سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Home+د اسلامي امارت د واک درې کاله پوره شول

د اسلامي امارت د واک درې کاله پوره شول

متقاعدجنرال دولت وزیري

به ژوند کې هر څوک او هره ډله هیله لري چې تل یې بریا په برخه وي. بریا تر لاسه کول دومره ستونزمن کار نه دی. څوک چې د بریا لپاره هلې ځلې وکړي، بریا تر لاسه کولای شي.

هغه لارې چارې چې د بریا لباره اړینې دي، له ټولو څخه مهم يې ټینګ هوډ او له ستونزو نه ویریدل دي. ځکه وايې: لویدل ڼاکامي نه ده، بلکې نه پاڅیدل ستره ناکامي ده.

په ژوند کې هیڅ څه ناممکن نه دي، د هر څه لپاره د حل یوه لاره وجود لري. په کار کې ابتکار، پر خپل وخت کار تر سره کول او نو اوری په ژوند کې د بربا ضمانت کوي. څه چې ډیر د اهمیت وړ دي هغه د بریا ساتل او له ستونزو سره ټینګه مبارزه ده. ځکه بریا ته رسیدل له ساتلو اسانه دي.

په ژوند کې د بریا او ناکامي لپاره اصول او قواعد د یوه کس، ډلې او نظام لپاره دومره تفاوت نه لري.

یوازې د یوه کس د ناکامۍ په صورت کې یو کس او د یوې ډلې د ناکامۍ په صورت کې یوه ډله متضرره کیږې، خو د یوه نظام د ناکامۍ په صورت کې هیواد او ملت ته زیان رسیږي او د بریا په صورت کې د ټول هیواد د نیکمرغۍ باعث ګرځي.

د ناکامۍ څخه د یوه نظام ساتل په دوامداره توګه د خپلو غلطیو منل او پر خپل وخت د غلطیو اصلاح کول، د خلکو د ستونزو حل او د خلکو نظریاتو ته اهمیت ورکولو پورې اړه لرې.

د خلکو د ستونزو د حل پر ځای ځان غولول، پلمې کول، د مسولیت نه منل، خلکو ته په درانه نظر نه کتل، په کارونو کې د افراط او تفریط څخه مخنیوی نه کول دا او دې ته ورته نور داسې څه شته چې بریا ته زیان رسوي او د ناکامۍ سره مرسته کوي.

د افغانستان اسلامي امارت چې د خپل ژوند دریم کال پای ته رسوي په ډیرو برخو کې یې د بریاو شاهد یو. په ځانګړې توګه د امنیت او بیا رغونې په برخه کې له نیکه مرغه سترې لاس ته راوړني لري.

خو اسلامي امارت یو نظام دی، د نظام څخه د ملت هیلې زیاتي او پر ځای دي. دا سمه ده چې درې کاله ډیر کم وخت دی، خو د یوه نظام لپاره د کارونو د درجه بندۍ په جدول کې ځینې کارونه په لومړي سر کې قرار لري.

1. له مهمو او اهمو کارونو څخه یو يې هم په ټوله کې تعلیم دی.

به دې برخه کې اسلامي امارت تر اوسه د ملت غږ ته مثبت ځواب نه دی ویلی، دا د ملت روا غوښتنه ده او دغه روا غوښتنه اړینه ده چې بې له ځنډه عملي شي.

دویمه مساله د متقاعدینو د حقه حقوقو ورکول دی. په دې برخه کې هم اړینه ده چې د متقاعدینو خپل حقوق ورکړل شي، ځکه متقاعدین هم روشانه قشر او د دې هیواد رښتینې بچیان دي.

د اساسي قانون، د سرپرست حکومت پای ته رسول او د نظام شکل دا او دې ته ورته مسالي دي چې باید ژر تر ژره يې حل ته اقدام وشي.

د اصلاح لپاره انتقاد د نظام سره د مخالفت په مانا نه دی. هیله ده اسلامي امارت ټول ملت بې له توپیره خپل وګڼي او په دیرو کوچنیو مسالو ځان بوخت او ملت له ځانه لری نه کړي. افغانستان د ټولو خلکو ګډ کور دی، په ګډ کور کې ټول بې له توپیره د اوسیدو، کار او تعلیم حق لري. د ملت حق باید د اسلامي امارت لخوا تضمبن شي تر څو ټول ملت په نظام باوري، تر څنګ يې ولاړ او په ساتنه کې يې د هیڅ ډول قربانۍ څخه دریغ ونه کړي.

اسلامې امارت ته له تیرو نظامونو څخه مثبت او منفې ډیرې غني تجربي په میراث پاته دي. له ښو تجربو څخه ګټه پورته کول او له منفي تچربو څخه ډډه کول د نظام بریا تضمینوي.

3 COMMENTS

  1. ښه لیکنه، کور ودان وزیري صاخب. رشتیا هم چې د نجونو د تعلیم سره مخالفت لویه ستونزه ده. دې ستونزې تر اوسه هم د طالب حیثیت د خاورې سره خاورې کړي دی او که دوام ورکوي نو د افغانستان د تاريخ تر ټولو بدنام او ناکام نظام ورنه جوړبږي او بیا به دا خلک دومره نوم بدي وي چې خپل کلي به هم پناه نه ورکوي. دوی که پر ملت رحم نکوي، پر ځان دې رحم وګړي او دا بې غیرته او د جاهليت د دوران چلند ته دې د بای ټکي کېږدي.

  2. د تالبانو راتګ يوه لويه دسيسه وه او دسيسه ده چي د افغانانو په غفلت ، د پاکستان افغانستان ضد پاليسي او د امريکا په خيانت له افغان اولس سره منځ ته راغله چي هدف يي تالبانو ته معلوم او دد هدف له پاره کار کوي او خدف يي پاکستان تالبانو ته جوړ کړي.
    که موږ هر څومره وړانديزونه، زاري او کومک ورسره کولو ته خپل چمتووالی تالبانو ته ور وښيو او يا لارښونه وکړو تالب غلی ناست ځکه چي تالب هغه خپل هدف ته ژمن ده.

    • لټون صاحب
      افغانستان زمونږه وطن دی. د وطن د بهبود د پاره په سوله ایز طریقه د شعور پیداکول او د نظر ورکول ښه خبره ده. د سپږې په خاطر پوستين اور ته اچول منطق نلري. د مطلقې تاامیدي خبرې د هیواد په زیان راته ښکاري. افغانستان کې د نوې جګړې شعارونه هغوی ورکوي چې خيل ماشومان یې اروپا او اومریکا ته ایستلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب