شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهیو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو خبرداری ورکړل شو

یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو خبرداری ورکړل شو

تاند: ( دوشنبه، د سرطان دولسمه)  د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې مياشتې له ۱۳ څخه ۱۵نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد شوي وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ددغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل، پنج آمو او هلمند) په سنديزو حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د پنجشېر، غوربند،کونړ، میدان، لوګر، لغمان، خوست، پکتیا ، پکتیکا، بغلان او غزنی سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.

سرچینې د نوموړو سیندونو پر غاړو  له مېشتو خلکو غوښتي، چې د ځان او کورنیو د ساتنې لپاره وار د مخه تدابیر ولري.

 افغانستان په وروستیو کلونو کې د سختو سېلابونو او نورو طبیعي پېښو شاهد دی او له امله یې درانه تلفات ورکړي.

د طالبانو رژیم له نړیوالو غوښتي، چې د اقلیمي بدلون له اغېزو د افغانستان د خوندي کیدو په اړه ژمنه شوې پروژې عملي او همکاري ورسره وکړي.

نړیوال د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني او له دې امله یې د ډېرو نورو برخو ترڅنګ د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو پر وړاندې خپلې پروژې هم په افغانستان کې درولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب