سه شنبه, دسمبر 3, 2024
Homeادبلنډه کیسهحباب/اجمل پسرلی

حباب/اجمل پسرلی

ټوله شپه اړخ په اړخ اوښته. پیښمانه و چې ولې  نوې ډیلي ته راته. په کابل کې ډاکټر ورته ویلي و چې  په بهر کې دې هم همدا دوا ده. خو د کورنۍ غړي یې چې سم خبر هم نه وو چې ناروغي یې څومره سخته ده، په ده پسې شول چې هند ته د درملنې لپاره ولاړ شي.

د هوټل د کوټې پرده یې کش کړه. بهر باران وریده. رڼا شوې وه خو لا لمر نه و راختلی. د باران څاڅکي  پر پاخه سړک د څراغ  پرتې رڼا ته ځلیدل. څراغ ته یې سترګې ونیولې:

«تا خو هم ټوله شپه رڼه کړه، ته هم زما غوندې ستړی ستومانه یې؟»

« ته خو هره شپه همداسې بل یې، اموخته شوی به یې؟!»

غځونې یې وکړې:

« زه روږدی نه یم ځکه مې ملا او ځان داسې درد کوي، که نور د بې خوبۍ وس راپاتې نه دی»

« ستا چې وخت پوره شي بیا به هوسا شې، نور به هیر شې»

«زه ژر نه هیریږم شاوخوا د کورنۍ غړي، خپل خپلوان به خدای خبر تر کله زما ویر کوي، دریمه به وي، جمعه به وي، څلویښتي به وي، اختر به وي، کال به وي…څومره له غمه ډک یوو، څومرو ته غمونه پریږدو»

«ته ښه یې د ډيران موټر ته چې یې پورته کړې همهغه شیبه به ورک یې نورو ته هم ویر نه پریږدې ستا پرځای به بل څراغ ته شاوخوا خلک لا خوښي کوي چې ښه شو چې نوی شو».

پرده یې بیرته کش کړه کوټه د ډبلې پردې له کشیدو سره تیاره شوه، کمپله یې پر پښو واچوله، سترګې یې وزنګیدې.

چې سترګې یې رڼې کړې، دروند خوب یې کړی و، شپه ورځ یې لا هیره وه. د پردې ژۍ یې جګه ونیوله، اسمان وریځ و، د سړک د غاړې څراغونه مړه وو. پر سړک د باران دانه دانه حبابونه جوړیدل، ماتیدل.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب