شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملګرو ملتونو تر ۲۰۲۵ کال پورې د «افغانستان د ملاتړ ستراتیژي» خپره...

ملګرو ملتونو تر ۲۰۲۵ کال پورې د «افغانستان د ملاتړ ستراتیژي» خپره کړه

تاند: ( دوشنبه، د سرطان دولسمه)  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یوناما اعلان وکړ چې تر ۲۰۲۵ کال پورې د افغانستان لپاره د ملاتړ تګلاره ټاکل شوې چې په دې هېواد کې د دغه سازمان لومړیتوبونه څرګند کړي.

یوناما زیاته کړه چې ستراتیژیک چوکاټ “په افغانستان کې د لومړنیو بشري اړتیاوو د حل کولو لپاره د ملګرو ملتونو کړنلاره پیژني، د زیان منونکو خلکو اړتیاوو او حقونو ته لومړیتوب ورکوي، د اقلیتونو په شمول د ښځو او نجونو، ماشومانو او ځوانانو، داخلي بې ځایه شوي، راستنیدونکي، کډوال، او قومي او مذهبي قشرونو ملاتړ کوي  .”

د یوناما د راپور له مخې، دغه ستراتیژیک چوکاټ د مخ په زیاتیدونکي محدودیت چاپیریال ته په ځواب کې چې ټول افغان وګړي، په ځانګړې توګه ښځې او نجونې ورسره مخ دي، د لومړنیو مرستو پر چمتو کولو ځانګړی تمرکز لري.

د دې ستراتیژۍ په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وویل: “زموږ ستراتیژیک چوکاټ یو پیاوړی وړاندیز دی چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي چې د دوی اساسي بشري اړتیاوې پوره کړي او د ژوند ژغورنې روانې بشري مرستې بشپړې کړي.”

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي مرستیال دفتر ویلي، چې دغه ستراتیژیک چوکاټ د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو او شریکانو سره له نږدې مشورې وروسته جوړ شوی او درې ګډ لومړیتوبونه په کې په ګوته شوي.

یو له دغو لومړیتوبونو څخه په کلیدي سکتورونو کې د دوامداره اړینو خدماتو معرفي کول دي لکه روغتیا، تغذیه، تعلیم، کارموندنه، اوبه، مخنیوی او ټولنیز خوندیتوب، هغه خدمتونه چې ویل کیږي ټولو ته د لاسرسي وړ، ارزانه او پرته له کوم توپیر څخه وړاندې کیږي.

په دې راپور کې د “اقتصادي فرصتونو او د معیشت پیاوړتیا” دویم لومړیتوب د معلولیت لرونکو ډلو په ځانګړې توګه ښځو ته د مناسبو کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه معرفي شوی دی.

د معلوماتو له مخې، ټولنیزه همغږي، جنسیتي برابري، بشري حقونه او د قانون حاکمیت په افغانستان کې د تلپاتې پراختیا او سولې لپاره د اساسي شرطونو په توګه، د مدني ټولنې د ونډې پیاوړي کول او د بشري حقونو له نړیوالو سندونو سره د افغانستان د تنظیمي او قانوني چوکاټونو د تنظیم ملاتړ دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دریم لومړیتوب هم دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د دغه سازمان د بشري چارو همغږي کوونکي “ډانیل انډرس” هم وویل  چې د دغې ستراتیژۍ بشپړ تطبیق د واکمن رژیم په کړنو او په دغه هیواد کې د تولیدوونکو په ملاتړ پورې اړه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب