پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد هلمند والي: ایران طالبانو ته وسلې او مهمات ورکړي دي

د هلمند والي: ایران طالبانو ته وسلې او مهمات ورکړي دي

تاند(جمعه، د اسد ۳۱) د هلمند والي وايي چې ایران له طالب جنګیالیو سره د نوې وسلې او مهماتو مرسته کړې ده.

د هلمند والي محمد یاسین ضیا د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل: “د دوی اړیکې د ملا نعیم بریا لخوا رامنځته شوي.

نوموړي ویلې “چاودیدونکي توکي، کیمرې او نوې وسلې دا په ګوته کوي چې زموږ ګاونډي هیواد ایران د دې ډلې ملاتړ کوي.”

ایران په دوامداره توګه په افغانستان کې طالب جنګیالیو ته د وسلو د مرستې تورونه رد کړي دي.

په دې وروستیو کې لویدیځو رسنیو د افغانستان او امریکا د استخباراتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان د هوایي ځواک دوه هلیکوپټرې په دې وروستیو کې د راکټونو په واسطه په نښه شوي وې چې زیات ګمان د دې و چې د ایران لخوا له طالبانو سره ددې الوتکو په ویشتلو کې مرسته شوي ده.

1 COMMENT

  1. زه په دې باور شوی یم چې د جهاد خبره یوازې پر شخصي ګټو باندې را څرخي او بس، باغیان یوازې خپلې شخصي ګټې په کې پالي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب