تاند- په جرمني کې د کیکسا د ډیزاین مرکز د دې لپاره چې په ښارونو کې د ترافیک یا بیروبار مخه ونیسي د موټر او موټرسایکل ترمنځ نقلیه وسیله طراحي کړې ده.
د جرمني په مونښن (مونشن- مونیخ) کې د کیکسا د ډیزاین مرکز دا موټرونه، چې په حقیقت کې یو ډول تېزې ریکشاوې دي داسي طراحي کړي چې هم دوه او هم څلور ټایزونه لرلی شي.
د دې موټرو ښېګڼه دا ده چې په هر ځای کې په اسانه درېدای شي، مصرف یې کم دی او د پارکینګ ستونزه یې لږه ده.
دې ته ورته موټرونه پخوا هم جوړ شوي خو د لېرې سفر لپاره مناسب نه دي بلل شوي په تېره بیا که خدای مه کړه ترافیکي پېښه کېږي د سپرلیو ژوند یې له زیات خطر سره مخامخ کېږي.