پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهنبیل: طالبان د آی اېس آی په استخباراتي تکتیکونو افغان ارزښتونه سپکوي

نبیل: طالبان د آی اېس آی په استخباراتي تکتیکونو افغان ارزښتونه سپکوي

تاند (سه شنبه، د اسد ۲۳ مه) د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل د طالبانو واکمن رژیم او په ځانګړي ډول استخباراتي اداره یې تورنوي، چې د ده په ټکیو د پاکستاني استخباراتو د تکتیکونو له کارولو سره یې د افغانستان د ارزښتونو په سپکولو پسې اخیستې ده.

هغه د طالبانو د استخباراتو لخوا د دوی د مخالفانو او منتقدانو د کورنیو د غړو نیولو، شکنجې او په ځینو مواردو کې د هغوی د بې عزتۍ تورونو ته په اشارې وویل، چې د افغانستان په یوه رژیم کې هم استخباراتو داسې ناوړه کړنې نه وې ترسره کړې.

نبیل زیاتوي، چې طالبانو له چین څخه د استخباراتو لپاره تخنیکي مرستې اخیستي او له پاکستان څخه یې استخباراتي تکتکیونه نقل کړي.

طالبانو بیا د دوی د استخباراتو او نورو ادارو لخوا د دوی د مخالفانو او نورو خلکو د شکنجو او بې عزتۍ تورونه تل رد کړي دي.

په وروستیو کې د طالبانو پر استخباراتو له بېلابېلو خواوو د ناوړه چلند تورونه زیات شوي.

د طالبانو له استخباراتو یو شمېر خوشې شویو بندیانو او په ځانګړي ډول یو شمېر ښځینه معترضانو تور پورې کړی، چې د طالبانو په استخباراتو کې یې بې عزتي شوې او ورڅخه په اخیستل شویو ویډیوګانو ګواښل شوي، چې د اعتراضونو له دوام سره به یې ویډیوګانې خپرې شي.

طالبانو په دې اړه تورونه رد کړي او د دوی خلاف تبلیغات ګڼلي.

1 COMMENT

  1. تاسی غلامو چورکوونکیو او غلو خپل منافقت او خائینی څیری ملت ته څرګندی دی او تاسی ملی خائینینو او اجنبیو غلامانو د غلیسی امریکا په امر همدی تربیه شوو قادیانیو چړیانو ته په اتفاق سره افغانستان تسلیم کړ او اوس د ملی خائین کمونیست اتمر په شان دی چټلی بابولانی شروع کړی دی دا وخت راتلوونکۍ دی چی افغان اصیل ملت تاسی غلام ملی خائینین او ملی خائینین غلام چړیان تهدابی له مینځه یوسی !!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب