شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهیونیسف: د افغانستان د روغتیایي سیستم د سقوط مخنیوی مو کړی

یونیسف: د افغانستان د روغتیایي سیستم د سقوط مخنیوی مو کړی

تاند: ( دوشنبه، د سرطان دولسمه)  د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وایي چې د ۲۷ زره کارکوونکو په ګومارلو او د زرګونو روغتیايي مرکزونو په پرانیستلو سره یې د افغانستان د روغتیايي سیستم د سقوط مخه نیولې ده.

یونیسف زیاتوي، چې دغه اقدام د نړیوال بانک د جنوبي اسیا څانګې او د اسیا پراختیايي بانک په همکارۍ ترسره شوی دی.

په افغانستان کې د یونیسف د روغتیايي څانګې مشرې فوزیه شفیق وویل، دغه اداره توانېدلې چې د روغتیايي کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښځو په ملاتړ، د اکمالاتو لړۍ په فعاله ساتلو او د روغتیايي مرکزونو د پرانستلو له لارې په افغانستان کې ۱۹ میلیونه وګړو ته خدمات وړاندې کړي.

یونیسف همداراز اعلان وکړ چې د دې صندوق خدمتونه په افغانستان کې د ماشومانو او کورنیو ژوند ژغوري.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د طالب رژیم د نه په رسمیت پېژندلو له امله د روغتیایي سکتور ګڼو تمویلونکو مراجعو له افغانستان سره مرستې ودرولې، چې ورسره د روغتیایي سکتور د سقوط اندیښنې رامنځته شوې وې.

طالبان جمهوري نظام ملامتوي، چې له پراخو نړیوالو مرستو سره یې پر ځان بسیا روغتیایي سیستم رامنځته نه کړای شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو منتقدین بیا ملایانو ته د روغتیايي سکتور له سپارلو سره دوی ملامتوي، چې د په میراث ورپاتې نیمګړي دغه سکتور د په لوی لاس سقوط پر لور روان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب