت شي، د خلکو ترمنځ باور پیاوړی کېږي. د تاریخ د څېړنې ګټه همدا ده چې خلک یو بل ښه وپېژني او د بېسنده نسبتونو پر ځای د ګډ ژوند رښتینې خاطرې وساتي.
د شواهدو قوت او پاتې پوښتنې
په دې لیکنه کې زاړه کتابونه، د خلکو خپله پېژندنه او د معلومو راویانو خاطرې سره پرتله شوې دي. د مأخذونو او اړوندو مخونو ښودل لوستونکي ته د خبرې د پلټلو لاره ورکوي. د نوم ورتهوالی، ګډه استوګنه او ګډ پلارنی نسب بېلابېل شواهد غواړي؛ پایله باید د سند له وسه پراخه نه وي.
د دې تاریخ د لا بشپړولو لپاره د بېلابېلو سیمو د کورنیو شجرې، زاړه اسناد او د معلومو راویانو خاطرې باید سره پرتله شي. د بندوال او حیات افغاني اصلي پاڼې، د ژواک اصلي یادښت او د کورنیو قبالې د راتلونکې پلټنې مهم مواد دي. د هر نوي سند ثبت به د سیمو او کورنیو د اړیکو یوه بله برخه روښانه کړي.
پایله او د تاریخ ساتنه
په دې لیکنه کې د دیګان نوم په څو سیمو او پښتني ټولنو کې وپلټل شو. د کونړ، لغمان او ننګرهار ګډه یادونه، د زرمت د کورنیو خپله پښتنه پېژندنه، له داوړ قوم سره د دیګان د استوګنې ثبت او د اوتمانزو وزیر په لړۍ کې د دیګانخېل یادونه د بحث مهمې نښې دي. داوړ او د وزیرستان اوتمانزي دواړه کرلاڼي پښتانه دي. دا شواهد د دیګان پښتنو د تاریخي اړیکو د لا کره پېژندلو لپاره د پلټنې مشخصې لارې راښيي. د کورنیو د اسنادو پرتله کول به څرګنده کړي چې کومې ختیځې دیګان کورنۍ ګډ پلارنی نسب لري. [۲، ۷، ۱۵، ۱۶]
د دیګان پښتنو هویت د هغوی په خپله پېژندنه، پښتو ژبه، کورني تاریخ او ټولنیز ژوند کې څرګندېږي. د «مسلمان، افغان، پښتون، دیګان» پېژندنه د دین، وطن، قوم او محلي تړاو بېلابېلې کچې بیانوي. د خپل تاریخ کره ثبت د همدې پېژندنې د ساتنې او له نورو افغانو ټولنو سره د یو بل د درناوي د پیاوړتیا لاره ده.
زموږ موخه دا ده چې راتلونکي نسلونه خپل نیکونه وپېژني، د سیمو ترمنځ خپلې اړیکې ومومي او له نورو افغانو قومونو سره د ګډ ژوند تاریخ په درناوي وساتي. د هر خېل رښتینی روایت او هر خوندي سند د دې ګډ تاریخ یوه پاڼه ده. همدا ګډه هڅه به د دیګان پښتنو تاریخي حافظه پیاوړې او له نورو سیمو او خلکو سره یې اړیکې لا روښانه او ټینګې کړي.
محمد همایون همت MD PhD
سرچینې او د کتنې حدود
۱ محمد همایون همت، «دیګان قوم څوک دی؟ مسلمان، افغان، پښتون، دیګان»، مخکنۍ مقاله؛ د لیکوال د څرګندونې له مخې په بېلابېلو معتبرو مطبوعاتو کې خپره شوې. دلته د بحث د تسلسل لپاره یاده شوې ده.
۲ General Staff, Army Headquarters, India. A Dictionary of the Pathan Tribes on the North West Frontier of India. Calcutta, 1910. چاپي مخونه ۱۳ او ۱۲۳؛ د Dehgan، Deegan او Digan Khel نومونو برخې؛ د مومند قوم د اوتمانزو ډلې اړوند جلا برخې هم وګورئ.
https://pahar.in/pahar/Books%20and%20Articles/Indian%20Subcontinent/1910%20Dictionary%20of%20Pathan%20Tribes%20on%20North%20West%20Frontier%20of%20India%20s.pdf
۳ د نبراسکا پوهنتون (University of Nebraska) ډیجیټلي ټولګه، د ۱۸۹۹ قومي قاموس کتابپېژندنه او لنډیز. دلته د اثر د موخې او محدودیت لپاره کارول شوې؛ د ۱۸۹۹ چاپ د اړوندو برخو مستقیم نقل نه دی شوی.
https://digitalcommons.unl.edu/afghanenglish/9/
۴ Daniel Balland. Darra ye Nur. Encyclopaedia Iranica, VII, 1994, pp. 61–62. د جغرافیې، ژبنیو نومونو او د دیني مشر د راتګ روایت.
https://www.iranicaonline.org/articles/darra-ye-nur/
۵ امینالدین سعیدي، په لغمان کې اوسېدونکي قامونه او پرګنې د خدای بخښلي ډاکټر سعید افغاني په لیکنو کې، جام غور، ۲ اګست ۲۰۱۵ (2 August 2015). پنځلسم سرلیک او د لیکوالۍ او راټولونې پایلیک.
په لغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی د داکتر سعید افغانی په لیکنو کی
۶ عبید علي and خالد غرنی. Hit from Many Sides 2: The demise of ISKP in Kunar. AAN, 3 March 2021. لمنلیک ۴؛ د نومونو او ژبې بحث.
https://www.afghanistan-analysts.org/en/reports/war-and-peace/hit-from-many-sides-2-the-demise-of-iskp-in-kunar/
۷ Thomas Ruttig and AAN Team. Murder Is Always: The Kulalgo night raid killings. 17 August 2019. د The victims برخه، د محلي مشر له قوله د محسنخېلو پېژندنه.
https://www.afghanistan-analysts.org/en/reports/war-and-peace/murder-is-always-the-kulalgo-night-raid-killings/
۸ Farooq Yousaf, Haroon Rasheed, Imtiaz Gul. FATA Tribes Finally Out of Colonial Clutches. CRSS, June 2018. چاپي مخ ۲۰؛ Digan د بر داوړ قوم د استوګنځای په توګه.
https://crss.pk/wp-content/uploads/2018/07/FATA-Tribes-Finally-Out-of-Colonial-Clutches.pdf
۹ امیر محمد صابر. Who Are Degans Dihgans or Tajiks. PASTO, serial 101–103, cover year 1401 / 2022, pp. 27–46. د بندوال نقل په ۳۱ مخ او د حیات افغاني نقل په ۳۲–۳۳ مخونو کې.
https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-02/PASTO%20quarterly%20journal%20no.%20101-103%20year%201401.pdf
۱۰ محمد همایون همت، د دیګان پښتنو د هویت او کورني تاریخ د څېړنې وړاندیز، ۲ نومبر ۲۰۲۶ (2 November 2026)؛ او تکمیلي څرګندونې، ۳ نومبر ۲۰۲۶ (3 November 2026). د خدای بخښلي حبیب الرحمن، مشهور په حبیب خان، د خپلوۍ، د کړمار د کور او باغ او د لیکوال د ماشومتوب د ځای پېژندنې بیان؛ همدارنګه د خدای بخښلي میرزا محمد جان له خولې د وزیر بابا د نظر روایت. د حبیب خان پر ځای د استوګنې او نرنګ ته د ژواک د سفر خپور شوی ثبت په ۱۸مه سرچینه کې دی.
۱۱ ډاکټر منصوري، پکتیکا په کڼډوالو کې خزانې او که کنډواله شوې خزانې، تاند، ۲۳ جون ۲۰۱۳ (23 June 2013). د سریزې د قومونو نوملړ؛ د دیګان د ځانګړو کورنیو شجره نه وړاندې کوي.
پکتیکا « په کڼډوالو کی خزانی او که کنډواله شوی خزانی » – داکتر منصوری
۱۲ GeoNames. Dahgan. GeonameId 1434573. د خوست د مېشت ځای ثبت؛ د قومي پېژندنې سرچینه نه ده.
https://www.geonames.org/1434573/dahgan.html
۱۳ Mapcarta. Dagian. Musa Qala District, Helmand. د GeoNames له 1472696 ثبت سره تړلې جغرافیایي پاڼه؛ له دیګان سره یې هویتي یووالی نه دی ثابت شوی.
https://mapcarta.com/15291070
۱۴ یوسف خان جذاب (Yousaf Khan Jazab)، «د شیتکو تاریخ» (The History of Shitak Tribe)، د پېښور پوهنتون د پښتو اکاډمۍ «پښتو» مجله، جلد ۴۸، جنوري تر جون ۲۰۱۹ (January–June 2019)، د مقالې لومړی مخ او لنډیز؛ د کرلاڼي قبایلو په بحث کې داوړ. د دې بیاکتنې پر مهال یې انټرنېټي فایل مستقیم پرانیستل نه شو؛ د داوړ د شیتک او کرلاڼي تړاو لپاره د هیو بیټي د کتاب ۶ چاپي مخ مستقیم وکتل شو [۱۶].
https://pashtoacademy.edu.pk/journal/pdf/2019-Pasht-48-Jazab-TheHistory.pdf
۱۵ Naval Postgraduate School، Program for Culture and Conflict Studies، Paktya، د Utmanzai برخه؛ اوتمانزو قوم د وزیرانو شمالي څانګه او د کرلاڼي پښتنو برخه معرفي کوي. د پاڼې نور زاړه اداري معلومات په دې لیکنه کې نه دي کارول شوي.
https://nps.edu/web/ccs/paktya
۱۶ Hugh Beattie، Empire and Tribe in the Afghan Frontier Region، I. B. Tauris، ۲۰۱۹، ۶ مخ؛ په توچي دره کې داوړ او د وزیرانو او داوړ قوم دودیز قومي تړاوونه.
https://api.pageplace.de/preview/DT0400.9781838600853_A38223219/preview-9781838600853_A38223219.pdf
۱۷ سید ولید صاعد، د استادانو د اتحادیې په اړه لیکنه، پاریس، دسمبر ۲۰۱۰ (December 2010)؛ د ډاکټر سید هاشم صاعد د کتاب «درنگی بر برخی دریافتها و رویدادهای افغانستان در قرن بیستم» د اتحادیو د برخې په نقل کې سعید افغاني د پوليتخنیک استاد او د اتحادیې مرستیال یاد شوی. د استادۍ د مخینې لپاره کارول شوې.
https://www.said-afghani.org/seite-atahadia-ustadan/said%20waled%20saed-19.12.2010.html
۱۸ محمد اسمعیل یون، «د محمد ګل خان مومند اندو ژوند ته یوه لنډه کتنه»، کابل، یون کلتوري یون، ۱۳۸۷ لمریز. درېیم څپرکی، «د محمد ګل خان وروستۍ لیدنه»؛ د اخځونو ۲۶مه حواله: د محمددین ژواک یادښت، ۱۳۷۰ لمریز. د بېنوا کتابتون د آنلاین متن ۹مه او د اخځونو ۱۰مه پاڼه.
https://www.benawa.com/pashto/library/tarikhi/75-mohammed-gul-khan-momand/index.php?p=9
https://www.benawa.com/pashto/library/tarikhi/75-mohammed-gul-khan-momand/index.php?p=10
۱۹ پوهندوی آصف بهاند، «د محمد گل خان مومند د فرهنگي ـ ادبي هڅو یو لنډ جاج»، تاند، ۷ دسمبر ۲۰۱۹ (7 December 2019). د یون د کتاب، د خدای بخښلي بېنوا د لیکنو او د خدای بخښلي شپون د خاطرو پېژندنه؛ د کړمار د ځانګړي کورني روایت مستقیم سند نه دی.
۲۰ ډاکټر لطیف یاد، «پښتني قبيلې وپېژنئ ۱۰۴ برخه کرلاڼي»، بېنوا، ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۱ (25 October 2011). د کرلاڼي پښتنو قومي وېش او د لرغونو نسبونو د روایتونو توپیرونه.
https://www.benawa.com/details.php?id=45492
۲۱ پژواک خبري آژانس (Pajhwok Afghan News)، «سرپرست قوماندانی امنیۀ ولسوالی تگاب از بین رفت»، ۱۶ جون ۲۰۱۴ (16 June 2014)، محمودراقي. په متن کې د تګاب د «دیگان» سیمې یادونه؛ یوازې د ځای د نوم لپاره کارول شوې.
۲۲ Aḥmad Tafażżolī. DEHQĀN. Encyclopaedia Iranica, 15 December 1994, Vol. VII, pp. 223–226. د کلمې تاریخي ټولنیزه معنا؛ د نننیو دیګانو د شجرې سرچینه نه ده.
https://www.iranicaonline.org/articles/dehqan/
۲۳ خدای بخښلی وزیر صاحب محمد ګل خان مومند بابا، «لنډکۍ پښتو او پښتونواله»، څلورم چاپ، بېنوا فرهنګي ټولنه، ۱۳۸۳ لمریز؛ د کتاب د پیل «د مومند بابا ژوندلیک»، د PDF دویمه پاڼه. د نرنګ د څو ژمو یادونه په همدې ژوندلیک کې ده؛ د ژوندلیک جلا لیکوال په سر کې نه دی ښودل شوی. په PDF کې ځینې نېټې او د تورو راایستل تېروتنې لري؛ دلته یوازې د نرنګ د استوګنې اړوند عبارت کارول شوی دی.
https://www.pashtoonkhwa.com/files/books/55.pdf
۲۴ «د مومند بابا ژوند لیک»، د پښتو ژبې لیک لوست لړۍ، ۱۷ مارچ ۲۰۱۱ (17 March 2011)؛ په پای کې د حجاب امان نوم. د نرنګ د ژمنۍ استوګنې یادونه؛ له مخکیني ژوندلیک سره ورته متن.
https://pukhtoleek.blogspot.com/2011/03/1303-1327-1303.html
۲۵ «وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر»، د لوګر وېبپاڼه، ۱۹ مې ۲۰۱۷ (19 May 2017)؛ د دندو او پوځي ماموریتونو برخه. د نرنګ د استوګنې یادونه لري؛ پاڼه په پای کې «پښتو کتابونه — راز محمد ویښ» د سرچینې په توګه یادوي.
https://www.logar.nu/index.php/8-2017-04-20-08-53-12/345-2017-05-19-17-46-37
۲۶ دکتور محمد داود وفا، راټولوونکی، «د پښتو ادبیاتو معاصره دوره ۱۱»، د افغانستان نومهالي ادبیات، د محمد ګل خان مومند د ژوندلیک برخه.
https://www.watanadab.com/ps/tarykh-adbyat/20240621221514
۲۷ پوهاند محمد بشیر دودیال، «د محمد ګل خان مومند اداري اجراءتو ته د اوسني وخت له نظره کتنه»، هود، د لنډې پېژندنې برخه.
https://www.howd.org/likene/3896-gul-mohamad-khan-mangal.html
۲۸ محمد وقار (Muhammad Waqar)، د مردان د صوبایي ټاکنیزو حوزو د لومړني وېش پر وړاندې اعتراضیه (Representation U/S 21(3) of the Election Act 2017)، د ۲۰۱۸م کال د مارچ د ۵مې (5 March 2018) د اعلان په اړه؛ د پاکستان د ټاکنو کمېسیون (Election Commission of Pakistan — ECP) پر وېبپاڼه ساتل شوی سند. د PDF پنځمه پاڼه، د سند په سر کې p-6؛ د PK-53 (Mandan-VI) برخه، بند ۱، توکی (g)، Census Circle No. 12 (Degan Khel, Bhai Khel). دلته یوازې د مردان د نوم او ځای د ثبت لپاره کارول شوی؛ د قومي نسب او کډوالۍ سند نه دی.
محمدهمایون همت
MD., PhD