یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeجنرال وزیريد افغانستان د بدمرغۍ تړون| جنرال دولت وزیري

د افغانستان د بدمرغۍ تړون| جنرال دولت وزیري

کله چې په کابل کې د انګریزانو استازی، ویلیم حې مکناټن (۲۴ اگسټ، ۱۷۹۳ ز. – ۲۳ ډيسمبر، ۱۸۴۱ ز) د وزیر محمد اکبرخان له خوا ووژل شو او بيا له دې سره انګرېزان دېته اړ شول چې کابل خوشې کړي او خپل ځواکونه جلال اباد ته ولېږدوي، هغه مهال چې دوی له کابل څخه د تیزین او ګندمک له لارې جلال اباد ته پر لاره وو، د افغانانو د بريدونو له امله يې ټول ځواکونه ووژل شول، یوازې یو تن ډاکټر برايډن خپل ځان نیم ژوندی جلال اباد ته ورساوه او خپلو ملګرو ته يې د دې پېښې خبر ورکړ.

انګریزانو له همغه مهاله د دې په لټه کې وو چې د دې پيښې کسات واخلي، لومړي يې وزیر محمد اکبر خان د یوه هندي ډاکټر په واسطه مسموم او وواژه، وروسته يې د امیر شیرعلي ځان د واکمنۍ پر مهال(۱۸۷۸ میلادي کال د نومبر شلمه) د سترو او په وسلو سمبالو لښکرو سره د خیبر، کورمې او بولان له لارو د افغانستان پر لوري حرکت وکړ.

امیر شیرعلي خان له روسیې څخه د مرستې غوښتلو په خاطر مزارشريف ته لاړ او هلته يې په ۱۸۷۹ ميلادي کال له دې نړۍ سترګې پټې کړې. په کابل کې د امير شیرعلي خان مشر زوی محمد یعقوب خان لومړی د پلار ځایناستی او بيا د پلار له مړينې وروسته امیر شو.

انګريزانو دويم جنګ پر افغانانو تحمیل کړ. د انګريزانو يو ستر لښکر چې د خيبر او جلال اباد له لارې د خوږياڼيو ګندمک سيمې ته راورسید هلته يې اردو ووهله او امير محمد يعقوب خان چی ډير کمزوری امير و، ګندمک ته وغوښت.

کله چې امير محمد یعقوب خان ګندمک ته ورسيد، له سپا ه سالار داودشاه خان څخه يې پوښتنه وکړه:

«ايا همدا ځای ګندمک دی؟»

سپاه سالار داود شاه خان  ځواب ورکړ او ويې ويل:

«هو حضرت عالي! دا هغه ګندمک دی چې ۳۶ کاله مخکې د انګريزانو په زرګونه لښکر چې له کابل څخه جلال اباد ته پر لاره وو، دې ځای ته يې په ډيرې سختۍ سره یو شمیر پوځیان راورسيدل. دلته د خوږياڼيو او غلجايي حصارک د میړنیو اوسيدونکو له خوا تار او مار شول او دا هغه ځای دی چې انګریزي بيرغ دلته پر ځمکه ولويد او د بیرغ ليږدوونکي هم ووژل شو.»

انګریزانو خپل کسان واخیست د بیرغ د لويدلو پر ځای يې له بدمرغه امير سره د ګندمک ننګین تړون په داسې حال کې چې له امیر سره يې لومړی وزير حبیب الله خان، سپاه سالار داود شاه خان او نور ۲۵ تن لوړپوړي چارواکي ملګري وو، د ۱۸۷۹ میلادي کال د مۍ میاشتې پر ۲۶ مه نيټه لاسليک کړ چې له امله يې خیبر، پښین او کورمه له افغانستان څخه جلا او د بريتانوي هند برخه وګرځيدل او له دې سره د افغانستان د بد مرغۍ او تباهۍ ورځې پیل شوې.

بدمرغه کېوناري هم ښه ورځ ونه ليدله له خپل مرستيال سره یو ځای په ۱۹۷۹ میلادي کال د سپتمبر پر درېيمه نيټه د افغانانو لخوا په بالاحصار کې ووژل شو.

شاعر وايي:

سپی به ښه کړم له زمري نه

سپي د کور، زمری د غره دی

خر که خر دی وری(( بار )) وړي

خر سړی بدتر، تر خره دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب