یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهجرد کوشنر وایي که ټرمپ د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې بریا خپله...

جرد کوشنر وایي که ټرمپ د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې بریا خپله کړي؛ نو ایران سره د سولې خبرې کوي

تاند(جمعه، د اسد ۳۱) د امریکا رسنیو د ټرمپ د ځانګړي سلاکار جرد کوشنر له قوله خبر ورکړی که د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ یو ځل بیا د امریکا ولسمشر شي نو له ایران سره به سوله وکړي.

د ټرمپ سلاکار جرد کوشنر رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که ټرمپ دا ځل په ولسمشریزو ټاکنو کې ګټونکی اعلان شو نو ایران سره به د سولې مذاکرات پیل کړي.

کوشنر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په امریکا کې ډېری سیاستوال په دې باور دي چې ټرمپ هېڅ وخت له ایران سره د سولې خبرې نه کوي.

دوی وایي که ټرمپ د بیاځل لپاره د امریکا ولسمشر شي نو بیا به هم له ایران سره دخبرو لپاره زړه ښه نه کړي، دا د ټرمپ یو کمپایني شعار دی او بس.

کوشنر بیا ویلي، چې ټرمپ غواړي چې تر ټاکنو وروسته له خپل ایراني سیال سره وویني او د سیمې امنیت او ثبات لپاره ورسره یوې هوکړې ته ورسېږي.

کوشنر دا خبرې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په ډونالډ ټرمپ توندې نیوکې وکړي او هغه یې یو ناکام ولسمشر وبللو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب