نونسمه پیړۍ وه چې هنرۍ نثر تقریبا د یو بیل او ځانګړي صنف په توګه د نړۍ په ادبیاتو کې رواج پیدا کړاو د نړۍ ډیرو مشهورو او سترو لیکوالو لکه ټاګور،جبران خلیل،پوشکین،بیلیتس،لامارتین،بودلر،ګویته،هوګو او ان شکسپیر دغه صنف(که صنف یې وګڼو)وپاله او پراختیا یې ورکړه، خو پیړۍ وروسته یې ښکالو تر افغانستانه راورسیده.
د محقیقینو باور دا دی چې هنري نثر د شلمې پیړۍ په پیل کې پښتو ادبیاتو ته د لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي د (مچې) په نوم هنري نثر سره لاره خلاصه کړې او بیا تر همدا اوسه کله په شدت او مینه او کله هم ورو او وقفه یې ډول پالل شوی دی.
د پښتو پنځو ستورو له ډلې زما د مالوماتو له مخې حداقل څلورو یې : لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي ،استاد عبدالروف بینوا،استاد قیام الدین خادم او استاد ګل پاچا الفت بی شمیره او تلپاتې هنري نثرونه لیکلي دي او هر یوه یې پر خپل وار هنري نثر پاللی او لیکلی دی.د دوی تر څنګ ارواښاد محمد دین ژواک ، سلیمان لایق او ځینو نورو مشهورو لیکوالو هم په دغې برخې کې لیکنې کړي ،زما په ګمان د ارواښاد اجمل خټک دا زه پاګل وم او د لایق صیب د اباسین سپیدې أثار هم د هنري نثرونو بیسارې مجموعې دي.
د هنري نثر اډانه پر تخیل ، ادبي تصنعاتو،او د پیښو پر هنري انځورونې ولاړه ده ،په دې مانا چې هنري نثر له شعري قیودو ،قافیې او عروضو خلاص دی خو باید د تخیل پله دومره پکې درنه وي چې لوستونکی ته د خیال پر وزرو د ښکلا تر هسکونو د الوت چاره ممکنه کړي. فکر کوم بهتره به دا وي چې هنري نثر ته منثور شعر وویل شي په تیره بیا د استاد بینوا ځینې هنري نثرونه او ځینې ژباړې لکه د ګیتا نجلۍ په هیڅ کې له منثور شعر نه کمې نه دي.
له بده مرغه د پنځو ستورو له پیره وروسته او تر ژواک صیب ،لایق صیب او ارواښاد اجمل خټک وروسته ښایي په پښتو کې د لنډې کیسې له دودیدو او معرفي کیدو وروسته هنري نثر ته پاملرنه کمه شوه. په ځوانو لیکوالو کې یواځې د تکړه شاعر او لیکوال مصطفی سالک د هنري نثرونو یوه ټولګه زما تر سترګو شوې ده خو تر هغه پس دا څو کاله د هنري نثر پر غولي د خفګان ورځې او د سکوت وریځې خورې وې ،چې دا دی له نیکه مرغه ښاغلي رحماني د خفګان دغه ورځې او شیبې د خپلو ښکلو هنري نثرونو په ښکلې مجموعې کې د خفګان د ورځو په نوم سره راونغاړلې او د دغه صنف د مینه والو تنده یې یو ځل بیا ماته کړه.
ګل رحمن رحماني زموږ د ځوان نسل له هڅاندو او نوښتګرو لیکوالو څخه دی ، هغه یو له هغو ځوانانو څخه دی چې ډیر کار کوي ،ډیر لیکي او ډیر زیار ګالي ،کیسې لیکي ،شعر لیکي ،پر ټولنیزو مسایلو لیکنې کوي ،هنري نثر پالي او ورسره ورسره یې راډیويي او ژورنالیستیکو کارونو ته هم اوږه ورکړې ده . ډیر لیکوال په دې باور دي چې له لویه سره ژورنالستیک کار او بیا راډیويي کار، لیکوال له کاره باسي او د هنري پنځونو مخه یې نیسي خو د ګران ګل رحمن رحماني په باب زما په خیال دا تعامل سر چپه دی. زه چې په افغاني رسنیو او مهالنیو کې ګورم نو رحماني چې څومره بوختیږي هغومره یې پنځونې زیاتیږي، بل ډیر عام باور دا دی چې وایي لیکوال که ډیرې لیکنې کوي نو د معیاري او ښو پنځونو تمه ترې کمه کیږي ، خو رحماني دا ثابته کړې ده چې که په لیکوال کې تومنه وي نو کولای شي هر وخت ښه اثر خلق کړي.
زه په دې باور یم چې ښه نثر او ښه هنري اثر هغه دی چې د خپل چاپیر چل او خپل ملت انځور ولري او شته واقعیتونه پکې په داسې هنري انداز رانغاړل شوي وي چې د هماغې زماني مقطعې د حقیقتونو هنري تابلو وګڼللای شي،د هماغه نسل دردونه ،خوښۍ ،نمانځنې او ارزښتونه د هنر په وریښمینو تارونو کې سره رانغښتي تر راتلونکو نسلونو ورولیږدوي ،چې له نیکه مرغه د رحماني صیب ټول آثار او په خاص ډول هنري نثر ونه دا رسالت په ښه ډول تر سره کولای شي.
د ښاغلي رحماني د هنري نثرونو په دې وړه خو ښکلې مجموعه کې د هغه یو څلویښت هنري نثرونه سره راټول شوي دي چې یو دوه عنوانه یې تکراري هم ښکاري،په دغو نثرونو کې په ښکاره دا لیدلی شو چې رحماني د نثر لیکنې او بیا د هنري نثر په لیکلو کې ښه لاس لري ،هغه چې هره موضوع را اخلي نو دومره خواري ورسره ګالي چې د لوستونکي زړه ته لاره کوي.
د رحماني صیب د دې نثرونو بله ښه ځانګړنه دا ده چې ابهام پکې نشته ،نثر یې ساده ،روان او زړه راښکونکی دی،د کلماتو شاته نه پټیږي ،بلکه له کلماتو نه د کار د ابزارو په شکل کار اخلي ،لکه د یوه ماهر معمار د ویونو خښتې په مدار مدار او پر خپل ځای لګوي ،اضافي مرچ او مساله نه کاروي ، موضوعاتو ته دومره د تخیل په ګاڼه سینګار ورکوي چې څومره اړتیا ورته لیدل کیږي ،نه زیات او نه کم، او همدا کار له لوستونکو سره مرسته کوي چې د ده د لیکنو د لوستلو پر مهال ستړیا احساس نه کړي.
د استاد بینوا د هنري نثرونو په باب یو چا لیکلي وو چې کله کله یې د فکر تله پر هنري او شاعرانه هغو سپکه ښکاري خو زه چې د رحماني صیب اوسنیو نثرونو ته ګورم نو برعکس، لا اقل د ده په څو ادبي نثرونوکې داسې بریښي چې د تخیل او هنریت تله پکې تر فکره کمه وي ،خو دا کومه داسې نیمګړتیا نه ده چې موږ ګوته ورته ونیسو،بلکه زموږ د ډیرو لویو لیکوالو (د هغو چې په خپلو آثارو کې ) یو فکر ارایه کولای شي دا خاصه ده چې کله کله د فکر لیږدولو ته تر هنري او شعري مواصفاتو زیاته پاملرنه کوي.
د رحماني صیب د دې هڅې یو ارزښت ښایي دا هم وي چې یو ځل بیا یې هنري نثر لیکلو ته د لیکوالو پام راواړاوه ، زموږ ځیني شعري او هم نثري صنفونه د بیلابیلو دلایلو پر اساس د هیریدو په حال کې دي ،مثلا موږ اوس د قصیدو شاعران نه لرو ،مثنوي هیره شوې ،چاربیته او بګتۍ اوس څوک نه لیکي همدا شان د لنډې کیسې او منثور یا سپین شعر په دودیدو د ادبي نثر له لیکلو زموږ لیکوالو مخ واړاوه ،حال دا چې دا قالبونه او صنفونه باید هیر نه شي او باید وپالل شي ،پرته له هغه به زموږ راتلونکي نسلونه دا ښکلي قالبونه او ادبي صنفونه هیر کړي.
زه رحماني صیب ته د هنري نثرونو د دې ښکلې ټولګې د چاپ مبارکي وایم او ده ته د ده په راتلونکو هنري او ادبي کارونو کې د لا پراخ زړه ،رسا قلم او لوېې حوصلې غوښتونکی یم.
په عاجزۍ او ادب
عبدالهادي هادي
سیدني / استرالیا
مننه هادی صيب
هادي جانه لیکنه مې دې خوشه شوه،په لوستلو يې یوه تیره خاطره رایاده شوه. پر کابل طالبان حاکم شول، پر ژیره لمانځه او اوداسه یې خورا ټینګار کاوه، زما ژیره شه پنډه وه. یوه ورځ سره له یوه همکاره د ماسپښین د لمانځه پر مهال ناببره پر یوه وسلوال طالب ورپیښ شوم، وارمو خطاشو، توکل مې وکړ ورته ومې ویل عالیقدر ملا صاحب نږدي مسجد به چیرته وي، ده په ډیر احترام را غبرګه کړه(مولوي صاب لږ وړاندي چې ولاړسي،وپوهیدي باره مسجد به وویني)
انډیوال مې اوس لاهم مولوي صاحب راته وایې
بریالی اوسی