Homeخبرونهقزاقستان چمتو دی چې د تورغونډۍ- سپین بولدک ریللارې لپاره وسایل ورکړي

قزاقستان چمتو دی چې د تورغونډۍ- سپین بولدک ریللارې لپاره وسایل ورکړي

تاند (سې شنبه، د اسد ۱۳ مه) قزاقستان د افغانستان له تورغونډۍ تر سپین بولدک پورې د ریللارې د جوړېدو په پروژه کې همکارۍ ته چمتووالی وښود.

د قزاقستان حکومت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دغه هیواد د صدراعظم مرستیال سیریک ژومانګارین پرون (دوشنبې) د خپل هیواد د ترانسپورت او مواصلاتو له عمومي ريیس مومیتان چاکي یف سره له کتنې وروسته وویل چې قزاقستان له ترکمنستان سره په ګډه د شمال – جنوب د نړیوال ترانسپورتي کوریدور جوړېدو ته لېوالتیا لري.

ده وویل چې قزاقستان تیار دی چې د افغانستان د هرات د تورغونډۍ او د کندهار د سپین بولدک ترمنځ د ریللارې د جوړېدو لپاره وسایل مهیا کړي.

قزاقستان په وروستیو کې له ترکمنستان سره په ګډه په هرات کې د تېلو د یوه لوی زېرمتون په جوړولو کې برخې اخیستو ته هم جمتووالی ښوولی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...