جمعه, مې 3, 2024
Home+د منظرکشۍ پاچا / غني حسن

د منظرکشۍ پاچا / غني حسن

د پښتو په داستاني ادبیاتو کي د منظرکشۍ پاچا؛  نصیراحمد احمدي

منظرکشي چشي ده؟ 

اصلن منظرکشي/ انځورگري یاهم که ووایو چي تصویرسازي نو د دا ټولو مفاهیمو سره به څوک نور هم بلد سي. منظرکشي د روښانه او تشریحي ژبي کارولو ته اشاره کوي، چي څوک حواسو ته دننه کوي، د لوستونکي لپاره ذهني انځورونه او حسي تجربې رامینځته کوي. په دې کي د کلمو او جملو کارول شامل دي، چي د حسي احساساتو لکه د لیدلو، ږغ، خوند، لمس، او بوی راپاروي. په داستاني ادبیاتو کي د منظرکشۍ رول او اغیزه د پام وړ ده، ځکه چي په داستاني ادبیاتو کي په بډایه‌توب او ژورتیا کي ښه د پام وړ مرسته کوي. د منظرکشۍ مفهوم به ځکه نور ورته وکاروم، چي په پښتو ادب کی تر تصویرسازۍ او انځورګرۍ  منظرکشي ډیر لیکل سوی او کار سوی مفهوم دئ. نو په همدې اساس زه هم همدا مفهوم لیکم او په پښتو داستاني ادبیاتو کي د نابغه لیکوال ارواښاد نصیراحمد احمدي دناولونو د منظرکشۍ څو نمونې راوړم.

نصیراحمد احمدي یو طرف ته پر پښتو ادب خورا د خوند، فکر او ناویلي سوژې او کیسې ولورولې بل طرف ته ئې د داستاني ادبیاتو دا پانګه په خپلو زبردستو، هنري، او شهکارو داستانونو کي د فکر، هنر، ښکلا او عاطفې برخه هم قوي پرېښول. هم ئې داستاني ادب پر پښو ودروئ او هم ئې د تول په کاڼو برابر میراث راپرېښوئ. دا چي موضوع یوازي د منظرکشۍ ده، زموږ د داستاني ادبیاتو دغه پاچا پخپل داستانونو کي هم د منظرکشۍ دپاچا نوم وګټئ، ځکه د داستان هره برخه، هره صحنه او هر ډایلوګ ته ئې په داسي ظرافت تصویر جوړ کړی دئ، چي همدا تصویرونه موږ د داستان ښکلا او خوند ته ننباسي.

۱- د منظرکشۍ دا پاچا زموږ فکر او حواس پخپلو داستانونو کي مشغول کړل. تاسي لاندي منظرکشۍ ته په دقت متوجه سئ، چي هم به ږغ واورئ او هم به ووینئ او هم به ئې احساس کړئ:

(… شپه وه، خو سپوږمۍ ته د موږک برېت هم ښکارېده. د رحمدل غوسه‌ناک غږ راغی، په کړکۍ کې ورته کېناستم. يو ځای پرده چوله وه. رحمدل له نيازۍ مچکه غوښته، ساده مچکه نه وه، له شونډو يې خوله اخيسته، خو د نيازۍ زړه نه و. رحمدل ته غوسه ورغله، له ناړو سره يې شنه نسوار بادېدل…) 

په اخ‌وطنه! ناول کي: په شپه کي د شپوږمۍ رڼا ته د موږک د برېت تصویر وګورئ او بیا  د رحمدل له ناړو سره يې د شنو نسوارو د بادېدلو تصویر او غوسه‌ناکه ږغ واورئ.

یا هم: 

د خونکار دا برخه:

 سپوږمۍ وه، سړي  منډې وهلې…ساه يې لنډه لنډه کېده، يو ځای ولوېد، بېرته پورته شو، پښې يې بېسېکه وې، پر وچو  پاڼو وخوت، زړه يې ولړزېد، شا ته يې وکتل، پر اوږه کې يې نری درد تېر شو، لاس يې ورووړ، ګوتې يې په  وينو لندې شوې، څو ګړندي ګامونه يې واخيستل، پښه يې د دوو تيږو تر منځ بنده شوه، پړمخي پرېووت، له خولې يې لاړې وبهېدې، د ولاړېدو سېکه يې نه ليده، يوې ټيټې ونې ته ور وښوېد، د ونې تنې ته يې څنګ ولګاوه، غوږونه يې څک کړل، چوپه چوپتيا وه، چرچرک نارې وهلې….

يوه پيغله  له کلا ووته، باغ ته ولاړه، يوه سپينه جنت کوکۍ (شب پرکه) پر سره ګل ناسته وه، د نجلۍ ګرده لمن له بوټي سره ولګېده، ګل وښورېد، جنت کوکۍ خپل سپين وزرونه ورپول، والوته، په هوا کې له يوه بل پتنګ سره يو ځای شوه، وروسته په شنو پاڼو کې تر سرو مڼو پټ شول.

۲- احمدي موږ ته پخپل دا جانانه منظرکشیو سره روښانه توضیحات راکوي، نه ګونګوالی لري او نه خړپړ تصویر جوړوي، نه مو ورکېدو ته پرېږدي او نه مو هم د کشمکش دنیا ته بیايي:

(کله چې په دښته کې ولاړې ونې ته ورنږدې شوه، يوه هلک منډه …بوړبوکۍ له ځان سره خاورې او خځلې راټولولې… يوې نجلۍ په بيړه بوړبوکۍ ته وکتل، رنګ يې ژيړ شو، څو ګامه يې واخستل، ولوېده او په تاوېدونکو خاورو کې پټه شوه. بوړبوکۍ څو دورې وخوړې . بيا د  ډنګرو مېږو او اوزو په منځ کې تاو راتاو شوه اوخپله مخه يې ونيوله. نجلۍ ودرېده، له خپلو سترګو څخه يې خړ او سپېره ويښته لرې کړل او په بوړبوکۍ پسې يې په وېره وکتل . هلک په بيړه ورنږدې شو او په حيرانۍ يې وويل : رڼا

۳- د منظرکشۍ دا لیکوال د لوستونکي د مزاج سره سم فضا ترسیموي او کله کله د حواسو ټولو څانګو ته ځان رسوي لوستونکی په دې مشغولوي، چي د ټولو حواسو فعالیت ولري لکه:

(شېرمحمد څادر هوار کړ، په توره شپه کې ودرېد، له لمانځه وروسته يې بالښت ور واخيست. په بړستن کې ننوت، د بړستنې سوړ بوی ته، ساه يې بنده شوه،  بېرته يې سر لوڅ کړ،  غوږ يې ونيو، د سيند د څپو نری شڼهاری اورېدل کېده، کله کله به  د شغالانو انګولا ورسره ګډه  شوه. بيا يې يو غږ واورېد، په چوتره کې يو څوک ګرځېدل، شېرمحمد ورو ولاړ شو، تر اورسۍ يې د باندې وکتل، تياره وه، د کلا تر هسک تور ديوال پورته راڼه ستوري ځلېدل. د پښو د ګوتو پر سرونو د کوټې دروازې ته ورغی، زولفۍ يې کړه، بېرته په خپل ځای پرېووت، تبر يې په بړستن کې ننه ايست. 

يودم د کوټې په پرده ژېړه رڼا ولګېده، شېرمحمد ورو ورسۍ ته ورنږدې شو، په کلا کې بل څراغ ګرځېده.  شېرمحمد په ځير ورته کتل، د څراغ پلېته ټيټه وه، مازې د يوه بنيادم په خړو پايڅو او لمنې لګېدله. جامې د نارينه وې، څراغ يوه  شېبه تاوېده، وروسته په يوه کوټه ننوت). 

په توره شپه کي د بالښت موندل بې له لمسېدو نه کېږي، د بړستني بوی، د سیند دڅپو نری شڼهاری او د شغالانو انګولا اورېدل او تر اورسۍ دباندي کتل د ټولو حواسو مشغولتیا ئې په خورا ښه انداز کړې ده. 

۴- د داستان دا نابغه پخپلو داستانونو کي د منظرکشۍ په قوت زموږ په احساساتو خپل موضوعاتو ته موږ دننه کوي، او کله کله بیا په سمبولیزم سره د منظرکشۍ پیاله نوره هم پيمانه کوي؛ هم سمبولونه وړاندي کوي او هم تصویرونه په حرکت راولي وګورئ او ولولئ:

(شېرمحمد په سپېدو کې له کوره ووت، له دښتې تېر شو، پرغونډيو واوښت، مازديګر قضا ستړی ستومانه يوه کوچيني کلي ته ورسېد. کلی په يوه خړه دره کې پروت و، شاوخوا يې هسکې غونډۍ ولاړې وې.  لاندې خړ کورونه ښکارېدل، څنډې ته څپانده سيند روان و،  له سپينو ځګونو تورې غټې تيږې راوتلې وې).

یوه خبره درته وکړم. 

تاسو د ناول دې برخي ته پام وکړئ، سپيدې، مازیګر، څپانده سیند او سپين ځګونه ټول په حرکت کي دي، هم خپله حرکت لري بدلېږي د زمان سره سم د طبعیت نور څه هم بدلوي، د انسان ورته په کتو خپله هم په حرکت کي راځي. 

۵- منظرکشي د اشخاصو ځانګړتیاوي هم روښانه کوي، په همدې برخه کي د منظرکشۍ دا استاد تاریخي څېرو دا ځانګړني داسي ترسیموي:

(ميرويس خان شاوخوا وکتل، په جنګي کلا کې ګڼ کورونه اباد وو، بازار يې درلود، يوې بلې خواته پلې او سپاره پوځيان  ګرځېدل… ميرويس خان  د دوو عسکرو په بدرګه  مخکې لاړ، په جنګي کلا کې يوه بله وړه کلا جوړه وه، دا کلا يې د نارنج ماڼۍ بلله. ميرويس خان د نارنج ماڼۍ ته ور ننوت، ښکلې  وه، په سپينو دېوالونو کې يې ګچينه  مېناتوري ښکارېدله. ميرويس خان يوه ارت سالون ته ور غی. ګرګين له رنګه سور سړی و، شنې کڅوړنې سترګې يې درلودې، ډبلو سرو برېتونو يې لاندينۍ شونډه پټه کړې وه.

ميرويس خان ورغی، تعظيم يې وکړ، شاوخوا يې وکتل، سالون هسک و، پر مخامخ دېوال د غروب  غټه منظره را ځړېدله. په منظره کې لمر ټيټ و، د سمندر اوبه سرې ښکارېدلې…)

په پورته نمونو کي د میرویس خان شاوخوا کتل، تعظیم کول او هغه څار د هغه ځېرکي د هغه بیداري یا هم د ګرګین رنګ او شنې سترګي ډبلو برېتونو او د لاندنۍ شونډي پټوالی د هغه د کرکټر او حرکتونو معرفي خورا ښه تصویروي. 

۶- احمدي دمنظرکشۍ په خاصو نقطو کي د سمبوليزم ځیني خورا پټ او ظریف سمبولونه وړاندي کوي، دا چي د منظرکشۍ جوړښت کي د سمبولیزم رول مهم دئ همداسي احمدي پخپلو ټولو داستانونو کي دې سمبولوته پام کړی دی او مهم ئې بللي دي، یوه نمونه ئې:

 ( …د ماښام له لمانځه سره ستورې وځلېدل…ډله روانه شوه، ټوله شپه يې مزل وکړ، د سهار په خړه کې يې اذان واورېد. ورغلل، په سپېره دښته کې اوه – اته خړې کومبدې ښکارېدلې… لږ ور هاخوا تورې رمې پنډې وې.

بلوڅ څا ته ورغی، يوه وړه ډبره يې ور واخيسته، لاس يې د څا پر سر ونيو، ګوتې يې خلاصې کړې. ښه شېبه غلی و، وروسته يې په اوبو کې د تېږې د لوېدو غږ واورېد، ټنډه يې تروه شوه:

_سل ګزه لاندې دي، زما له وسه وتلې ده.

ميرويس خان د ډولچې پړي ته لاس ور وغځاوه، خو تر هغه مخکې آهنګر پړی ونيو، د څرخ غنجا شوه، له مخامخ کوره يو څوک را ووت، بېرته کور ته ننوت، دوې خټينې کوزې يې راوړې)

د ستورو ځلېدل، د سهار اذان د څرخ غنجا او ږغ او یا په حرکت کي راوستل دا ټول د کامیابۍ او بري سمبولونه دي، چي مخکي له مخکي ورته د فتحي زیری ورکوي، خو لیکوال په داسي انداز رااخیستي دي لکه په فلم یا سریال کي چي ځيني پېښي کېږي خو څرکونه ئې په یوه سمبول یا نښو کي مخکي له مخکي تصویر سي. په ټوله کي، په داستاني ادب کي  منظرکشي یوه پیاوړې وسیله ده، چي د لوستلو تجربه بډایه کوي او لیکوالانو ته دا لاره پرانیزي، چي پیچلي نظرونه، احساسات، او فضا په زړه پوري او په هڅوونکي طریقې سره وړاندي کړي. د لوستونکو لپاره، انځورکشي یا منظرکشي خورا مهمه ده، زموږ د پښتو د داستاني ادبیاتو ارواښاد نصیراحمد احمدي بې دې برخه کي بې جوړي و او موږ ئې د منظرکشۍ پاچا نوموو. روح یې ښاده پر ګور یې انوار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب