یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد هېواد په ځینو ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ ۲۶ پېښې ثبت...

د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ ۲۶ پېښې ثبت شوې دي

تاند(جمعه، د اسد ۳۱) د هېواد په یوړشمېر ولایتونو کې روغتیايي مسوولین د روان کال له پیله د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو له زیاتوالي خبر ورکوي او زیاتوي د یادې مودې راهیسې په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې ۲۶ مثبتېې پېښې ثبت شوې دي.

د هېواد په سویل کې د کتلوي معافیت مسولین وايي څرګندوي چې له ۲۶ پېښو له ډلې یوازې ۱۲ یې هلمند، ۸ کندهار، ۴ ارزګان، ۱ زابل او یوه هم نیمروز ولایتونو کې دي.

د هېواد سویل کې د ګوزڼ د پېښو زیاتوالي په تړاو روغتیايي مسوولین اندېښنه لري.

د سویل لویدیځې حوزې د کتلوي معافیت عملیاتي مسوول، عبدالقیوم پخلا د دغه پیښو د زیاتیدو په اړه ویلې چې د کندهار لپاره دا د پولیو له مخې ښه کال نه دی چې د هېواد په کچه ۳۷ او کندهار کې ۸ پېښې ثبت شوې دي.‎

خو د کندهار د عامې روغتیا چارواکي وايي ټول تمرکز يې د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه و او په روان کال کې يې یوازې دوه ځله د ګوزڼ ضد کمپاینونه تر سره کړي دي.

د دوی په خبره په کندهار کې د ګوزڼ د مثبتو پیښو د رامنځته کېدو له امله يې تازه په یو شمېر ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسینونه پیل کړي دي.

په روان کال کي د هیواد په کچه د ګوزڼ ۳۷ مثبتي پیښي ثبت شوې دي چې له دې دلې ۲۶ مثبتي پيښي د هېوا سویل کې دي.

د دغو پېښو له ډلې ۲۲ یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دي چې طالبانو له دوو کلنو راهیسې کور په کور د واکسیناتورانو پر ګرځېدو بندیز لګولی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب