خبره څلور کاله دمخه پېښه شوه خو تر اوسه مې له شرمه چا ته نه ده ویلې. اوس وایم چې ودې ښي چې د شپې هر سړی وېرېږي، څوک یې حال وا یی څوک یې نه وايي. دا د کوړاخ کوړاخ برېتونو شمله ور خانانو ملکانو، دا د ادبي شاهکارونو لیکونکو، دا نه ماتېدونکو جنرالانو، په ټولو به یوه نه بله همداسې پېښه شوې وي چې حال یې نه وايي. یوه وردګ په ټوکه یا په رښتیا د ځدراڼو د کوم خان پورې ویل چې ډم یې د تخرګه لاندې ویښتان په نوسي را ایستل او بیا يي په سپږ مو پېښه وکړه. یو یو وېښته یې په نوسي ترې راشکاوه. وردګ وايي به همدې وخت کې د خان اودس ما ت شو، نو یې تمانچه د ډم پسې را وایسته، خو هغه هوښیار و، ویې ویل «خانصیب، د یو تار وېښته تر نورو اوږد و. سر یې ان تر سغۍ رسېده.»
څلور کاله دمخه چې کلي ته لاړم نو په مځکو او باغونو ګرځېدم چې د وړکتوب یاد تا زه کړم. کوز باغ د مېوو و، په کور پورې نښتی. بر باغ د چنارونو او سپېدار و، یوه نیمه میوه لرونکې ونه هم ورکې وه.
چې ورغلم دوه غواوې ورکې څرېدې، بتري ماران مې ولېدل چې نابلده یې په ژېړ رنګ وېرېږی خو زهر نه لري، او موږ به ملاوستنی ورنه جوړاوه. کیشپان و چې په اغزنو بوټو کې یو بل سره جنګېدل، کړپهار يې خوت. د کلي نجونو به ورباندې د خټو کوټنۍ جوړولې. په یوه يې ښځه نانځکه (بیبي درنګه) سپروله، په بل نارینه (نر تور). نور یې فرق نه کېده خو د نارینه، له پروتې نه جوړ شوی پتکی به سر، په ښځې د شلخي د پاڼې شال. بیا یې د دوی واده کاوه، په درنګ و درونګ په یې روان کړې وو، د تپیاکو دایره یې وهله بدلې یې ویلې:
ژاړه خورې ژاړه په ژړا کې شرم نشته دی + دلته دې بلار کور دی، هلته دې څوک نشته . دې ته مو بر باغ ویل. مشهوره وه چې باغ دروند دی، پیریان ورکې دي او پس له مازیګره ټولو ترې لاز چپوله.
څه به مو سر خوږوم ، خوزه همداسې مدهوش ورکې ګرځېدم، د ونو هغه لیکونه او څېرې مې شمارلې چې موږ لسیزې دمخه په چاقو یا لاره ورکې کیندلي وو. ونې اوغنې داسې ګورې وې چې ورکې لار کول آسانه نه و، زما نمت دا و چې ځان د دنب روبا ونې ته ورسوم. دا ټیټه ونه د تورآلو په شان مېوه کوی خو اوږدوړې، د سور لنډي لکۍ ته ورته ده. سورلنډی د ګیدړ په شان، چرګ خورځناور دی. په دې ټیتې ونې مارغان ، په تېره ګوګوشتو کوتره ځاله جوړوي، کله به یې بچي کوز پرېوتل، سره غوښه، وازې خولې پړپېدل، موږ به بیرته ځاله کې کیښودل. زموږ ماشومانو د همدې چاپېریال سره سخته سوله ییزه مامله وه، تر دې حده چې مرغان له موږ نه نه وېرېدل، موږ به خپلې لوبې کولې او دوی خپلې. کله به مو یو بل سره د ګډې لوبې تکل هم کا وه. مږو او نولي (موش خورما) په مني بادام او اغوزان راټولول د لوی چنار په ډډ کې یې ژمي ته ساتل، موږ ته يې ځای مالوم و، ورتلو به، لمنې مو ترې ډکولې. یو قسم مارغه دی، کیشکره یې بولی، زموږ وچه ډوډي، یا پوڅه پنېر چې کله کله مو په پاڼو کې غرمې ته ساتله، را نه الوځوله. داسې هم پېښېدل چې د دوی په شوربګت ګډ شو، پوهېدو چې منګور یې ځالې ته ورغلي، لا به ړو، هغه به مو واژه.
نو اوس راته دا درستې خاطرې راپنځېدلې او کرار کرار روان وم چې ناڅاپه کوم شي راباندې بړچ وهل. ګورم چې سور لنډی دی، د سپی په شان یې داړې راته جینګې کړي، د حملې تابیا لري. نور مې ډیل و نه کړ، ترې راخپلې مې کړې. چې ښه لرې لاړم او دی راپسې رانغی نو مې د ځان پورې وخندل، لوی سړی او له ګیدړ نه تېښته، بیرته ورغلم چې ودرېږه ستا پلان او دا مان کړي، ته دومره باتور شوې؟ د کوم چا شعر را یاد شو: که ګدړ په جنګ باتور وې جنګ یې هېر شي+ چې په سر وخوري څاپېړه د ضیغام ( دا توری او غضنفر، اسد او لبوه او شپېته نورعربۍ کې زمري ته وايي، خو عربستان کې اوس نشته)
نو مې ځان ورته ببر کړ، پرې ورغلم، چې بیا یې سوړې ته نژدې شوم نو مې یوه کریغه هم ووېسته چې ویې ډار کړم خو که ګورم بیا راپسې راغله، همداسې پسې غرغده ، داړې یی را پسې جینګې کړې. خو له یې د چینایانو په څېر له غاښونو ډکه. زه ورنژدې شوم چې که وتښتي خو هغې راباندې د حملې تابیه نیوله، نو ځان مې تسل کړ چې که غل نه تښتي مل دې و تښتي، بیا وتښتېدم. تر کوره مې خندلي خو هېچا ته مې حال ونه وایه.
Mohtaram Shpoon Saheeb ma fikar na kawoo chee tasee ba domra takra hastee.
شپون صییب ډېره ښکلې لیکنه مو کړې او کټ مټ دې زمونږ د ویاړلی هېواد د سمسورو کلیو او بانډو تیر سوله ایز چاپیریال را ښکاره کړی ده.
دا هغه طلایی وختونه وه چه د تل لپاره ورځنې محروم او بې برخې شوو.دا هغه انسانی وختونه وه چه د لوی څښتن مخلوق په سوله او ټیکاو کې د یو بل په څنګ کې ژوند کاوه. نه جنګ وه او نه ورور وژنه او هر چا په خپل کور او ماحول کې د مصونیت او ارامی هر اړخیزه احساس کاوه.
ګران شپون صیب د انسانی ښکلاوو ترسیموونکی قلم دې تل په حرکت او په ژوند دې برکت شه
د تاسو د سوکاله ژوند او روغتیا په هیله
کبیر الینګاری
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
شپون صيب الله دې راوله! دا له سورلنډۍ سره دې څه کانې پيل کړې دي! ښايسته ليکنه مو کړې او د ژوند ډېره ښايسته خاطره مو ياده کړې ده، مګر زما بيا دغه کرښه خوښه شوه (دا یو تار وېښته تر نورو اوږد و، سر یې ان تر سغۍ رسېده)، چې د افغانستان د غميزې دړدنګ ته نغوته کوي!، ځکه د افغانستان د غميزې د رښکيو ريښه تر نورو اوږده شوه، چې سر یې ان د افغانستان تر سغۍ رسېده
معه سلامو کم الاهلول فنون
ملا ميوند آخوند
ګران شپون صاحب په والله چی ډیر خوند یی وکړ . طنز ته می ډیر وخندل ، خو تر ټولو زیات یی زما د پښتو ژبی اصیل لغاتونه چي په ښکلو جملو کی استعمال شویدی ډیر خوښ شول. عمر د ډیر ا و قلم د رسا اوسه.
شپون صيب الله دي ژوندى لره خوندوره ليكنه دي كري وه خو دي اوژده ويشته ته مي دير وخندل
یاره استاذ خدای دې ژوندې لره ډېره په زړه پورې لېکنه دې کړې ده، خصوصاً د وطن د سمسورتیا خبرې دې چې کړي کله کله به مې مور هم موږ ته د خپلو باغونو خبرې کولې چې داسې شنه ځایونه دي او داسې باغونه دي خو اوس متعصفانه جنګونو راته هر څه تباه کړل بل پند په دې لېکنه کې دا دی چې هر انسان ډارن وي
ای هی سورلنډیه ! تا له کله راهیسې بدماشي زده کړه ؟؟؟ استاده اوس به هم مذکور سورلنډی په بر باغ کې تشریف لري او که نه ؟؟ که وي پته یې اړینه ده ، چې داړې ترې راوباسم … او بل دا چې استاده ته هم ، په داسې حساسو حالاتو کې له ځان سره فکر کوه ، هرې خواته سورلنډیان او شغالان خواره دي،هسې نه چې داړې درته جینګې کړي .
SALAM
کور دې اباد، والله چې ښه توره دې کړی، که نور څه نه وي ځان خو دې تر کوره په امن کې رسولی دی.
د شپون صیبب د کیسي په اوریدلو سره د لینن هغه خبره را په یاد شوه چې وایي قهرمان هغه څوک دی چې د هر ډول خطر په وخت کې
ځان وژغوري نو شپون صیب هم د دي وینا سره سم قهرمان ګڼم
مننه
شپون صا حب مضمو نو سره دی علا قه لرم همشه با صحته او موافق اوسی
شپون صیب! خو زوموږ د ریالیستو لیکوالانو لې ډلې دی، عمر یې اوږد او دښه ژوند په هیله