پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهاختراع: داسي رنګ چې موټر سوړ ساتي

اختراع: داسي رنګ چې موټر سوړ ساتي

کله چې موټر دباندې لمر ته ولاړ وي، په تیره بیا په تود دوبي کې، ځینې وخت مو موټر ښايي دومره تود شي چې پکې کښېنستی نه شئ. یوې جاپاني کمپنۍ د دې ستونزې د کمولو هڅه کړې ده.

نیسان وايي د موټر لپاره یو نوی رنګ ازمويي چې په دوبي کې به د موټر د کابین تودوخه کمه کړي.

د جاپان دا موټر جوړونکې کمپنۍ وايي چې ازموینو ښودلې چې دا نوی رنګ د موټر د بهرنۍ سطحې تودوخه د سانتي ګراد تر ۱۲ درجو پورې او د منځ تودوخه تر پنځو درجو پورې سړه ساتي.

نیسان پر دې رنګ “سوړ رنګ” نوم ایښی او د توکیو په (هانې دا) هوایي ډګر کې یې په موټرو کې ټیست کړی دی.

سوړ رنګ له میټامیټریل څخه جوړ شوی. Metamaterial هغه ځانګړتیاوې لري چې معمولاً په طبیعت کې نه لیدل کیږي. د مثال په توګه، دا مواد کولی شي رڼا او څپې په داسې طریقه لېرې یا منحرفې کړي چې په عادي حالت کې په طبیعت کې ممکنې نه دي.

«سوړ رنګ» داسې مواد لري چې د لمر انفراریډ وړانګې منحرفوي. عادي رنګونه دا وړانګې جذبوي او په تودوخه یې بدلوي. سوړ رنګ داسي موجونه هم رامنځته کوي چې د لمر انرژي دفع کوي او د دې سبب کېږي چې موټر په ځنډ تود شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب