یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې...

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې ۹۰ تنه طالبان وژل شوي

تاند، جمعه د اسد ۳۱مه: د ملي اردو ځواکونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په شمال او شمال ختیځو ولایتونو بلخ، فاریاب، جوزجان، سرپل او کندز کې طالبانو ته د سختو تلفاتو اړولو خبر ورکوي.

په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین او په کندز کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پورته ذکر شوو ولایتونو کې ۹۰ طالبان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي.

د چارواکو په خبره طالبانو ته یاده مرګژوبله هغه مهال واوښته چې دغې ډلې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو په بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې ددغې ډلې ۵۲ تنه جنګیالي ووژل شول او ۲۶ نور ټپيان شول.

خبرپاڼه زیاتوي په وژل شوو کسانو کې د طالبانو دوه مهم قومندانان عبدالفتاح اوقافي او ملا کریم هم شامل دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي چې امنیتي ځواکونو له هوايي قواوو سره په ګډه د طالبانو بریدونه په شاه کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه بریدونه د فاریاب په خواجه سبزپوش، د سرپل په صیاد او سانچارک، د جوزجان په فیض آباد او آقچه او د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.

چارواکو افغان ځواکونو ته په دغو نښتو کې د اوښتې مرګژوبلې په هکله معلومات نه دي ورکړي.

په کندز کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو هم ویلي، چې طالبانو له څو ورځو راهیسې د کندز –خان آباد پر لویه لاره د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړي دي.

د پامیر قول اردو د معلوماتو له مخې امنیتي ځواکونو دوه ورځې وړاندې په دې سیمه کې عملیات پیل کړي، چې په پایله کې یې د طالبانو د څو قومندانانو په ګډون ۳۸ غړي ور وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان شوي دي.

د همدې نښتو له امله د کندز لویه لاره د یو څه وخت لپاره تړل شوې وه. د ۲۱۷ پامیر قول اردو وايي طالبانو ددې لارې په اوږدو کې بمونه ځای پر ځای کړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. ژوندی سرلوړی دی وی د افغانستان مسلحی دفاعی قواوی۰
    افغان اردو پولیس او امنیتی قواوی د افغانانو فخر دی۰

    برباد او نابود دی وی مخ توری دشمنان اخترام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب