پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهد تلویزیون خبریالي/ پلوشه کمالزۍ

د تلویزیون خبریالي/ پلوشه کمالزۍ

 د تلویزیون خبریالي د ایمل پسرلي کتاب دی چې د ۲۰۱۷ کال د جنوري په لومړیو کې چاپ شو۰

ایمل پسرلی چې اوس د بي بي سي پښتو تلویزیون مشر دی او کلونه کلونه یې د بي بي سي پر رادیو او ان لین کې کار کړی خپلې تجربې یې په دغه کتاب کې لیکلي دي۰

د تلویزیون د خبریالي نثر ساده او روان دی۰ د کتاب د لوستو په وخت شاید دا احساس وکړئ چې لیکول له تاسو سره خبرې کوي۰ دا کتاب چاته ډېر څه ورزده کوي خو په حافظه یې فشار نه راولي۰

لیکوال د سر په خبرو کې لیکي:(دلته زه نه په کتابونو تکیه کوم او نه د پوهنتوني استادانو د خبرو په بنسټ لیکچر ورکوم۰ زما دا لیکنه د خپلو شخصي تجربو او د تلویزیون په نړۍ کې د خپلو او پردو مشهورو څیرو په تجاربو ولاړې خبرې دي۰)

لیکول د کتاب تر پایه په همدغه سبک روان دی۰ د تعریفونو په ځای ژوندي مثالونه کاروي۰ خپل وانډیزونه د خپلو او نورو خبریالانو د تجربو پر بنسټ لیکي۰ د بېلګې په توګه: د کتاب یوه برخه د تلویزیوني سرټکو په هکله ده۰ لیکوال د سرټکو د اهمیت او څرنګه والې په هکله مفصلې خبرې کوي او بیا د خپلو خبرو د بهتره توضیح لپاره د ۲۰۱۶ کال د مې د ۱۲ نېټې د څلورو پښتو تلویزیونونو(پښتو بي بي سي،امریکا عږ، خبیر ، شمشاد) سرټکي عینا را اخلي او د ضعف او قوت په ټکو یې غږیږي۰

کتاب افغاني تلویزیونو ته په پام لیکل شوی دی. د کتاب ټول مثالونه واقعي دي۰ لیکوال په ډېرو هغو کمزوریو او مشکلاتو خبرې کړي چې ښایي افغاني رسنۍ ورسره مخامخ وي۰

دی لیکې:(ژبې ته په ځانګړي ډول پښتانه خبریالان او خبریالانې پام نه کوي۰ کټ مټ له نورو ژبو ژباړې کوي حتا دې ته هم نه ګوري چې جمله یې مانا ورکوي که نه۰ په پښتو کې له بده مرغه ژورنالیزم که لر و که بر تر ډیره د نورو ژبو په ژباړه ولاړ و۰ په پښور کې به یې له اردو او انګریزي متن ژباړه او په کابل کې به یې له دري ترجمه کاوه۰۰۰۰۰۰۰ په کابل کې بیا د دري مخامخ ژباړې په پښتو کې سمې نه دي۰ څو ځله مې له همکارانو سره په ځینو جملو ښه خندلي دي: (زه به دې په جریان کې واچوم) ورته ویلي مې دي: دا جریان کنده ده که زندان چې پکې اچوې مې. (ښه لوبه یې په لاره اچولې) توپ اچول کیږي لوبه څرنګه اچوي؟ دا د در جریان قرار دادن، به راه افتادن ، مخامخ ژباړې دي چې په پښتو کې سمې نه دي۰ باید تر ژباړې وروسته متن ولوستل شي او وکتل شي چې زموږ په ژبه کې خو دغه خبره بله مانا نه ورکوي؟ کله نا کله کټ مټ ژباړه زموږ په ژبه کې پوچه مانا ورکوي.)

په دی کتاب کې په ایمل پسرلي سر بېره د مشهورو نړیوالو او افغاني خبریالانو تجربې او مشورې هم لولو۰ لکه: کېون مارش (د بي بي سي د ژورنالیزم پوهنځي مدیر) لیز دویست (د بي بي سي مشهوره خبریاله) مینه بکتاش، شایسته سادات لامع او داسې نور۰

لیکوال د کتاب په یوې برخې کې د تلویزیوني خپرونې د ویاند یا ویاندې په هکله د مینې بکتاش له قوله لیکې: که په متن خپله ویانده پوه نشي لیدونکی چې یې اوري ناممکنه ده چې پرې پوه شي۰ د خپرونې وړاندې کوونکې په حقیقت کې نور پوهوي که خپله نه وي پوه نور نه شي پوهولی۰ لیکوال یو بل ځای د مدیر په هکله د کېون مارش په بلاګ خبرې کوي۰ او وایي: « په یوه جمله کې یې خبره خلاصه وه. مدیر ټوله خپرونه خپل ټیم او د خپرونې هدف ټاکي او پالي» د بیلا بیلو خلکو تجروبو او خبرو د کتاب دقت او اهمیت نور هم ډېر کړی۰ د ايمل پسرلي خبره: پرله پسې کار او د نورو کار ته دقت انسان ته ډېر څه ورزده کوي۰ ایمل پسرلي چې کلونه کلونه په رادیو کې کار کړی د کتاب په ډېرو ځایونو کې یې رادیو او تلویزیون سره مقایسه کړي دي۰ او په هغو تېروتنو غږیدلی چې د رادیو خبریالان یې په تلویزیون کې کوي۰ د بیلګې په توګه د کتاب په یوه برخه کې لیکوال لیکې: ځینې داسې فکر کوي چې د تلویزیون رپوټ رادیو کې او د رادیو رپوټ په تلویزیون کې کار ورکولی شي۰ کار ښایي ورکړي خو سم کار به نه وي۰ رادیویي رپوټ باید مناسب فلم ومومي او لیکلی متن یې لنډ شي چې د تلویزیون لپاره سم وبلل شي۰ برعکس په تلویزیوني رپوټ باندې باید نورې جملې ورزیاتې شي چې په رادیو کې د پوهیدو وړ شي۰

په بل ځای کې لیکي: لنډې جملې،او داسې څه ویل چې په انځور کې نه راښکاري اسانه کار نه دی۰ خو که دا د تلویزیوني کار سرخوږی دی د رادیو بیا مشکل دا دی چې تصویر باید روښانه کړې او دومره اوږد هم نه وي چې له اورېدونکي لار ورکه کړې۰ دا کتاب ښایي له هغو سره هم ډیره مرسته وکړي چې په رادیو کې کار کوي۰ په دې کتاب کې تکراري خبرې کمې نوی ډېرې لولو۰ لیکوال په ځینو داسو موضوعاتو لیکنې کړي چې په پښتو کې تر اوسه پې لیکنې نه دي شوي۰ لکه: د عکاس او خبریال اړیکې او یا عکاس له خبریاله څه غواړي؟ لیکوال د بي بي سي عکاس ماریک پولاشیفسکي له خولې لیکي: ډېر عکاسان د خبریالانو د مداخلې له امله سم کار نه شي کولی. خبریال باید پر عکاس باور وکړي، درناوی یې وکړي او پریږدي چې خپل کار وکولای شي۰ لیکوال وایي: له عکاس سره سم کار او د هغه په خوی او بوی بلدېدل د رپوټ د ښه کېدا په مانا ده۰ خبریال یا خبریاله باید عکاس خپل وبولي ، پرې پوه شي، درناوی یې وکړي۰ ایمل پسرلی د خپلو کلونو تجربو پر بنسټ په دې کتاب کې ډېرو هغو سوالونو ته ځواب ورکړی چې شاید خبریالانو له ده پوښتنه کړې وي٠ او ښايي د ډېرو نورو په ذهن کې لا بې ځوابه وي۰ مثلا سوژه څرنګه موندلی شو؟ په دې هکله لیکوال مفصل بحث کړی۰

یو ځای وایي: ژوند چې روان وي سوژې به وي یوازې غوږونه څک او سترګې رنې غواړي۰ بل ځای د رپوټ موندلو په هکله لیکې: زه چې له خلکو سره خبرې کوم یا کوم ځای یم په ناپوهېدلي ډول د درو شیانو په لټه کې یم۰ ایا دغه کس یا دغه ځای د کېسې د کرکټر یا مکان لپاره کار ورکوي؟ ایا کله یې مرکې لپاره رابللی شم؟ که دا دواړه نه وي نو ایا انستګرام ته په عکس ارزي؟ تر انستګرام وړاندې مې هسې د خوند لپاره عکاسي کوله۰ زما دغه حالت شاید ډیرو ته خپل چاروکی یا مطلبي ښکاره شي۰ یا شاید څوک ووایي چې د خلکو له حضوره نور خوند نه اخلم۰ خو داسې نه ده ۰ هر انسان یو نه یو څه ویلو ته لري چې شاید نوي وي، یا اصلا بې منطقه وي۰نوې خبره یې پوهه درزیاتوي او بې منطقي یې تا منطق ته متوجه کوي۰ دا خبرې مې تر دې وکړې چې که خبریال یا خبریاله د ژوند په هره شېبه کې لږ تر لږه د کار په ټړاو مطلبي چلند وکړي ښایي ښې مرکې ، نوې خبرې او نوي مسایل ومومي۰ لیکوال په خبریالي کې د اخلاقو د اهمیت په ټراو د کتاب په بېلا بېلو ځاینو کې خبرې کړي۰ یو ځای وایي: یو وخت زه په دې باور وم چې خلاقیت تر هر څه مهم دی۰ که خبریال خلاق وي،ژر یې په یوې خبرې سر خلاصېږي، حاضر ځوابي ولري، لیکنۍ ژبه او غږ یې ښه وي نورې خبرې یې مهمې نه دي۰ خو عملي کار راوښوده چې تر شخصیت او اخلاقو هیڅ شی ډېر مهم نه دي۰ له اخلاقو مې مطلب دا نه دی چې سپین باز دې وي او هغه کارونه دې نه کوي چې زموږ ټولنه یې ښه نه بولي۰ له اخلاقو مې مطلب له نورو سره چلند، د نورو درناوی او له نورو سره د کار کولو وړتیا ده۰ دا کتاب هغو ته هم ډېرې خبرې لري چې غواړي خبریال یا خبریاله شي۰ لیکوال وایي: زه زلمو ته عموما وایم چې وار له واره د ښه کار هیله مه کوئ ۰ وار له واره د ښه معاش توقع مه کوئ۰ که ممکنه وي پر ځان کار وکړئ ۰ که یو ځای د کار زده کولو وړیا فرصت وي غاړه ورته کېږدئ۰ تر بي بي سي وړاندې ما ۴۱ میاشتې د ډیوې مجله په لندن کې وچلوله چې یوه روپۍ چا پرې نه راکوله۰ خو د ډیوې مسولیت مې د کاري ژوند په فهرست یا سي وي کې دېره ګټه راورسوله۰ بل ځای لیکي: که څوک له خبریالۍ سره مینه لري او په دې ډګر کې یې زده کړې نه وي کړي غوره دا ده چې یو څو میاشتې پر ځان کار وکړي۰

ورځپاڼو ته مقالې ولیکې،کالمونه ولیکې او په یوه نه یو لاره دې ډګر ته راننوځي چې بیا په خپله سي وي کې په ویاړ وویلی شي چې دغه ژورنالستیک کار یې کړی دی۰ په مجموع کې کتاب دغو دوو سوالو ته چې د کتاب پر پښتي هم چاپ شوي ځواب وایي: د تلویزیون لپاره خبر ، رپوت، او مرکه څرنګه باید وشي؟

هره ورځ خبریال یا خبریاله د تلویزیون په خبریالي کې کومې لوړې ژوړې وینې او څه ډول یې حل لاره موندلی شي؟

دا کتاب اکسوس کتابپلورنځي چاپ کړی چې له همدغه ځايه یې موندلی شی۰ کتاب په دغې جملې پای ته رسیږي: که مو له کار سره مینه نه وه او کار مو د شهرت او پیسو د وسیلې په توګه کاراوه، ښایي پیسه او شهرت ومومئ خو د اور هغه بڅرکي غوندې به یاست چې د الوت پر وخت ښکلي ښکاري خو شېبه وروسته د ټولو هېر وي۰ پلوشه کمالزۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب