شوکت الله عابد
د مؤخې په بنسټ څېړنې په ټولیزه توګه په درې لاندې برخو ویشل شوي دي:
الف- بنسټیزي یا بنیادي څېړنې Fundamental Research
ب- تطبیقي (کاربردي) څېړنې Applied Research
ج- عملي څېړنې Action Research
الف: په ټوله کې د بنسټیزو څېړنو (تحقیقات بنیادي Fundamental Research) موخه د پوهې او علم پراختیا ده چې د اشیاؤ د ماهئیت پیدا کول، د متغیرونو Variables، اصولو او قواعدو تر منځ اړیکې تعریفوي او همدارنګه د دې څېړنو یوه مؤخه د نظریو او تئوریو جوړول او ارزونه هم بلل کیږي.
ب: تطبیقي یا کاربردي څېړنې (Applied Research) د بنسټیزو څېړونو د پایلو پر اساس تر سره کیږي چې د دې څېړنو اساسې موخه د یوې ننګونې (چالش) لپاره د حل لارو لټول دي، د اڅېړنې تر ډیره د علمي او څېړنیزو موسساتو له لورې ترسره کیږي.
د دې څېړنو اساسې موخه د روشونو، ساختارونو، وسایلو، تولیداتو بهبود او لا بهتر والی وي.
په دولتي او تجارتي سازمانونو کې د څېړنې او پراختیا Research and Development د واحد اصلي موخه د دې څېړنو د ترسره کول وي. مثلاْ څنګه تولیدات پراختیا ومومي یا هم د تولید مدلونه پراخه او مؤثر شي.
ج: درېم ډول څېړنې عملی څېړنې Action Research دي چې په عملي بڼه ترسره کې او د یوې ځانګړي مسألی حل یې اساسې مؤخه وي. د یادولو وړ ده چې دا څېړنې د علمي نظریوو او تئوریو د پراختیا لپاره نه کارکول کیږي.
د موخې په بنسټ د څېړنو لومړني پورته دوه ډولونه د علمي او څېړنیزو مؤسسو اساسي ابزار دي او د همدې څېړنو پر بنسټ کولې شي د علمي دایري د پراختیا سبب وګرځي او د مسألو، ننګوونو او ستونزه د حل لپاره غوره حل لارې او وړاندیزونه پیدا او ټولنې ته وړاندې کړي.
نور بیا…..