پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه تورخم کې لا هم نښته روانه ده، نور جزییات

په تورخم کې لا هم نښته روانه ده، نور جزییات

تاند (دوشنبه، د اسد ۲۲ مه) افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۱۲ مه) تورخم ته نژدې پر یو بل ډزې وکړې.

سرچینې وایي، طالب ځواکونو تورخم ته نژدې په (غوره کي) سیمه کې پوستې جوړولې خو پاکستاني ځواکونو یې مخالفت وکړ او دواړو لورو تر منځ نن مازدیګر شاوخوا ۴ بجې جګړه پیل شوه.

باختر اژانس وايي چې د طالبانو په ځوابي برید کې د پاکستاني پوځیانو دوې پوستې ویجاړې شوې.

سرچینې وایي، د پاکستان له خوا ویشتل شوي ګولۍ د افغانستان په خاوره کې په یوه کور کې ولګېدې چې له کبله یې یوه ښځه او یو ماشوم ووژل شول او څو نور ټپیان شول.

ځایي اوسیدونکي وایي چې د شخړې د ساحې د شاوخوا له کورونو څخه خلک په تېښته دي. له تورخم څخه خلکو خپل موټرونه هم وایستل. د ډزو غږونه د دې خبر د خپرېدو تر شېبې (ماښام) پورې اورېدل کېدل.

په ورته وخت کې، طالب فعالانو په خواله رسنیو کې ویډیوګانې او خبرونه خپاره کړل چې په کې پاکستاني ځواکونه د خپلو دوو پوستو د پرېښودو او تېښتې په حال کې لیدل کېږي.

داسي ښکاري چې پاکستاني پوځیانوته مرګ ژوبلې هم اوښتي وي خوتراوسه نه پاکستان اونه طالبانو د مرګ ژوبلو او د نښتې د بیلېدو د علت پهاړه څه ویلي دي.

دواړو لورو تر دې دمه په دې اړه څه نه دی ویلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب