جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمتقي: که ټرمپ هم ولسمشر شي، د افغانستان په اړه به د...

متقي: که ټرمپ هم ولسمشر شي، د افغانستان په اړه به د امریکا دریځ پر ځای پاتې وي

تاند (سه شنبه، د اسد ۲۳ مه) د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي وایي، که د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ډونالډ ټرمپ هم وګټي، د طالب ضدو څرګندونو سره- سره به یې د افغانستان په اړه دریځ بدل نه شي.

نوموړي د طالب رژیم د درې کلن کیدو په مناسبت د یوې ځانګړې مرکې پر مهال وویل، چې په افغانستان کې پر بګرام اډې د ټرمپ د بیا ولکې خبرې دې پورې اړه لري چې هغه د امریکایي رایه ورکوونکو د ملاتړ خپلولو هڅې کوي.

طالب وزیر دا هم وویل، چې له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو د وتو تړون په دوحه کې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د نوموړي استازو دوی سره لاسلیک کړ.

د ده په وینا، له دې پرته امریکا له افغانستانه په خپله خوښه نه؛ بلکې په زور وتلې او بیا به کله هم په افغانستان کې د پوځي حضور لپاره زړه ښه نه کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې مرکه کې مدعي شو، چې د دوی رژیم افغانستان ته بېساری امنیت راوستی، د خلکو په زور او ملاتړ رامنځته شوی او د نجونو د زده کړو په ګډون نور موارد د دوی خلاف د تبلیغاتو لپاره پلمه کیږي.

متقي ادعا وکړه، چې دوی د نجونو پر زده کړو بندیز نه دی لګولی؛ بلکې محدودیتونه یې د مصلحت له مخې رامنځته کړي، خو ده ونه ویل چې له زده کړو او کاره د میلیونونو نجونو او ښځو محرومولو افغانستان ته کوم مصلحت لرلی؟

هغه د ده په ټکیو د دغو محدودیتونو د ختمولو د مودې او حل په اړه هم څه ونه ویل.

1 COMMENT

  1. دغه سپین سترګی خبیث ملا څومره د ځان په هکله لافي وهي. درواغجنه مرتده د امریکې ډالر خوړونکې ! وروسته له قطره د خیټه وکړه نه یوازي تا بلکي ټولو ملیانو د براخر په ګډون ! خلک اوس ځان مختوری بولي سي تاسي سوډرانو د جهل خپرونکو درواغجنو ته یې نره تکبیر نارې وهلې. اوس والله دوه فیصده هم درنه خوښ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب